دترهګري ريښي بايد دهغه په مراكزو كي وچي شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4341
ځلمي مشال
دخبریدو نیټه : 2005-11-17

ځلمي مشال
 په كابل او كندهار كي د تيرو ورځو ځانمرګو بريدونو د افغانستان د امنيت په هكله په ذهنونو كي يو شمير نوي انديښني او نوي سوالونه پيداكړي، سره لدي چي دا پيښه دڅرنګوالي له مخه يواځيني پيښه نده خو بياهم كيداي شي ځيني خلكو سره دا سوال پيدا شي چي ګواكي افغانستان دعراق په لور روان دي. په دي هكله بايد ووايم سره لدي چي افغانستان او عراق دواړه د ترهګري سره په جګړه بوخت دي او دواړه د يو دښمن لخود ګواښ سره مخ دي نو ډيره ممكنه ده القاعده او طالبان په عراق اوافغانستان كي له يوشان ترهګريزه تكتيكونو نه كار واخلي، خو په ډيرو دلايلو دا ډاډ شته چي ترهګر هغه څه چي ورته په عراق كي شوني دي په افغانستان كي شوني نه وي، د نورو دلايلو په خوا كي ترټولو عمده دليل دادي چي په افغانستان كي د ولسواكي نوي بهير او دلته د نړيوالو ځواكونو شتون د خلكو د ملاتړ نه برخمن دي او ترهګرو او ټوپك سالارانو د خلكو ملاتړ له لاسه وركړي په داسي حال كي چي په عراق كي لا حكومت په دي ندي بريالي شوي چي دخلكوپراخ ملاتړ ترلاسه كړي.
 البته هغه څه چي د تيرو ورځو ځانمرګي بريدونه له تيرو ورته بريدونو نه ځانګړي كوي هغه ددي پيښو ترسره كيدو وخت او نيټه ده، ددي پيښو نه لږ دمخه د سولي د ټينګښت د خپلواك كميسيون مشر صبغت الله مجددي د واليانو او د امنيه قومندانانو په دوه ورځني سمينار كي ويلي وو چي طالبان د پاكستان د استخباراتو او عالمانو په لمسه جنګيږي، دي خبر سره جوخت دوه ځانمرګي پيښي په كابل او يوه په كندهار كي پيښي شوي او ديوشمير افغانانو ژوند يي واخست، دي سره سم د عرب نيوز په حواله د طالبانو وياند د پيښور په ښاركي ژورنالستان ځان ته راوغوښتل او د يو مطبوعاتي كانفرانس په ترڅ كي يي د پورته پيښو پړه په غاړه واخسته، طالبانو د سولي د بهير سره د يوځاي كيدو د ښاغلي كرزي بلنه هم ردكړه.
 صبغت الله مجددي يواځيني جهادي مشر دي چي آن د جهاد په بهيركي يي د افغانستان په چارو كي د پاكستان لاسوهنه غندلي، د ده دا جمله چي زه دپاكستان د مداخلي نه پوزي ته راغلي يم ډيره عامه شوي وه، اوس بيا ښاغلي صبغت الله مجددي د پاكستان لاسوهنه غندلي او هغه يي په افغانستان كي د ترهګري د پيښو د ادامي لامل بللي.
 ښكاري د تيرو ورځو پيښي د ښاغلي مجدددي دڅرګندونو په وړاندي د آيي ايس آيي غبرګون وي، پاكستان په دي توګه غواړي افغانستان دي ته اړباسي چي د پاكستان په وړاندي د چوپي خولي له سياست نه كار واخل او افغانستان پردي وپوهوي چي پاكستان هركله وغواړي كولاي شي د افغانستان امنيت له ګواښ سره مخ كړي.
 اوس سوال دادي چي افغانستان په رښتياهم بايد څه وكړي، په افغانستان كي نه يواځي دا چي نړيوال سوله ساتونكي پوځونه د ترهګري سره په جګړي اخته دي بلكي د افغانستان ملي پوليس اوملي اردو هم اوس ددي وړ شوي چي د ترهګرانو دمخامخ بريدونو مخه ونيسي اوښايي له همدي لامله ترهګرانو خپل تكتيكونه بدل كړي او د جبهه يي جګړو پرځاي يي ترهګريزه بريدونو ته مخه كړي، دترهګري بريدونو مخه نيول يو ډير ستونزمن كار دي، او د پوځي پياړتيا سره سره ډيري لوړي استخباراتي پياوړتيا ته هم اړتيا لري، دافغانستان امنيتي موسسي خو لا ايله اوس دجوړيدو په حال كي دي، په داسي حال كي چي دنړي ډير پرمختللي هيوادونه هم نشي كولاي په مطلقه توګه د ترهګري دبريدونو مخه ونيسي، د هسپانيه ، اندونيزيا، انګلستان دولتونه چي په څو څو ځل دترهګريزه پښو ښكار شوي ددي حقيقت ښه مثالونه دي، نو سره له دي چي د ترهګري دمخيو ي په خاطر دننه په هيواد كي د امنيتي تدابيرو نيول يو اړين كار دي خو يواځي دا كار نشي كولاي ترهګري له منځه يوسي، د امنيتي تدابيرو په خوا كي بايد د سياسي ګامونه هم په دي هكله پورته شي، اړينه خبره داده چي بايد د ترهګري ريښي دهغه په مراكزو كي وچي شي. افغانستان كي ترهګري په ښكاره توګه دپولو نه هاخوا اوبه خور لري. دافغانستان كمزوري كول د پاكستان يوه تل پاتي ستراتيژي ده، پاكستان هيڅكله په خپله خوښه دي ته نه چمتو كيږي چي په افغانستان كي د سولي او ثبات ټينګښت سره مرسته وكړي. افغانستان بايد د ترهګري سره په جګړه كي د ټولو هغو دوستانو په مرسته چي افغانستان سره يوځاي د ترهګري سره په جګړه بوخت دي د پاكستان په وړاندي يوه سمه او اوږد مهاله ستراتيږي غوره كړي چي پاكستان دي ته اړكړي ترڅو ترهګرانوسره مرستي نه لاس واخلي، تركومه چي ترهګري دهغه په مراكزو كي له منځه ولاړه نشي دننه په افغانستان كي دامنيتي تدابيرو نيول يو بي ګټي عمل دي، پاكستان بايد دي كار ته مجبوره شي او ياهم بايد ورسره د ترهګرو په شان يو رنګ چلند وشي. دريمه لار هيڅ وجود نلري.