پښتني قبيلې وپيژنئ ! ٩١ برخه( طوطاخېل= توتاخېل )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43530
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2011-04-15

 

دپښتني قبيلو دپېژندنې په لړ کې داځل ګرانو لو ستو نکو ته دتو تاخېلو قبېله چې دطو طاخېلو په بڼه هم راغلې ده درپېژنم٠ د توتا خېلو قبيله په اوسني وخت کې دپکتيا ولايت دمهمو قبيلو نه شمېرله کيږي ٠ دپښتني عنعنوي او روايتي شجرو پر بنسټ تو تاخېل له اره د پښتنو دغلجيو په ټو لنيز ګروپ او ډلې پورې يوه اړونده قبېله ده او داندړو دقبيلې يو ښاخ ګڼل کيږي (١)٠

دتوتاخېلو دقبيلې خلک دپکتيا ولايت دسيد کرم په ولسوالۍ کې داحمدزيو دقبيلې دخلکوترڅنګ ژوند کوي٠ داسې روايتونه شته چې توتاخېل په لو مړي سر کې دغزني ولايت داندړو په سېمه کې ژوند کاوه، چې وروسته دځينو بېلا بېلو عواملو په وجه دخپلې استو ګنې او سنۍ سيمې ته ليږ ديدلي دي(٢)٠

توتا خيل زړور، جنګيالي ، غير تي ،ميلمه پالو نکي او په پښتو او پښتونولۍ باندې مين خلک دي ٠ د هېواد دخپلواکۍ په دري ګونو جګړو کې يې د پکتيا دنورو پښتني غيرتمنو قبيلو په څېر يې دانګريزي ير غلګرو ځواکونو پر خلاف دوياړه ډکې مبارزې کړي دي او کله چې روسي ښکيلاکګرو او بلو سګرو زموږ په ټا ټوبي ګران افغانستان باندې د وحشت نه ډک بريد وکړ نو دتوتاخېلو دقبيلې شاه زلميو هم خپل هيوادنی رسالت په ښه تو ګه تر سره کړ٠

دتو تا خيلو دقبيلې خلک زياتره خلک دکرنې اومالدارۍ په چارو بوخت دي، خو ځينې يې دسوداګرۍ چارې هم پر مخ بيا يي٠ هغه خلک يې چې دکرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي نو دوی غوايي، غواګانې ،پسونه،وزې او ميږې هم ساتي٠

دتو تا خيلو دقبيلې رواجونه او دودونه کټ مټ دهغو قبيلو په څېر دي چې دوی ورسره ژوند کوي٠ په دوی کې پښتني دودونه او په تېره بيا دجرګې سيستم پياوړی دی او خلک خپلې لانجې دقومي جر ګو له لارې اواروي ٠
ددغې قبيلې ځينې کورنۍ دپکتيا ولايت په مر کز ګردېز او ځينې يې په کابل کې هم استو ګنه لري٠

دتوتاخېلو دقبيلې مشهور شخصيتونه :
دتوتا خېلو قبيلې په خپلې غيږ کې ځينې نامتو شاعران،استادان او دعلم او پو هې لارويان روزلي دي چې دځينو نومو نه يې په لاندې ډول دي:
١- دکابل دپو هنتون استاد ښا غلی پو هندوی نسيم ګل تو تاخېل
٢- دکندهار دپو هنتون رئيس ښاغلی ډاکټر حضرت مير تو تاخيل(٣)

د١٣٥٤ لمرېز کال دسر شميرنې له مخې دپکتيا په ولايت کې دتو تا خېلو دقبيلې دخلکو شمېر٢٢٣٤٠ تنه ښودل شوي دي چې ښايې اوس به يې په شمېر کې څو برابره زياتوالی راغلی وي(٤) ٠
-------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١- معلومات مختصر درباره اقوام وقبايل سر حدي کشور،٥٣ مخ٠
٢-پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف، ١٩٠ مخ دپېښور ددانش چاپ٠
٣- دتوتا خېلو دقبيلې په اړوند زما شخصي يا دداښتونه
٤-پښتني قبيلې، ١٩٠ مخ٠