فتوی نمبر(۸۴) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد داؤد .
ځما پوښتنه د محترم مولوي صاحب څخه داده چي کله عيسی عليه السلام مځکی ته راکښته سي نو هغه به په څلورو مذاهبو کښي د کوم مذهب اتباع کوي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
په «درمختار» (ص ۴۲) کښي چي پر حاشيه باندي د ردمحتار دئ داسي راغلي دي چي عيسی (عليه السلام به ځموږ د امام أعظم أبوحنيفه (رحمه الله) د مذهب مطابق حُکم کوي ، خو صاحب د «ردمحتار» په مذکوره صفحه کښي ذکر کړيدي چي صاحب د دُرمختار پدې خبره کښي د قُهستاني تابعداري کړېده ، او ښايي دا خبره دي دوۍ له هغه څخه أخذ کړې وي کوم چي أهلِ کشف (يعني اوليآء کرامو) ويلي دي چي نور درې سره مذهبونه به ختم سي او د امام أعظم مذهب به لا باقي وي .
امام شعراني په «ميزان الکبری» کښي ذکر کړیدي چي أطوَل د مذهبو مذهب د امام أبوحنيفه دئ ، او و هغه ته نژدې بيا مذهب د امام مالک دئ ، او وهغه ته نژدې بيا مذهب د امام شافعي دئ ، او و هغه ته نژدې بيا مذهب د امام أحمد دئ ، او تر ټولو أقصَر او ډير کوتاه د «داؤد ظاهري» مذهب دئ .
نو لکه څنګه چي مذهب د امام أبوحنیفه اول د مذاهبو مُدَوّنه و دئ ، دارنګه اخير د ټولو مذاهبو به هم د امام أعظم مذهب وي ، خو صاحب د ردمحتار وروسته بيا په مذکوره صفحه کښي دا خبره رد کړېده ، او ويلي يې دي چي پر دې باندي هيڅ دليل نسته چي عيسی (عليه السلام) به د امام أعظم مذهب چلوي ، همدا وجه ده چي امام سيوطي ويلي دي چي دا خبره چي کيږي چي عيسی (عليه السلام) به په یو مذهب د څلورو مذهبو سره حکم کوي باطله او بې أصله ده ، او څنګه به په يو نبي باندي داسي ګمان وکړ سي چي دَئ دي د يوه مجتهد مُقلد سي .
والسلام ومن الله التوفیق