فتوی نمبر (۷۰) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : نثار أحمد ، چمن .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست .
ځما پوښتنه داده چي ايا ښځه د خپل خاوند بې اجازې دعلم دزدکړي دپاره وتلاۍ سي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! په دوو صورتو کښي ښځه بې له اجازې د خپل خاوند نسي کولاۍ چي له کوره څخه ووځي د علم د حاصلولو دپاره : اول په دې صورت کښي چي خاوند ددې عالم وي په دين باندي ، او ددې له تعليم څخه منع هم نکوي نو دا بايد د علم زدکړه له خپل خاوند څخه وکړي ، او دوهم په دې صورت کښی چي کچيري ددې خاوند بې علمه او جاهل ؤ مګر ددې دپاره يې ددې د ضرورت په اړه له علماوو څخه پوښتنه ورته کوله ، او بيا يې ودې ته معلومات ورکوئ نو بيا دي ددې خاوند هغه مسئله له علماوو څخه پوښتي او بیا دي ودې ته ورزده کوي .
او کچيري ددې خاوند عالم نه ؤ او له پوښتني کولو څخه يې هم منع کوله نو بيا ښځي لره دا روا ده چي بلااذنه ولاړه سي او خپله پوښتنه ځانته معلومه کړي ، بلکي باندي فرض ده ؛ ځکه چي طلب د علم په هغو شیانو کښي چي وهغوۍ ته احتياج او ضرورت وي فرض دئ لکه نور فرائض نو طلب د علم پر حق د ميړه باندي له مخه دئ ، لکه چي مشهور حديث دئ چي «طلبُ العلم فريضة علی کل مسلم و مسلمة» .
(کذا في فتاوی النوازل لأبي اللیث السمرقندي ص ۲۸۵) .
والسلام ومن الله التوفيق .