بریتانیه د یوی پیړی وړاندی قتل (لینن )پړه وبلل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43451
وسیم سجاد، کابل
دخبریدو نیټه : 2011-04-12

مایک ټامسن
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
منبع: بی.بی.سی

بریتانیه د یوی پیړی وړاندی قتل پړه وبلل شوه.
هغه مهال چی لینن وژل شوی وو، تور په برطانیی لګیدلی وو خو برتانیی بیا دا پیښه هسی د شوروی پروپاګندا بللی وه. کوم شواهد چی اوس په لاس کی دي ښیی چی کیدای شي دا موضوع صحت ولري.
هغه څه چی د ″لاکهارټ توطیی″ په نامه یادیږي، د څو لسیزو لپاره د شوروی د اسنادو په ارشیف کی شتون لري، په پوهنتونو کی تر څیړنی او مطالعی لاندی دی، فلم پری جوړ شوی،
د ۱۹۱۸ کال په پیل، او د اولی نړیوالی جګړی په پای کی، بلشویک روسیه په دی هڅه کی وه چی څنګه خپل ستړی عسکرله المانه وباسي نو پدی اړه یی له المان سره خبرو ته زړه ښه کړ.
انګریزانو دا کار خوښ نه کړ. پدی کار سره به جرمنان په دوو جبهو کی نه جنګیدل، او یواځینی هڅه به یی بیا دا وه چی خپل لویديځ ته توجه وکړي.
برتانیی تصمیم ونیو چی روسیه به د متفقینو په پلوی جنګ ته را کاږي، نو په همدی خاطر یی خپل یو نماینده ځوان رابرټ بروس لاکهارټ مسکو ته ولیږه.

د بلشویکانو له مخالفینو څخه ملاتړ:
لاکهارټ د سکاټلند وو او جالبه شخصیت یی درلود. لاکهارټ دښځو، ترخو اوبو او ورزش لیونی وو. د دی دعوه یی هم لرله چی په یو وخت کی د پنځو مختلفو کتابونو د ویلو وس لري.
په پیل کی داسی مالومیده چی لاکهارټ ښه پرمختګ کوي، خو د هماغه کال په مارچ کی چی کله د بلشویک روسیی او المان ترمنځ د برست-لیتوفسک تړون لاسلیک شو، نو ټولی هیلی په اوبو لاهو شوی (ونشو چی روسیه دی د متفقینو په ګټه جنګ ته درومي).
خو خبره بیا بل ډول وه، ځکه چی لاکهارټ په هیڅ ډول نه غوښتل چی په خپل ماموریت کی پاتی راشي. نو بیا یی ګوته وکړه او په دی لټه کی شو چی اوسنی بلشویک دولت ونړوي، او یو داسی حکومت جوړ کړي چی یوځل بیا له جرمنی سره په جګړه لاس پوری کړي.
اسناد ښیی چی لاکهارټ پورته یاد شوی موخی ته د رسیدو په موخه له برتانیی د مالی مرستی غوښتونکی شو ترڅو په دی سره بلشویک ضد ډلی ټپلی په شا وټپوي.
دمالی مرستو پیشنهاد چی لاکهارټ لیږلی وو د ″چابک″ قید له ځان سره درلود او د برطانیی د باندنیو چارو وزارت لخوا د برطانیی خزانی ته لیږل شویدی.
دغه لیک د برطانیی د باندنیو چارو وزارت دهغه وخت رویه له مسکو سره هم ښیی چی په څه ډول وه: ښاغلی بالفور په دی عقیده دی چی ددی وخت رارسیدلی ترڅو د لارډز کمیټه (دمشرانو جرګی کاری کمیټه) باید وهڅول شي ترڅو دغه پیشنهاد تایید او هر ممکنه مرسته له لاکهارټ سره تر سره کړي.

اوښتون په اوښتون کی:
د می میاشتی په پای کی برطانیی تصمیم ونیو چی د عسکرو یوه وړه ټولګه د روسیی په شمال کی پرتی سیمی آرخانګلسک ته ولیږي.
رسماٌ خو داسی ښودل کیدله چی دا عسکر ددی لپاره هوری لیږل شویدي ترڅو د المان لاس رسی و هغو تجهیزاتو ته چی دبرطانیی لخوا روسیی ته ورکړل شوي، بند کړي.
خو اسناد بیا بل څه وایی، داسی مدارک شتون لري چی هغه مهال په داسی لارو چارو او نخچو غور کیده چی تر مخی به یی د برطانیی ۵،۰۰۰عسکر او د لیتوانیا ۲۰،۰۰۰ ځانګړی قواوی د کرملین په ساتلو بوخت وو-ترڅو وښیی چی دوی اوس هم د بلشویکانو په ملاتړ کی ټینګ دي.
لاکهارټ د۱۹۱۸ په اوړي کی، د بلشویکانو له یو مخالف مشر چی نوم یی ساوینکوف وو ولیدل. له لیدلو وروسته یی لندن ته پیغام داسی ورکړی وو: د ساوینکوف پیشنهاد وو اوښتون په اوښتون کی. خبره پدی کی دی چی څنګه وکولای شو د متفقینو دحملی پر مهال د بلشویکانو مشران له منځه یوسو، او نظامی کودتا را منځ ته کړو.
د پارګراف په پای کی د برطانیی دهغه مهال ددفاع وزیر لارډ کرزن نوم او لاسلیک لیدل کیږي. تلګراف وایی: د ساوینکوف لاری چاری تُندی دي. د کامیابی په صورت کی ښه خبره دی خو ترڅو پوری چی د نظامی بدلون په اړه کومه چاره ونه سنجول شي، مونږ نشو کولای څه ووایو او یا هم کوم اقدام وکړو.
سر ځرۍ:
همدا مهال لاکهارټ خپله همکاري له یوه بل جالب شخصیت سره پیل کړی وه چی نوی نوم یی سیدنی رایلی او پخوانی نوم یی روزن بلوم وو.
روسی تبعه سیدنی، د ښه کاروبار درلودونکی وو، نوی، نوی یی همکاری له برطانوی استخباراتو سره پیل کړیوه. وروسته بیا ډیر وځلید، د ځریو مشر وټاکل شو، او د جنجالی کیسو په کتاب کی یی یادونه هم وشوه. داسی هم ویل کیږي چی نوموړی د اوسنی جیمز بانډ لپاره نمونه او یا ایډیل هم ګرځیدلی.
وروسته لاکهارټ او سیډنی په یوه عجیبه پیښه کی راګیر شول،
د ۱۹۱۸ په اوړي کی لینن په مسکو کی ترور شو.
یوی ځوانی ښځی له نږدی فاصلی په لینن دوه ډزه وکړل. د بلشویک پټو پولیسو چکا د پیښی څخه څو ساعته وروسته بروس لاکهارټ ونیوه. د پښتنو او ږرږیږنو لپاره یی کرملین ته بوته. سیډنی هغه مهال له چکا تښتیدلی وو. خو څوکاله وروسته روسیی سره د چل او خیانت په تور په ګولیو وویشتل شو.
د چکا د اسنادو مطابق، لاکهارټ د لینن د وژلو او د بلشویکانو د حکومت د راپرځولو په توطیی کی په دخالت اعتراف کړیدی.
خو بیا وروسته د برطانیی نماینده په مسکو کی دروسیی له هغه سره په لندن کی تبادله شو(اکتوبر۱۹۱۸).

د حقایقو پټول:
لاکهارټ په خپل ډیر خرڅیدونکی کتاب ″د یو انګریز مامور یادښتونه″ چی په ۱۹۳۰ کی خپور شو، کی تاکید کوي چی دلینن په مرګ او یا هم د بلشویکانو د حکومت په راپرځولو کی یی هیڅ رول نه درلود.
هغه بیا پړه په سیډنی اچوي او وایی چی ټول کارونه دده وو او سيډنی کودتا غوښتله.
لاکهارټ له سیډنی سره یی اړیکی دومره د خوند نه وی او سیډنی په خپل سر کارونه کول.
بل طرف ته یو داسی لیک چی د لاکهارټ د ځوی رابین لخوا لیکل شوی د امریکی په موزیم کی موندل شوی چی کاږي:
د پلار اړیکی به می له سیډنی سره اوس هم په باندنیو چارو وزارت کی دخلکو لپاره زړه راښکونکي وي خو خبره ددی برعکس دی کوم چی په کتاب ″د یو انګریز مامور یادښتونو″ کی یاد شوی. پلار می ډیر څه نه دي ویلي. ده ماته ویلی وو چی اړیکی یی له سیډنی سره له هغه څه چی ده په کتاب کی یاد کړي، فرق درلود.
پلار می په ۱۹۱۸ کی رسماً د روسیی په چارو کی دمداخلی مسولیت په غاړه واخیست، د بلشویکانو مخالف ګوند سره یی رسماً خپله همکاري وښوده، او سیډنی بیا ددغه مخالف ګوند غړی وو.

د برطانیی چالاکي:
پروفیسور رابرټ سرویس داسی یو څوک دی چی د ګرمو بحثونو لاندی لیک یی موندلی دی. رابرټ په دی فکر دی چی که غواړو حقیقت لاره پیدا کړو باید دهغه مهال اسناد ومومو.
خو د برطانیی دولت د پیښی له وقوع چی اوس یی ۹۰ کاله تیر شوي، تراوسه اسناد پټ ساتلي . خو رابرټ وایی چی ددی ترشا دلیل دادی چی داقسمه پیښی د برطانیی د خوښی وړ ندي او نه وی، نو ځکه یی خبره پټه ساتلی.

د لاکهارټ د ځوی رابرټ لیک
سیډنی رایلی
بروس لاکهارټ ۱۹۵۵

لینن
پیښلیک:
۱۹۱۴ کی د لومړی نړیوالی جګړی پیښیدل د (فرانسی، روسیی او برطانیی) او (المان، د اطریش امپراتوري، مجارستان او عثمانی خلافت) ترمنځ
۱۹۱۷ یو ولسی اوښتون بلشویکان له واکه ګوښه کړل
۱۹۱۸ د لومړی نړیوالی جګړی پای؛ دویم تزار نیکولای له منځه لاړ، کورنی جګړه پیل شوه.
زما تجزیه:
د لینن دوژلو دوسیه اوس هم د غور لاندی دی. ملک یی اوس هم هڅه کوي چی معامله مالومه کړي چی پیښه څنګه شویدی.
مونږ پښتانه خو هسی هم یو متل لرو چی سل کاله بعد یی هم وګټی لا وخته دی. زرداری هم د ذوالفقار علی بهټو کیس را برسیرن او د څیړنو اجازه یی ورکړه.
خو زمونږ په ملک کی خبره بیا بیل ډول دی. حکومت پدی ونه توانید چی د میوندوال، شفیق، داوود خان، خیبر، تره کی، امین، ډاکټر نجیب، اوسنيو وژنو: مولوی بورجان، ډاکټر عبدالرحمان، حاجی عبدالقدیر، مصطفی کاظمی، په کندهار کی د خاکریزوال، په پکتیا کی د استاد تڼیوال کیسونه را برسیرن کړي.
ډبل عبدالله تل حکومت ملامتوي خو فکر یی نه دی چی که وخت راغی ، نو هلکه خپله محاکمه مه هیره وه. ځکه هغه څوک چی تاسو یی ځان اصحابان!!! بولی مسعود شهید!!! کیس تراوسه پټ او بِکر پروت دی. فهیم، محمدی بسم الله، قانونی او نور په واک کی دي خو د خپل رهبر!!! د مړینی پوښتنه نه کوي.
هزاره ګان هم همداسی یوی لانجی سره مخامخ دي، خلیلی او محقق چی ځانونه د مزاری ټینګ پیروان بولي، خو ځانونه یی یواځی او یواځی په فاتحو او لمانځغونډو بوخت کړیدي.
که د پورته یاد شوو کسانو کیسونه را بربنډ شي، ډیر سپین کالی به د محاکمی تر میزه راکش شي. ډیری څیری به بربنډی شي. د حیرانی خبره خو دادی چی دوی په حکومت کی شته خو دخپلو مشرانو پوښتنه نه کوي. نو حتمی خبره څه بل ډول دی.
محاکم او څارانوالی اوس هم په خپل سنتي کارونو کی بوختی دي. ګږمان نه کوم چی اوسنی لوی څارانوال او یا هم قاضی القضات دی دومره وړتیا او صلاحیت ولري چی داسی پیښو ته دی د حل لاره را پیداکړي.
دنیا بدلیږي، کوم کارونه چی نن ممکن ندي، سبا به یی امکان وي. بدمعاش حسن مبارک چا ګومان هم نه کاوه چی چپه به شي، خو اوس بیا تر محکمی را کش کیږي. سبا به زندان ته ځي او...
کیدای شي چی تاسو لوستونکی به زما لخوا یاد شوي نومونو سره توافق نه وي خو هر څه چی دي دا کسان داسی څوک وو چی په نورو یی اثر او رسوخ درلود.