په مسجدحرام کي دنبیانوقبرونه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43594
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-18

فتو ی نمبر(۸۹) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   : عبدالفتاح  .

 

محترم مولانا أبوالفضل صاحب  ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله ده چي سلامونه مي قبول کړۍ  .
پوښتنه مي داده چي په مسجد حرام کښي څونه نبيان ښخ کړه سويدي  ؟ داپوښتنه ددې دپاره کوم چي و مسلمانانو ته پدې باره کښي معلومات وسي ، نو بيا چي دوۍ وکعبې شريفي ته ورځي نو ددغو مبارکو نبيانو د زيارت لحاظ به هم ورسره وي ، چي دا به د نور زيات أجر سبب ورته ګرځي  !!
 خدائ مو دروغ صحت خاوندان لره !

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
په ځينو روایاتو کښي راغلي دي چي و کعبې شريفي ته نژدې پر شاوخوا د کعبې باندي د درو سوو (۳۰۰) نبيانو قبرونه موجود دي ، صرف له رُکنِ يماني څخه  بيا تر حجر أسود پوري د (۷۰) نبيانو قبرونه دي ، په حطيم شريف کښي تر «ميزابِ رَحمت» لاندي د حضرت اسماعيل (عليه السلام) او دده د مبارکي مور حضرت هاجر (رضي الله عنها) قبرونه دي .
د حضرت هود ، صالح او حضرت شعيب (عليهم السلام) قبرونه هم د رُکنِ يماني او د حجر أسود په منځ کښي موجود دي ، او داسي روايت هم راغلئ دئ چي په منځ کښي د مقام ابراهيم ،او حجرأسود او د زمزم د (۹۹) نبيانو قبرونه موجود دي  .

په دې اړه د «أنسانُ العيون ج۱ ص ۱۵۴» دغه لاندي عبارت وګورۍ ! :
و جآء أن بين المقام والرکن والزمزم قبر تسعة وتسعين نبيا ، وجآء أن حول الکعبة لقبور ثلثمائة نبي ، وأن مابين الرکن الیماني الی الرکن الأسود لَقبور سبعين نبيا ، و کل نبي منَ الأنبيآء اذا کذبه قومُه خرج من بين أظهُرهم و أتی مکةَ يعبدالله عزوجل بها حتی يموت ، و جآء ان ما بين الرکن الیماني و الحجر الأسود روضة من رياض الجنة ، وأن قبر هود و صالح و شعيب و اسماعيل (عليهم السلام) في تلک البقعة ، أقول ویوافق ذلک قول بعضهم أن اسمعيل (عليه السلام) دفن حيال الموضع الذي فيه الحجر الأسود ، لکن جآء أن قبر اسمعيل في الحجر ، وذکر المحب الطبري أن البلاطة الخضرآء التي بالحجر قبر اسمعيل عليه السلام انتهی  .  

والسلام ومن الله التوفیق