څومره عجیبه يې ماذیګره، دا ته چې هره ورځ ځانته ګوښه روان یې ما تر اوسه له تا ندي پوښتلي چې ولې داسې ځانته غلی تیريږې، زما په هکله تاسو مه انديښمن کیږی، دا خو پيښېدونکي وه، چې زه دې هم یوه ورځ تاسو په شان یوازې شم، په هر صورت زه او ته اوس سره یو شان یو ، نه به زه له تاسو پوښتم او نه به تاسو له ما څخه .
ماذیګر : زما خو پدایښت داسې شوی چې تنها دې وم، ولې تاسو خو بیا هغه وخت زما په یوازیتوب خندا کوله کله چې مو خپله غیږه د خپلو ارمانونو د ګلونو ډکه وه، او زما په حال به مو افسوس کولو، نن خو ځکه زه هم اړ یم چې وپوښتم، ولې تاسو اوس پدې حال شوي یاست ؟
زه : تاسو زما په هکله غلط فکر کوی ، زه اوس هم د پخوا په شان یم ، همغه ارمان راسره دی.
ماذیګر : ما هم دا شان فکر ندی کړی لکه تاسو چې وایاست، دا درسره منم چې همغه ارمان درسره دی خو نن د همغه ارمان پوره کیدو هیلې مو مړاوي ښکاري ، ولې ؟
زه : تاسو څه پوه شولی، چې زما هیلې مړاوې ښکاري.
ماذیګر :تاسو به پخوا زما په تلو ډير خواشینې کیدلی، او داسې سوالونه به مو کول چې زه دې زر نه تیریدلی، ولې نن راته هر څه معکوس ښکاري نو همدا وجه ده چې زه نن ستاسو په وجود کې داسې څه محسوسوم ، کوم چې د پخوا سره معکوس دي، نن ماذیګر مو نه هغه خندا په شنډو ښکاري، او نه زما هغو زرینو وړانګو ته ګوری په کومو کې به مو چې پخوا د خپل ارمان تصویرونه کتل.
زه : ګوره انسان په یو حال نشي پاتې کیدلې، په یو حال هغه زورور ذات دی کوم چې مونږ او تاسو يې ټول پيدا کړي یو، رښتیا نن مې طبیعت له سهاره سم نه وم،او ښه احساس مې نه کولو.نو همدا وجه وه چې نن ما ستاسو په شان یوازیتوب خوښ کړو
ماذیګر : ستاسو د طبیعت خرابی وجه ؟
زه : فکر کوم دا په تاسو پورې اړه نلري .
ماذیګر : هغه وخت در په یاد کړه کله به مو چې زه له څنګه تیریدم او تاسو به زما په حال خندا کوله، هغې تاسو پورې څه اړه درلوده ؟ هیڅ اړه يې هم نه درلوده ، هغه وخت تاسو په یوه موقف کې وی.
زه : شاید چې ما نه به هغه وخت سهوې او غلطی شوي وي، نو اوس تاسو هم زما سره خپل ځان یو شان کوی ؟
ماذیګر : نا زه هیڅکله هم نه غواړم چې ستاسو په شان شم، ولې زما موخه دا ده که ما کومه مرسته درسره کولای شوه نو دیته چمتو یم چې تاسو سره یې وکړم.
زه : تاسو ته دې خدای خیر درکړي، خو زما سره تاسو هیڅ مرسته نشی کولای.
ماذیګر : تاسو خو يې ځل ووایاست .
زه : ګوره ما درته وویل چې تاسو هیڅ مرسته راسره نشی کولای .
ماذیګر : تاسو زما په سوالونه مه په غوصه کیږی، زه بیا هم درته وایم چې زما موخه تاسو سره مرسته او غم شریکي ده .
زه : تاسو به ما سره څه مرسته وکړی، او څه غم شریکي به راسره وکړی، یو څو لحظې به پاتې شی نوره به لاړ شی، ټوله شپه او ورځ به ارام وکړی، سبا ته به بیا همداسې په ناوخت کې راشی، او بیا به همدا لوبه تکرار کړی او بیا به لاړ شی ، تاسو هیڅ مرسته هم زما سره نشی کولای .
ماذیګر : سمه ده مه يې وایه ، زه به درنه لاړ شم ، خو ارمان به وکړې.
زه : د څه شي ارمان به وکړم .
ماذیګر : دا چې ما ته خو به مو ویلي وای .
زه : تاسو ته د ویلو به ارمان وکړم، هیڅکله به هم دا ارمان ونکړم، که تاسو په رښتیا سره هم داسې څه د لاسه پوره وي، نو ورشی له هغوی څخه وپوښتې، چې ولې يې داسې وکړل.
ماذیګر : هغې تاسو سره څه کړي.
زه : ورشی دا پوښتنه له هغې وکړه.
ماذیګر : د څه شي پوښتنه ترې وکړم، لږ خو مې پرې پوه کړه.
زه : دا ترې وپوښته، چې ده خو پرون زړه درکړی وه ، او نن تاسو ولې کډې باروی ؟