درباري ټوکيان او غوړه مالان
د يو ډېر خوار او ځار ملک پاچا و او دومره غوړه مالان ترې راټول ول ، چې په شته سترګو او غوږونو ، يې ړوند او کوڼ کړی و ، غوړه مال چې به په خاص مهارت دشپې وويل چې صيب ورځ ده پاچا به هم وويل هو ورځ ده ، او کله به يې چې په تکه سپينه ورځ کې وويل چې صيب څه ښه تکه توره شپه ده ، نو ړوند پاچا به پرته له کوم ځنډه وويل هو ولا٠
د پاچا چې به کله طبيعت لږ خټه شو ، نو وزيرانو او غوړه مالانو به ورته سم له واره يو درباري ټوکي راغوښت او په ټوکو ، ټکالو به يې طبيعت وربرابر کړ ٠
داځل درېيمه ورځ وه چې د پاچا په سر داسې سخت درد و چې نه ځمکې ځای ورکاوه او نه هم اسمان ته الوتلای شو٠
درباري ټوکيان يې په خندولو زياتي ستړي شول ، خو د پاچا درد نه ښه شو او نه هم کم شو٠
يوه غوړه مال امر وکړ چې د پاچا د سلامتۍ او د صحت په خاطر دې يو نوی ټوکي د کوم بل ښاره راحاضر کړی شي، د پاچا په تخرګ کې د ناست غوړه مال امر و ، د سترګو په رپ کې نوی ټوکي راحاضرکړی شو٠
ټوکي چې څنګه د پاچا تک ژېړ مخ ته وکتل ، مخکې له دې چې خپله خوله په ټوکو پرانيزي ، پاچا يې تر لاس ونيوه او په نبض يې ورته ګوتې کېښودې او بيا يې ترې وپوښتل : د پسونو او چرګانو کبابونه مو له وازدې او پيپړو پرته خوړلی ؟
پاچا وويل : هو زما يوازې سورخي خوښيږي ٠
ټوکي دويمه پوښتنه : صيب د سهار چای او سبناري کې مو څه خوړلي دي ؟
پاچا وويل : زه هر وخت کباب خورم ، بيا يې ټوکي ته وويل ولې ستا هم لکه چې کباب ډېر خوښ دی ؟ ټوکي سوړ اسويلی وويست او زياته يې کړه : هو خوښ مې دی خو په کال يې هم نه شم خوړلی ، له همدې سره يې پاچا ته وويل : صيب غم مه کوئ زه ستاسې په تکليف اوس ښه پوه شوم ، فقط په لس دقيقو کې به مو ټول تکليف رفعه شي او له همدې خبرې سره سم يې غوړه مال ته کړل : پاچا ده خپل وږي اوتږي ملت دومره بې خرته غوښې خوړلي دي چې اوس هضمولی نشي ، ورشه يو ګوټ جمالکوټه ورته ژر راورسوه چې قبضيت يې رفعه او د سر درد يې ختم شي ، ګنې په ټوکو ، موکو يې دا درد نه ښه کيږي ٠