Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
په مزاره شریف کی د واک ته رسیدلو پرسر مبارزه
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43648ژباړه : لیمه غفوريدخبریدو نیټه : 2011-04-21سرچینه : veteranstoday
لیکنه: حنان حبیبزی
ژباړه : لیمه غفوري
د ویټرنز ورځپاڼی یاداښت: (په افغانستان کی د ملګرو ملتونو سیاسی دفتر یوناما په مزاره شریفه کی وروسته له هغه خپل دفتر وتړی چی د روانی میاشتی په پیل کی د جنګ ځپلی هیواد په دغه ارام ښار کی یې پر دفتر د لاریون کوونکو لخوا برید وشو او لږ تر لږه یی اووه کارکونکی ووژل شول.
د پیښی په اړه پلټونکی ډلی تېره اونۍ روښانه کړه چی پر یوناما باندی د برید ترشا د ایران په ګډون د ځینو ګاونډیو هیوادونو لاس وو. دلته حنان حبیبزی د مزاری شریفی سیاسی حالت څیړلی دی:)
بلخ د افغانستان یو ستراتیژیک ولایت دی چی د ازبکستان د پولی پر اوږدو پروت دی، دغه ولایت د لویی ترانزیټی لاری لپاره هغه ور دی چی مرکزی اسیایی هیوادونه له سهیلی هغو سره نښلوی، او د هیرتان کوچنی ښارګوټی بیا دغه ولایت د هغو سیمو سره تړی چی د روسیې تر مخامخ اغیز لاندی دی.
ددغه ولایت مرکز مزارشریف ،د سوداګرۍ او تجارت ښار دی ،دهغه چا لپاره مهمه اقتصادي سرچینه ګڼل کیږي چې دبلخ ولایت کنټرولي.
د۲۰۰۴ راهیسې ،د شمالی ټلوالی پیژندل سوی جنګسالار عطا محمد نور، دمزار شریف ښار کنټرولوي، او له ولسمشر کرزي سره د ژورو مخالفتنو سره سره ددغه ولایت چارې پر مخ بیايي.
سره له دې چی د افغانستان اساسی قانون دولتی چارواکو ته په ولسمشریزو او پارلمانی ټاکنو کی د نظر څرګندولو اجازه نه ورکوی، خو د برحاله والي په توګه په ۲۰۰۹ کال کی هغه د ولسمشر کرزی د کاندیداتورۍ مخالفت وکړی او دهغه د سیال عبدالله عبدالله په ملاتړ یی ټاکنیز کمپاین په لاره واچوی.
په داسی حال کی چی کرزی د نموړی دریځ خوښ نسو او په فساد یی تورن کړ خو محمد نور بیا هم پر خپل ځای پاته سو. خپل ځان يي د شمال د غیري پښتنود ملاتړ پورې وتاړه ، او کرزی د خپل ځان په پرتله هغه چا پورې متکي سو چې ډير نور ته وفادار دي.
لکه لومړی وزیر قسیم فهیم او د کابینې ډیری غړی چی د عطا محمد نور سره په قومی او ګوندی ډول تړاو لری.
عطامحمد نور د مزارشریف ستراتیژیک ښار د چارو واګو ترلاسه کولو لپاره د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پوری په دوامداره توګه د شیعه او ازبک ډلو مشرانو سره جګړه وکړه چی په جریان کی یی په سلګونو ولسی وګړی ووژل سول. نموړی په کابل کی د خپلو سیاسی ملګرو په زور ازبک جنګسالار رشید دوستم او شیعه جنګسالار محمد محقق مات او مجبور کړل چی دغه ولایت (بلخ) پریږدی، او د واک ته رسیدلو سره سم یی په دغه ولایت کی د ازبک او شیعه لږکیو غړی له دولتی پوسټونو څخه لیری کړل.
محمد نور په خټه تاجک او د جمعیت اسلامی ګوند غړی دی. ددغه ګوند مشر تاجک برهاندالدین ربانی دی چی د ایران ټایمز ورځپاڼی په حواله د روسیی سره نږدې اړیکی لری، او باور کیږی چی عطامحمد نور هم له روسیی څخه مالی مرسته ترلاسه کوی.
په نولسوه اتیایمو کلونو کی پر افغانستان د شوروی اتحاد د پوځی یرغل په جریان کی د عطامحمد نور ډلی چی مشری یی د احمدشا مسعود پر غاړه وه د روسانو سره اوربندیز لاسیلک کړ، چی وروسته یی د وسلو او مالي ملاتړ وکاراوو او له دغه اتحاد سره په ګډه يی شوروي ضد نورې ډلې وځپلې ، یو ډول ملکي جګړه چې بیا په نولسوه نیویمو کلونو کی د ډاکتر نجیب د کمونیسټ رژیم تر نسکوریدو لږ وروسته پراخه کړل سوه.له هغه راهیسې د جمعیت اسلامی ډله له روسانو سره نږدې پاته سوه.
روسیه د برهان الدین ربانی د ډلی د هغه هڅو ملاتړ کوی چی په مرکزی اسیایی هیوادونو کی د طالب ډوله سونی اسلام د اغیز مخنیوی کوی.
نن ورځ مزاره شریف د عطامحمد نور تر مشرۍ لاندی د روسانو او جمعیت اسلامی ترمنځ اړیکو په پایله کی د مسکو د اجنډا په یوه ښار او استخباراتی اډه بدل سوې دی. چی په سیمه کی د امریکا ګټو ته یو ستر ګواښ کیدلای سی.
کله چی د ۲۰۰۱ کال په ورستیو کی عطامحمد نور د مزارشریف ښار ته ننوتی، یوه جوړه پوځی یونیفورم یی اغوستی و چی دده یوازنۍ شتمنی وه، خو لس کاله وروسته د هغه رنګه تعمیرونه او شتمنۍ د هغه منتقدینو ته ټکان ورکړی دی.
د هغه سره نږدې کسان چی پخوا یی هیڅ هم نه درلودل نن د سلګونو زره ډالرو سوداګری کوی چی د عامو خلکو د انتقاد او پاریدنی لامل ګرځیدلی دی.
عامه خلک نیوکه کوی چی په دولتی معاش ددونه ډیرو پیسو ترلاسه کول امکان نلری او پوښتنه کوی چی دومره پیسې دهغوی له کومه سوې؟
په مزاره شریف کی د ایران اغیز:
ایران هم د مزارشریف له ښار سره ځانګړې علاقه لری، او ددغه ښار څخه په مرکزی اسیایی هیوادونو کی د خپلی اجنډا د خپرولو لپاره کار اخلی. تهران دغه راز په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیو او ګټو د بې ثباته کولو هڅی کوی.
ایرانی اجنټان (استخباراتی کسان) په دغه ښار کی د کابل په څیر د نقدو پیسو ورکولو څخه کار اخلی. په دغه کار ایران هڅه کوی چی د مزارشریف او کابل ترمنځ د سیاسی لوبغاړو پر میز ځان ته ځای پیداکړی. په هره بیه چې وي ایران کوښښ کوی د افغانستان په دغه ستراتیژیک ولایت کی امریکایی اغیز کم کړی.
پر ولایاتی چارو باندی د مرکزی دولت د اغیز د زیاتوالی په موخه افغان پوځی ځواکونو ته د سیمیز واک لیږدول هم ښاغلی نور په ویره کی اچوی چی هسی نه ولسمشر کرزی په دغه ولایت کی پښتانه ځای پرځای کړی او دده واک په خطر کی ولویږی.
په دغه ولایت کی د پولیسو قومندان، د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر او د استخباراتو ریس پښتانه دی چی د ښاغلی نور نه خوښیږي.
ددې ترڅنګ ایران او روسیه هم اندیښنه لری چی په مزاره شریف کی د پښتنو واک ښایی ددوی ګټی له چلنج سره مخ کړی.
د څو میاشتو راهیسی عطامحمد نور پر یوناما (په افغانستان کی د ملګرو ملتونو سیاسی دفتر) باندی دا نیوکې کولې چی د چارو په اړه د نموړی سره همږغی نلری. او تر دې وړاندی نموړی په دغه ولایت کې نړیوالی خیریه موسسې په کار نه کولو تورنی کړی وې، خو یوناما تل ددغو موسسو څخه دفاع کړې.