فتو ی نمبر(۸۷) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : راحـــــــــل .
د ميني او احترام نه ډک سلامونه محترم مولوي صاحب تاته او د بينوا ټولو کارکونکو ته :
ځما يوه پوښتنه داده چي ايا په نفلي لمانځه کښي هم سجده سهوه سته ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! سجده سهوه خو د واجبو په پرېښوولو يا په تاخير د فرضو سره واجبيږي ، او فرض او واجب لکه چي په فرضي لمانځه کښي سته په نفلي لمانځه کښي هم سته .
دا اشتباه چي په نفلي لمانځه کښي به سجده سهوه نه وي له دې وجي کله و يو چا ته ورپيدا سي چي يو نفلي لمونځ خو پخپله نفل دي نو په ده کښي به فرض او واجب له کومي خوا وي ؟ خو دا اشتباه بېځايه ده ؛ ځکه چي نفلي لمونځ خو هم صحت غواړي ، نو د صحت دپاره يې هم فرض سته او هم واجب ، او ځموږ د امام أعظم په نزد خو چي څرنګه په نفلي لمانځه کښي شروع وکړه سوه نو له شروع سره سم دغه نفلي لمونځ پر سړي باندي فرض ګرځي .
(وفي فتاوی الهندية ج ۱ ص ۱۲۶ باب سجود السهو :«وحکم السهو فی الفرض والنفل سوآءٌ ، کذا في المحيط» / وقال ابن النجيم في البحر الرائق ج ۲ ص ۹۱ : «فان سجود السهو في مطلق الصلوة ، ولا يختص بالفرائض ) .