دچيچنيادخپلواکۍ مبارزه څه ډول په سخت دريځي بدله شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43618
مجاهد پښتون
دخبریدو نیټه : 2011-04-20

د ليکونکي يادښت:

چيچنيا چې يو وخت د شوروي اتحاد برخه وه په افغانستان کې د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د ګڼو نورو هيوادونو په څير په نوموړې سيمه کې هم د خپلواکۍ خوځښتونه لاولاړ او د چيچنيا د لمړي مشر جوهر دوداييف په مشرۍ بريالي شول . که دلته د چيچنيا په هکله څه ليکو نو تر اصلي ليکنې د چيچنيا په هکله معلومات زياتيږي خو دغه ليکنه چې ما ژباړلې په يوه داسې ويبپاڼه کې نشر شوى چې د چيچنيا په اړه ليکنې او خبرونه خپروي .

لدې امله چې دې ليکنې په زړه پورې مطالب لرل او هم د چيچنيا د هغه حالت چې پدې ليکنه کې انځور شوى د افغانستان د هغه حالت سره يو څه ورته والي لري کله چې په افغانستان کې مجاهدين واکمن شول او يا بيا وروسته په هيواد کې د طالبانو نظام ټينګ شو خو هغه مهال لکه چې نړيوالو د چيچنيا څخه مخ ګرځولى ؤ د افغانستان څخه يې هم مخ وګرځولو او د افغانستان حالت ورځ تر بلې مخ پر خرابيدو شو.

د چيچنيا په اړه دغه ليکنه ستاسې په مخ کې ده .


چيچنيا يا د ايشکيريا جمهوريت د قفقاز د غرونو په منځ کې موقعيت لري ، د روسيې د امپراتورۍ پر ضد پرله پسې  جګړې د چيچنيا د تاريخ مرکزي ټکي جوړوي ، چيچنيايان هيڅکله ندي ارام شوي ، حتي هغه مهال هم چې روسيه شوروي اتحاد ؤ او روسانو د خپل تاريخ تر ټولو وحشي مشر جوزف سټالن درلود.

له همدې امله په نولس سوه او نويمو کلونو کې د چيچنيايانو لپاره د خپلواکۍ د اعلان ښه موقع په لاس ورغله ، يو امريکايي ليکوال (Christopher Panico) د چيچنيا د مبارزې  د پيل په هکله په خورا صراحت سره ليکلي  (په ماسکو کې د نولس سوه او يو نويم (1991) ميلادي کال د اګست د مياشتې د کودتا د سقوط څخه وروسته د چيچنيا خپلواک شوروي سوسيال جمهوريت خپله ازادي اعلان کړه).

د نولس سوه او څلور نوييم ميلادي کال د ديمسبر د مياشتې په يوولسمه نيټه (1994-11-11) نژدې درې کاله وروسته ، د روسيې جمهور رئيس بورس يلسن روسي فوځونو ته د چيچنيا د ايشکيريا د جمهوريت پر لور د خوځيدو امر وکړ څو د چيچنيا مشر معزول کړي يعني جمهور رئيس جوهر دودايوف چا چې د شوروي اتحاد په فوځ کې د بمبار الوتکو د پيلوټ او د هوايي ځواک د يو جنرال په توګه دنده تر سره کړى وه . په يوه خونړۍ جګړه کې چيچنيايانو د نوى روسېې نژدې ټول لښکر له منځه يوړ ، امريکايي ليکوال کرسټوفر وايي  (د جګړې د پيل څخه وروسته د روسيې کمزورو پلانونو  او بې رحمه  فوځ يواځې همدومره وکولاى شول چې چيچنيايي مقاومت او مبارزې ته وده ورکړي  او د تيرو  فشارونو خاطرات  راتازه کړي).

د چيچنيا د مبارزې او مقامت تر شا يواځينى عامل وحشي او بې رحمه ماضي وه ، کله چې چيچنيايان د خپلو ځمکو څخه شړل شوي او شا او خوا درې نيم لکه چيچنيايان وژل شوي و، کرسټوفر (په قفقاز کې نښتې) په نوم  خپل کتاب کې ليکلي  (د سرو لښکرو پر مهال د نولس سوه او څلور څلويښت (1944) ميلادي کال د فبرورۍ د مياشتې په درويشتمه نيټه ټول چيچنيايان په زور سره منځنۍ اسيا ته وشړل شول).

د روسېې د تاريخ په اوږدو کې د روسېې په هره برخه کې د چيچنيايانو سره تبعيضي او توپيري رويه شوې او هغوى ته د تروريستانو په سترګه کتل شوي دي سره لدې چې د هغوى هلې ځلې يواځې او يواځې د ازادۍ او د چيچنيا د خپلواکۍ لپاره وى.

په نولس سوه او شپږ نويم (1996) ميلادي کال کې د دوه يا درې کلونو جګړو څخه وروسته چيچنيايايي جنګياليو د روسيي څخه وګټله او روسيې د چيچنيا خپلواکي په رسميت وپيژندله ، خو وروسته په نولس سوه او نهه نويم (1999) ميلادي کال کې د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوټين په چيچنيا نوې جنګ اعلان کړ کوم چې تر اوسه پورې روان دى ،  داسې بريښي چې د جګړې څخه دمخه او وروسته  بيلا بيل نظرونه او فکرونه وجود لري ، که چيرته پخوا چيچنيايانو د خپلواکۍ تصور درلود ، خو نن ډيرې چيچنيايان په اسلام تکيه کوي بلکه وبه وايو چې سخت دريځه اسلام .

پدې مقاله کې به پدې بحث وکړم چې  نړيوالې ټولنې د چيچنيا د ملي مبارزې په سخت دريځۍ بدلولو کې يو مهم او په چوپتيا سره  له تعصب ډک او يو اړخيزه رول لوبولى ، پدې توګه چې د چيچنيايانو پر ضد يې د بشري حقوقو څخه هر ډول سرغړونې  له نظره غورځولې  او په ورته وخت کې يې په نړيواله کچه  په تروريزم زور اچولى دى .

د خپلو خبرو د ثبوت لپاره  هغه وخت په ګوته کوم کله چې لويديځ په چيچنيا کې پر ګردو پيښو د سترګو پټولو پريکړه وکړ ، لويديځ ښه پوهيده چې د (د ترورزيم پر ضد جګړه-عمليات) د روسانو تش په نامه پيل شوى جګړه بې له نسل کشۍ بله موخه نه درلوده. دا سمه ده چې ځينې خلک به پدې هکله څيړنو کې بې طرفي څرګنده کړي  ولې کله چې دوه نيم لکه چيچنيايي وګړي وتښتول شول ، وزورول شول ، جنسي تيرې پرې وشول ، وسوځول شول او ووژل شول ، دا به ډيره ګرانه وي چې پدې اړه زما د اند او نظريې پر ځاى په سياسي ډګر کې نور تورې او بل تعبير پيدا کړي.

تر ټولو دمخه غواړم  د روسانو د هغه جرمونو په هکله لنډې خبرې وکړم چې په چيچنيا کې يې تر سره کړي دي . د بشري حقوقو د ډاکټرانو يوې ډلې د (نه ختميدونکى وحشت : په چيچنيا کې د جګړې جرمونه(Endless Brutality: War Crimes in Chechnya)) په نوم يو کتاب ليکلى . پدې کتاب کې راغلي ( ((د ملکي او سياسي حقوقو نړيوال تړون (ICCPR)) ،((پر بشري حقوقو اروپايي تړون (ECHR)))  او ((د زورونې ، غير انساني عمل ،  سپکوونکى سلوک او رټنې د مخنيوي په اړه اروپايي تړون (ECPT)))  د روسيې فيدراسيون د دې ادارو غړى او د هغې د اصولو دمراعات قانوني مسئوليت لري).

خو بدبختانه يوې اروپايي ټولنې هم د روس څخه د انساني حقوقو د احترام غوښتنه ونه کړه . سربيره پر دې روسيې د چيچنيايانو پر ضد د بشر د حقوقو ماتولو او خپلو جرمونو ته جريان ورکړ  او په چيچنيا کې د روسيي ځواکونو لخوا د نه اټکليدونکي وحشت له امله اروپايي اتحاديه مجبوره شوه چې د بشر د حقوقو د عملي کيدلو دايره  پراخه کړي.

نوموړى کتاب په يو بل ځاى کې وايي (د نولس سوه او اته نوييم (1998) ميلادي کاله پريکړه په کومه کې چې د بشر د حقوقو لپاره اروپايي محکمې د (ECHR) د تړون د دوهمې مادې  څخه ګټه اخيستل د ژوند تر حقوقو پورې پراخه کړل څو  دولتي مقامات پدې مجبور کړي چې د حکومتي امنيتي قواوو لخوا د وژنو د رامنځته کيدو په وخت کې د حالاتو او شرايطو په اړه جدي او مؤثر تحقيقات وکړي).

اروپايي اتحاديې يواځې په هغه وخت کې د چيچنيا د مسئلې په اړه خبرې پيل کړى چې هغوى په چيچنيا کې د بشري حقوقو څخه د سرغړونو په اړه خبرو کولو ته مجبور کړاى شول او دا هر څه هغه مهال وشول کله چې (خپلواکو سرچينو لکه PHR ، د بشري حقوقو د څار ادارې ، او د بخښنې نړيوالې ادارې په چيچنيا کې د پراخو زورولو د دوام راپور ورکړ ) پدې هر څه له باور کولو وروسته کيدلاى شي د چيچنيا مسئله په نړيواله کچه د زيات بحث وړ ګرځي.

په حقيقت کې  د چيچنيا د ايشکيريا جمهوريت  نړيوالو ادارو ته ډيره توجه کوله او هغوى ته يې په چيچنيا کې د نسل کشۍ په اړه معلومات ورکول. هغوى دا ټول د دې لپاره کول څو دا ثابته کړي چې هغوى د نړيوالى ټولنې سره يو ځاى کار کولو ته چمتو دي ، د چيچنيا د ايشکيريا د جمهوريت دوهم جمهور رئيس اصلان مسخدوف په يوه مرکه کې وويل (د چيچنيا د ايشکيريا د جمهوريت ځواکونه دا اراده څرګندوي چې د جينيوا د کانوانسيون ، پروټوکول او ديپلوماسۍ سره سم عمل وکړي).

د چيچنيا او اروپايي اړخونو د زياتو څرګندونو څخه وروسته هم په چيچنيا کې د اوسيدنکو لپاره د ويرې او نا امنۍ فضا دوامداره پاتې شوه .کله چې روسي حکومت کوښښ وکړ د هغو چيچنيايانو په هکله خبرې وکړي چې د روسيې د خلکو حقوق يې تر پښو لاندې کړي نو اروپايي اتحاديې ځواب ورکړ(دې کې شک نشته چې د چيچنيا پلوه جنګياليو هم يو شمير نړيوال انساني بشري حقوق مات کړي دي . د دوى مشرتابه هم بايد د محاسبې وړ وګرځي خو په پاى کې بايد په زغرده ووايو دا د روسي فوځ لسګونه زره عسکر دي څوک چې د چيچنيا په ځمکه کې په ستره پيمانه د بشر د حقوقو څخه د سرغړونو مسئوليت په غاړه لري او دغه سرغړونې هره ورځ تر سره کيږي).

پدې توګه اروپايي مشرانو داسې وښودله چې نهايي مسئوليت د جمهور رئيس پوټين په غاړه دې . خو نه امريکا او نه هم اروپا داسې يو اقدام  کړي چې په هغې سره په چيچنيا کې د بشري حقوقو څخه د سرغړونو مخه ونيسي . او د دا ډول يو اقدام د اړتيا پر مهال امريکايي او اروپايي مشران غلي پاتې شول.

بل هيڅ نه يواځې چوپتيا.

روسي حکومت پريکړه کړې وه چې په زياتو ځايونو کې به د بشر تر حقوقو پورې تړلي هر څه  له نظره غورځوي. ځکه که چيرته هغوى د بشر په حقوقو سترګى پټې نه کړي نو په چيچنيا کې د نړيوالى ټولنې حضور کولاى شي روسيې ته قانع کوونکي دلايل وړاندې کړي څو روسيه خپل بې نظمه ، مفسد ، او وحشي عسکر تر جدي واک او کنترول لاندې راولي .

له همدې امله مونږ د يوې بلې پوښنې  سره مخ کيږو :ايا نړيوال قانون عدالت نه تعقيبوي؟ او که چيرته داسې ده نو ، ايا بيا کله چې روسي حکومت په چيچنيايي ملکي خلکو بريدونه کوي ، بې ګناه خلک بې د کوم توپير او محاسبې څخه وژني ، يتيمانو او مهاجرينو څخه بې پروا کيږي ، ايا هغوى بايد نور د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه د مرستې توقع او د دې په څير د بل څه هيله ونه کړي ؟

بدبختانه دا يوه بل ډوله قيصه ښکاري او په ځانګړې توګه د چيچنيايانو لپاره بې سارى داستان .

له بلې خوا داسې کومه لاره هم نشته چې د چيچنيا د ايشکيريا د جمهوريت حکومت لدې امله ملامت کړاى شي چې هغوى د نړيوالې ټولنې سره د خپل دولت د جوړښت د اړيکو ټينګولو کوښښ ندې کړى د کوم په اساس چې کيدلاى شي  نړيوالى ټولنې په جګړه کې د چيچنيايانو ملاتړ کړى واى.

په ډيرو برخو کې د چيچنيا حکومت کوښښ وکړ چې د اروپا يوه برخه شي پدې ډول چې هغوى د ارويايي هيوادونو سره  تجارتي اړيکې رامنځته کولى او د اروپايي ټولنې د هرې پريکړې ملاتړ يې کولو . د مثال په توګه (Carlota Gall) او (Thomas De Waal) د (Chechnya: Calamity in the Caucasus –چيچنيا په قفقاز کې يوه بدمرغي) نومي کتاب کې وايي (په نولس سوه او دوه نويم (1992) کال کې جمهور رئيس دودايوف په زړه پورې پلانونه درلودل چې د روسيې په اقتصاد حاوي او ورڅخه مستغني شي او تجارتي معاملات د هيواد څخه بهر تر سره کړي.ان تر دى کله چې په چيچنيا کې اقتصادي حالت خرابه او ويجاړ شو ، هغه بيا بيا د خپل جمهوريت څخه د دوهم کويټ د جوړولو په اړه خبرې کولې .امريکايانو د مسکو د اعتراضونو سره سره په چيچنيا کې د ګټو په هکله خورا زيات تجسس څرګند کړ.

په هر حال ، د  (William Anderson 3) په نوم په مسکو کې د امريکا د سفارت څخه يو تن ولاړ او مريکايان يې بيرته تګ ته وهڅول . خو دې هر څه  جوهر دوداييف د خپلې لارې څخه منعه نه کړ . نوموړي د نولس سوه او دوه نويم (1992) کال د مني په مياشت کې  امريکا ته ولاړ او د يوې اوږدې شپې د بحث څخه وروسته يې د Texan Company EnForce  شرکت سره  د دوه سوه ميليونه ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ.

((اينفورس هغه کمپني ده چې د خامو تيلو او ډالرو په بدل کې د تيلو سامان الات ورکوي او چيچنيا په قفقاز کې په تيلو يو بډاى هيواد دى)).

 همدا راز جوهر دوداييف يو بل تړون هم لاسليک کړ چې له مخې به يې امريکايان په ګروزني کې يو غټ مرکز جوړوي چيرته به چې دوه سوه تنه امريکايي کار کوونکي اوسيږي.

جوهر دوداييف برطانيې ، فرانس او جرمني ته سفرونه وکړل او د دې هيوادونو سره په تجارتي اړيکو ټينګولو کې بريالى شو .اوس  که مونږ دې ته وګورو چې دوداييف چيرته تللى دى نو څرګنده ده  چې هغه د ډيرې اروپايي اتحاديي هيوادونو ته سفرونه کړي دي کوم چې انګلستان ، فرانس او جرمني دي.

د تجارت د تړونونو په کارولو سره دوداييف لږ تر لږه دومره کړي وه  چې د بهرنيو هيوادونو سره يې يو ډول ارتباط پيدا کړى ؤ . خو پداسې حال کې چې د چيچنيا اقتصاد په خپل پيل کې ؤ او  دوداييف د چيچنيا د ګټې په خاطر د تيلو خرڅول پيل کړل نو  په چيچنيا کې  اقتصاد په ناڅاپي توګه پر مخ ولاړ او روسيې دا هر څه د خپلې اتحاديې فيدارسيون لپاره مستقيم خطر وبللو.

په حقيقت کې د چيچنيا د اقتصاد د ښه کيدو او پرمختګ له کبله ماسکو داسې باور وکړ چې د دوداييف د حکومت وروستۍ سلګۍ پيل شوي. کارلوټا ګال او توماس ډي وال په خپل کتاب کې ليکي (د نولس سوه او څلورنويم (1994) کال د اګست په مياشت کې چيچنيا يو افسانوي بادشاهت وګرځيد ، وسله والې ډلې په هيواد کې ګرځيدلې ، هيڅ ډول ثابت سرحدونو ، پولو او کرښو  وجود نه درلود.

دا هغه وخت ؤ چې د روسيې حکومت جوهر دوداييف د چيچنيا د يو غير مشروع او غير قانوني مشر په توګه پيژندلى ؤ نو له همدې امله روسيې  نه غوښتل چې د چيچنيا بشپړتيا په رسميت وپيژني . او د ليکونکي د وينا تر مخې په چيچنيا کې هر يو د دې لپاره وسله وال شوى ؤ چې د روسانو څخه د چيچنيا بشپړتيا خوندي کړي .په همدې وخت کې د چيچنيا وحشي او بې رحمه اشغال هم پيل شو.

له بلې خوا اروپايي اتحاد او د امريکا متحده ايالاتو څه وکړل؟ داسې هيڅ هم نه چې روسيه د چيچنيا د مداخلې څخه منعه کړي په کومه مداخله کې يې چې ټول نړيوال قوانين مات کړل .حتى ناټو  چا چې هغه مهال په بلقان کې جګړه کوله هم د روسيې سره پدې  موافقه وکړه چې چيچنيا د روسيې د فيدراسيون کورنۍ ستونځه ده .

 (Peter van Ham) او (Sergei Medvedev)په خپل هغه کتاب کې چې د کوسوو څخه وروسته يې د اروپايي هيوادونو د امنيت نقشه پکې کاږلې  داسې اشاره کړى ده (ناټو اعلان وکړ چې په سيمه کې د ناټو د سلطې ، واک او اثر لپاره هيڅ بالقوه رقيب وجود نه لري ....او د ناټو غړيو هيوادونو ته هيڅ خطر ندې موجود ) .سره لدې چې ناټو په کوسوو کې د هماغو دلايلو له امله جنګ کاوه د کومو له کبله چې په چيچنيا کې پيل شوى ؤ يعنى د خلکو امنيت او د خلکو د حقوقو ساتنه .

که د کوسوو په اړه خبرې کيږي نو د امريکايانو او اروپايي اتحاديې لپاره چيچنيا يو مضبوط دليل درلود چې بايد ساتنه يې شوى واى . خو لکه څرنګه چې (Peter) او (Sergei) ويلي (د چيچنيا په اړه ځينې حالات بدل شول ، روسيې يواځې د جګړې په ډګر کې د چيچنيا لمړى جنګ نه ؤ بايللى ، بلکه معلوماتي جګړه يې هم بايللى وه .

د وارخطا فوځ ، بې معنى ورانۍ او د روسي عسکرو مسخه شويو جسدونو انځورونو د عامو روسانو په ذهنونو کې د جګړې ضد تصور زيږولى ؤ ، چې په نتيجه کې دى ډول دلايلو  په نولس سوه او شپږ نويم (1996) کال کې په (Khasavyurt) کلي کې اور بند ته لاره هواره کړه _دغه سيمه د داغستان سره په پوله د چيچنيا يو کلى دى ).

زه فکر کوم چې د اروپايي اتحادېي او امريکا لپاره بايد همدومره دلايل بس  واى چې د چيچنيا او روسيې په جګړه کې يې مداخله کړې واى  او د دواړو خواوو څخه يې موقت اور بند اعلان کړي واى . خو داسې ونه شول بلکه په همدې موده کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورى د دوه (1199) او (1203) لمبر قراردادونو لپاره رايه ورکړه څو د کوسوو د خلکو  حقوق خوندي کړي . (د دې لپاره چې نور هم سمه وي _د البانيانو د خوندي کولو لپاره) او په عين حال کې د چيچنيا مسئله يو ځل بيا له نظره وغورځول شوه.

په کوسوو کې د امريکايي جګړې او په چيچنيا کې د روسي جګړې تر منځ يواځينې فرق همدا ؤ چې : امريکا ويل (مونږ د بشر د حقوقو څخه ساتنه کوو) او په روسيه کې (پوټين همدا خبره کوله). خو په حقيقت کې دا ښه روښانه وه چې روسيې په چيچنيا کې  په اصطلاح د خپلې امپراتورۍ د ساتنې او خوشحالۍ لپاره په پراخه پيمانه د بشر حقوق تر پښو لاندې کول . په هر حال ، که چيرته مونږ چيچنيا او کوسوو ته وګورو ، نو د اروپايي اتحاديې او ناټو لپاره دا تر ټولو حق پر جانبه وه چى بايد د چيچنيا مرسته يې کړى واى.

د يو دليل په اساس : د شوروي اتحاد تر ړنګيدو وروسته د روسانو تر مداخلى (19990-1994)او د لمړي او دوهم جنګ په منځ کې (1996-1999) چيچنيا نژدې د اوه کلونو لپاره خپلواکه پاتې شوه خو په عين حال کې کوسوو د يو کال لپاره هم خپلواکه نده پاتې شوى .( Peter van Ham) او (Sergei Medvedev) په خپل کتاب کې دې ته اشاره کړې او ويلي يې دي روسيې ونه شول کولاى چې په چيچنيا کې خپل حکومت مستحکم کړي خو له بلې خوا سربانو په کوسوو کې وکولاى شول خپل حضور ته دوام ورکړي.

يو بل په زړه پورې  نظر وايي چې چيچنايانو کولاى شول د کوسوو د خلکو څخه په زيات امنيت کې واوسيږي : (د دواړو ډلو تر منځ مقايسې په ترڅ کې څرګنديږي چې د تاوتريخوالي اندازه په کوسوو کې د چيچنيا څخه ډيره زياته وه ).

په ډيرو مواردو کې امريکا او اروپايي اتحاديې چيچنيا له نظره وغورځوله ، کارلوس او توماس په واضحو ټکو کې ويلي چې چيچنيا د لويديځې ټولنې لپاره د ډير څه معنى نه درلودله هغوى په  خپل راپور کې وايي  (د لويديځ لپاره ، چيچنيا د روسيې د لمړيتوبونو د لست په وروستۍ برخه کې ځاى لري او نه بايد د  چيچنيا لپاره هغه حساس ارتباط چې د ناټو د انبساط او پيچلي داخلي سياسي حالت له امله  رامنځته شوى يو ځل بيا بې انډوله کړاى شي ).

خو د ټولو نړيوالو ټولنو د غفلت او بې خبرۍ سره سره  چيچنيايي مبارزينو يواځې او يواځې د خپلواکۍ لپاره جګړه پر مخ بيوله د کتاب مصنف په يو بل ځاى کې وايي (کله چې مسکو يو ځل بيا د ځمکنۍ بشپړتيا شعار تکرار کړ چيچنيا د خپلواکۍ شعار تکرار کړ. خو په حقيقت کې مسئله د يوې اوږدې مودې لپاره د ځپل شويو خلکو د ازادۍ او بشري حقوقو وه .د اقتدار اعلى  او يا  خپلې پريکړې  د فارمولې په استعمالولو سره د رغوونکي مصلحت لپاره خورا زيات امکانات او مواقع موجود وه).

د حيرانتيا ځاى دى سره لدې چې د (1994-1996) چيچنيا لمړى جنګ چيچنيايانو د روسيې څخه وګټلو خو بيا هم د لويديځ د غفلت سره مخ شول .کارلوټا ګال او توماس ډي وال ليکي (چيچنيايان د خپل تاريخ  او دا چې دوى څوک دي د نړۍ په کچه د لاپرواهۍ سره مخ شول).

ډير کرته د جګړې پر مهال د چيچنيا په هکله په راپورونو کې چيچنيايان په يو طرف کې ايښودل شوي وه ، او د هغوى اهميت په سياسي بقا کې يواځې يو عامل ته راکم کړاى شوى ؤ .خو په حقيقت کى له ډيرو اړخونو څخه د دوى داستان يو بې ساري داستان دى : له چيچنيايانو سوا بل هيچا هم په سمه توګه د ماسکو څخه د ازادۍ د تر لاسه کولو د ادعا کوښښ قدرې هم ندې کړى ).

په لمړي جنګ کې ، جوهر دوداييف ډير نه باوريدونکي کارونه تر سره کړل ، هغه د روسيې ناوړه او شرير فوځ دې ته چمتوکړ چې د چيچنيايانو پر ضد وجنګيږي . له بلې خوا چيچنيايانو د جګړې په پيل کې څو سوه تنه ښه روزل شوي جنګيالي درلودل . دوى نه يواځې دا چې د نوي کال په ماښام (1994) د ګرزني (د روسيې پلازمينه) د نيولو په کوښښ کې د روسي بريد کوونکو ډيره برخه له منځه يوړه ، بلکه هغوى د ښار نيول د څو مياشتو لپاره وځنډول او په پاى کې يې نور حيرانوونکى کار هم وکړ ، چې ګرزني يې ونيوله.

کارلوټا او تاماس چيچنيايان داسې راپيژني (په ډيرې حيرانتيا سره د چيچنيايانو يوې وړې ګوريلايي (چيريکي) ډلې کومه چې د  (ياغيانو ډله) په نوم له منځه وړل شوى وه ، روسي فوځ  په ګونډو او په شاتګ ته مجبور کړ).

په دوهمه جګړه کې چې د نولس سوه او نهه نويم (1999) کال په پاى کې پيل شو چيچنيايان په بشپړه توګه يواځې پريښودل شوي وه . اروپايي اتحاديه او امريکا له سترګو پناه شول او د چيچنيايي مبارزې د ملاتړ په لړ کې يې هيڅ ګام پورته نه کړ .بل پلو روسيه سره لدې چې په لمړۍ جګړه کې په خپلو تيروتنو پوهيده يو ځل بيا د پخوانيو څخه زياتو وحشي ځواکونو سره چيچنيا ته راغله .کارلوټا او تاماس د چيچنيا د مسئلې په حق کې د امريکا د غفلت په هکله وايي چې هغوى له تعصبه ډکه لوبه لوبوله (لويديځ په لويه کچه چيچنيا له نظره وغورځوله او د هغې سره يې د روسيې د داخلي ستونځې په توګه سلوک وکړ ،  همدا هم يو علت ؤ چې له کبله يې د جګړې اوږدولو ته اجازه ورکړل شوه ، همداسې وشول) او اوس هم همداسې کيږي.

د يادونې په توګه بايد ووايو  ، دغه جنګ اوس هم دوام لري خو په جلا او مختلفو طريقو سره . چيچنيايي باغيان پوهيږي چې دوى بايد او که نه بايد په اصطلاح پر (نړيوالو ټولنو) باور وکړي .تيرو وختونو مونږ ته وښودله چې د ناټو او اروپايي اتحاديې لخوا د چيچنيا مسئله څومره يواځې پريښودل شوې وه. او په چيچنيا کې اوسنۍ جګړه يواځې د فيدرالي روسيې د وحشي ځواکونو د ناوړه کړنو يوه برخه انځوروي.

د چيچنيا او روسيې په دوهمه جګړه کې د چيچنيا دوهم جمهور رئيس اصلان مسخدوف اعلان وکړ که چيرته روسيه په چيچنيا باندې خپل تيرې ونه دروي نو دوى به د روسيې په سرحدونو کې جګړه خپره کړي. روسي حکومت د هغه د دې اعلان پورې خندا وکړه  او بيا (Richard Sakwa) په خپل کتاب (PUTIN: Russia choice) کې وليکل (هغه مهال چې په چيچنيا کې فوځي ځواکونه کم کړاى شوي وه خو له بلې خوا د ګڼو فوځي تمريناتو په ملتيا په شمالي قفقاز کې په ډير شمير سره زيات کړاى شوي وه).همدا هغه نقطه وه په کومه کې چې د روسي اشغالګرو پر ضد د چيچنيايي مقاومت او مبارزې سخت دريځي پيل شوه.

خو بيا هم اصلان مسخدوف په خپله يوه مرکه کې وويل (زه په پوره معنى باوري او مطمئن يم پوټين په ريښتيا سره د هغه څه څخه ډير ليرې دې چې نن په چيچنيا کې روان دي).هغه داسې استدلال کولو چې امنيتي ځواکونه د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوټين ته غلط معلومات ورکوي ، مسخدوف داسې وړانديز وکړ که چيرته هغه او پوټين مخ په مخ ملاقات وکړي نو هر څه به حل  شي. مسخدوف وويل (که چيرته مونږ وتوانيږو چې د خپلو مخالفينو (روسي مشران) سترګې پرانيزو امنيت تامينيدلاى  شي ).

د چيچنيا ستونځه په خپله په چيچنيا کې حل کيدلاى شوه .مګر روسانو اصلان مسخدوف ووژلو او د ستونځې د حل يوه لاره يې بنده کړه . او په چيچنيا کې د جګړې دوام د شمالي قفقاز په ايالتونو کې يواځې د چيچنيايانو بغاوت ته وده ورکړه .

اوس ، د چيچنيا مبارزه په سخت دريځۍ کې ډيره ليرې تللى ده چې علت يې د روسيې د نوې پاليسۍ له مخې  د ستونځې د چيچنيايي  کول دي ، او که په لنډه توګه ووايو نو د (چيچنيايي) کولو د لفظ معنى دا ده چې د چيچنيا جنګ د چيچنيايانو په منځ کې خپرول .

(Ulric R. Nichol) د روسيې او ختيځې اروپا پر سياست او اقتصاد د ليکنې په ترڅ کې ليکلي دي چې د روسي چارواکو لخوا د چيچنيايي باغيانو شمير د دولس سوه  او دوه زرو تر منځ جنګيالي تخمين شوى دى . اوسمهال دوى په وړه کچه په وسله والو بريدونو او بمونو کې ښکيل دي ، چې پدې کې په روسي عسکرو انتحاري بريدونه هم شامل دي.

که د انتحاري بريدونو په اړه وغږيږو ، دا ډيره مهمه ده چې انتحاري بريدونه او انتحاريان په سمه توګه وپيژندل شي . دا اسانه نده چې يو څوک ځانوژنه وکړي . خو که چيرته يو څوک وګوري چې روسي عسکرو څنګه د هغوى ميرمنې ، خويندې او مور ګانې مړى او جنسي تيري يې پري وکړل ،زه فکر کوم چې هغه به د غچ څخه غير په بل څه  فکر ونه کړي .

 (Cindy D. Nees) يو کتاب وليکلو چې نوم يې د (Female Terrorism and Militancy) .سينډي پدې کتاب کې په جنګ جګړو کې د ښځو د ښکيلتيا په اړه ډيرې خبرې کړي دي . نوموړى په ماسکو کې د چيچنيايانو لخوا د يو تياتر  (سينما) د نيولو په اړه خبرې کوي ، سينډي مونږ ته د ښحو په اړه ډير څه وايي او راښيي چې د هغوى په اړه بايد څه ډول احساس وکړو . سينډي داسې وايي (چيچنيايي ميرمنې د د خپلواکۍ او الله لپاره د جګړې سره يو ځاى شوي).

د دوه سوه او پنځوس تنو يرغمل شويو کسانو د وژلو د عملياتو څخه وروسته روسي ځواکونو په ټياټر کې چيچينيايي ميرمنه پداسې حال کې ووژله چې هغه اوده وه . سينډي د هغه حقيقي انځور په اړه چې په ټياټر کې يې ليدلې داسې وايي (د دوى د مړو جسدونه د نړۍ په کچه په ټلويزيونونو وښودل شول) .(پر بمونو د سمبالو  ښځو انځورونه د دوى د مړو نيمو جسدونو سره نښلول شوي ډير ډرامايي وه ، شاته يا لاندې زوړند سرونه ، وازې خولې او په مخونو يې کم تور څادرونه پراته وه.

څلور ميرمنې پداسې حال کې د (Dubrovke) د تياتر په سرو بخملي چوکيو پرتې وې لکه په يو ارام خوب چې ويدې وي ، خو په حقيقت کې هغوى مړى وى . ډيرو يرغماليانو وويل چى بريدګرو ميرمنو ورسره په ښه لهجه خبرې کړى وى ، او دوى د عادې ښځو غوندې سلوک کولو. سوال دا دى چې دغه ځوانې  ښځې څه شي د خپل ځان قربانۍ ته ولمسولى؟ پدوى کې زياتره هغه کونډې وې چې ميړونه يې په بغاوتي جګړو کې د روسي عسکرو لخوا وژل شوي وه .دوى داسې احساس وکړ چې د بايللو لپاره نور څه نه لري ، وروسته لدې چې خپل ميړه ، ورور ، پلار ، زوى او ژوند يې له لاسه ورکړ).

ډير مثالونه موجود دي چې د سخت درځي باغيانو په اړه ورکړل شي څوک چې د چيچنيا او د خپل مسلمه حق  (ازادۍ) لپاره جنګيږي .خو اوس ، د تيرو تجربو له کبله بې لدې چې د يو چا مرسته وغواړي خپله مبارزه پر مخ بيايي، تيرې تجربې هغه وې کله چې چيچنيايانو خپل دوه نيم لکه تنه له لاسه ورکړل خو په نړۍ کې هيچا د هغوى د مبارزې په ملاتړ هيڅ هم ونه کړل.

د دې لپاره چې خپل بحث راغونډ کړم نو د روسيې ليوني سياست ته به وګورو . (Ulric) په پوټين  او د روسيې په سياست اعتراض کړې او پوښتنه يې کړې چې  ولې پوټين په منځني ختيځ کې د حماس او ايران څخه ملاتړ کوي خو په چيچنيا کې  تش په نامه اسلامي تروريزم باندې په قهر دى ؟ داسې بريښي چې روسيه په خپل هر کار کې بې ربطه او متضاده ده .

د ټولو هغو دلايلو په رڼا کې چې ما مخکې وويل غواړم ووايم چې د  غفلت ، چوپتيا ، تعصب او د چيچنيايانو په باور چې بايد خپلواک و اوسيږي د چيچنيا ملي مبارزه د همدې علتونو له کبله او پدې ډول سخت دريځۍ ته ولاړه.

د روسيې غلط سياست دروپيژنو يو څه زيات معلومات پدې ډول دي : روسيې پريکړه وکړه چې په چيچنيا کې د روسانو ګوډاګى مشر انتخاب کړي  ، او په حققت کې يې و هم کړل.  تش په نوم انتخابات يې تر سره کړل . د روسي سرچينو له مخې انتخاباتي کميسيون په انتخاباتو کې د رايې ورکولو وړ  (569000) تنو له منځه د يو سل او درې اعشاريه پنځه فيصده زياته اندازه ورکړه.

اخيري سوال دا دى ، څه ډول چيچنيايي ملکي وګړو وکولاى شول خپل مشر انتخاب کړي پداسې حال کې چې د چيچنيا زيات خلک د چيچنيا څخه بهر اوسيږي او پداسې حال کې چې يواځې لس فيصده نفوس يې تلويزيون لري او شل فيصده تليفون؟

 زه فکر کوم چې مونږ به دې سوال ته هيڅکله هم ځواب ونه مومو ، فقط په يو صورت کې که چيرته نړيوالې ټولنې ړندې فرض کړاى شي . او څرنګه روس وکولاى شول يو سل او درې اعشاريه پنځه فيصده رايه ورکوونکي تر لاسه کړي خو کيدلاى شي چې دوى به شميره کې د چيچنيا د ځمکې پيشوګانى اوسپي هم  حساب کړي وي.

پاى