رسول الله (ص) فرمايي :
[ له ټولو نه بخیل خلک هغه دي چې د سلام په اچولو بخل کوی ، او له ټولو عاجز خلک هغه دي چې له دعا کولو څخه عاجز پاتې کیږي.]
د سلام کلمه یوازې سلام نه بلکې له دې نه زیاته ژوره او پراخه او له معنی ډکه کلمه ده.
دا کلمه سړي ته ډاډ اواطمینان ورکوی ، دا کلمه سړي ته راحت او آرام ورکوي.
دا کلمه د اسماالحسنی له نومونو څخه یوم نوم دی.
( هوالله الذي لا اله الا هو ملک القدوس السلم ) الحشر ۲۳)
دغه الله (هغه ذات دی) چې نشته بل هیڅ معبود برحق مګر خو هم دی دی ( یواځې ) پادشاه دی ښه پاک دی ( له ټولو قباحو څخه)سالم دی له (ټولو) عیبونو څخه امان ورکوونکی دی
څرنکه چې په دنیا کې اهل ایمان د کفر او ضلالت له کږو لیارو څخه ژغورل کیږي او د ایمان او هدایت مستقیمې لارې باندې روانیږي ، همداسې په آخرت کې هم د هغوي لپاره د سلامتۍ کور شته او الله تعالی د خپلو بندګانو د ښو اعمالو په خاطر تل د هغوي دوست او کارساز دی.
خدای پاک که وغواړي نو خپل بنده د سلامتۍ د کور خوا ته هدایت کوي او سمې لارې ته یې راولي.
خدای پاک د القصص په سوره کې فرمايي:
و ادا سمعوا الغو اعرضوا عنه و قالوا لنا اعمالنا و لکم اعمالکم سلم علیکم لا نبغي الجهلین ( القصص ۵۵)
او کله چې بیهوده خبرې په خپلو غوږو واوري نو له هغې نه څنګ کوي او وايي چې زمونږ عمل زمونږ دپاره دی او ستاسې اعمال ستاسې د پاره دي په تاسې دې سلام وي مونږ د جاهلانو طریقه او مجلس نه غواړو.
په پورتني آیت کښې سلام د تحیې یعنې سلام په مانا نه دی بلکې دا د متارکې سلام دی یعنې مونږ نه غواړو چې ستاسې په شان جاهلانو سره بحث او ګفتګو وکړو ، دلته د سلام څخه مقصد د مخاطبت او خبرو ترک کول دي.
مونږ هم کله کله چې له داسې جاهلانو سره مخامخ شو چې په هیڅ خبره نه قانع کیږي او بیهوده خبرې کوي نو وایو چې بس بس ستاسې د خبرو ځواب په سلام اچولو سره درکوو ، دغه د جهالت او ناپوهۍ وضیعت تاسې ته پریږدو ، مونږ خپل کار ته پریږدۍ او تاسو لطفا لاړ ش او په مخه مو ښه شه.
کله چې یو مسلمان بل مسلمان ته سلام اچوي نو ښايي چې دا سلام په احترام او ورین تندي سره واچوي او په ښه انساني طیقه سلام ووایی . که څوک په ډیره قهر جنه او متکبره لهجه سلام اچوي نو له دې سلام اچولو څخه څه فائده لاس ته نه راځي.
په ښه او مناسبه طریقه د سلام اچول جنت ته د پاسپورټ اخستل دی خو یوازې په پاسپورټ کار نه کیږي ، جنت ته د تللو لپاره ویزه هم په کار ده که یو مسلمان د کامل ایمان خاوند وي نو دغه ایمان یې جنت ته د تللو ویزه ده.
که څوک د ښه ایمان خاوند وي نو هغه ښه او حسنه اعمال سرته رسوي.
هر مسلمان ته ښايي چې په خپل مسلمان ورور سلام واچوي. عربان یو ډیر ښه عادت لري او هغه دا چې هر څوک چې یې مخې ته ورشي نو په هغه سلام اچوي او وايي
السلام علیکم و رحمة الله او د سلام جواب هم په دې شان ورکول کیږي.
و علیکم السلام و رحمة الله و برکاته.
خدای دې مونږ ټولو ته توفیق راکړي چې تل د سلام په اچولو یو ښه عمل تر سره کړو تر څو دا ښه عمل مو په حسنه اعمالو کښې شمار او د خدای رحمت په مونږ نازل شي.
سلام اچول د دیرشو ښو اعمالو څخه یو ښه عمل دی او ددې عمل مراعات کول لوی اجر او ثواب لري.
ما علینا الا البلاغ