سیاسي منډي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43657
عمر عمران
دخبریدو نیټه : 2011-04-21

طنز
سياسي منډ ترړي
يو اته كلن ماشوم سي د يو مجلي په لوستلو بوخت وه خورا ځيرك او هو شيار وه او خپل د ښونځي د درسونو تر څنګ بيه ازاده مطلعه كوله, او سي په همدي ورځ هم ده هغي مجلي په لوستلو بوخت وه كوم سي يه په كورنيو چارو وزارت كي ډګرمن پلار ورته راوړي وه ما شوم د مجلي په لوستلو بوخت وه سي ناڅا په يه مخي ته يوعنوان راغي سي ليكلي ول سياسي منډي ترړي ماشوم سي مضمون تر پايه ولوست او هر څونه يه عقل ورسره وجنګاوه ماغزه يه په ونه رسيدو شايد موضوع به ارومور سياسي وه او د ما شوم عقل خام وه ځكه يه تصميم ونيو سي ياده موضوع له خپل پلار سره شريكه كړي , پلار سي يه يو دولتي چارواكي او دكورنيو چارودوزارت يوه وتلي څيره وه او ټوله ورځ بيه په دنده كي تيروله, نوزوي يه هم په دي ورځ ترماښامه د پلار راتګ ته زړه وخوړ غوښتل يه سي له خپل پلار نه ددي مغلكي پوښتني ځواب تر لاسه كړي هغه وه سي د مازدګر لمر په ډوبيدو وه سي پلار يه له سپين لنډكروزر نه راښكته او خپل كورته داخل شو د سلام اچولو او خپلي كورني دغړوسره له روغبړه ورته يه خپله دړه خولۍ او ښايسته دريشي وويستله او تكيه يه واچوله
ماشوم ځوي سي يه راتګ ته ډير تږى وه سم دواره يه مخي ته ياده پوښتنه كيښوده (پلا ر جانه دا سياسي منډي ترړي څه ته وايي)!؟
پلار سي بيه خداي خبر دورځي دفتر كي څومره كاركړي وي او داسي ښكاريده سي له خپلي دندي هم تنګ راغلي وه نو يه د لږفكركولو ورسته زوي ته وويل افرين زما ګرانه بچيه څومره لايق شوي يي ,  سي اوس دومره غټي غټي پوښتني كوي دا ده مطالعي بركت ده زويه.
نو زويه سياسي منډي ترړي دي ته وايي سي ډيرډير درواغ ويل ,بي ځايه بي ځايه وعدي خلكو ته وركول موخي ته د رسيدو په خاطرخلكو ته غټ غټ غږيدل او كله سي بيا دريښتيا ميدان راشي نو بيا به تښتي او منډي به وهي دي ته وايي سياسي منډي ترړي