دګناهګارانو دپاره دنبي عليه السلام شفاعت .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43673
دارالافتآء أبوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2011-04-23

فتو ی نمبر(۹۹)  . 

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 
مستفتي   : عبدا لهادي

 


اسلام عليكم! محترمو زما سؤال دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم دشفاعت فه باره كي دي . خداي جل جلا له و هرانسان ته دنيك او بد عمل فه عوض كي بدله وركول حتمي ده نو سؤال داده سي د عليه سلام شفاعت دسه فه مقابل كي دي.

والسلام

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
وروره  !  ته په دغه خبره کښي ډېرسخت خطاوتلئ يې چي  دبدعمل په بدل کښي بدله اوعذاب ورکول حتمي  دي .
 داهل سنت والجماعت اودڅلورو امامانو کوم چي اهل السنت دهمدوۍ څلورو له پیره وانوڅخه عبارت دي مسلک دادئ چي یوګناه ګار مسلمان چي مړسي نوداسي هم کېداۍ سي چې دیوچاپه شفاعت سره وبخښل سي اوداسي هم کېدای سي چي الله پاک ئې مفت وبخښي اوداسي هم کېږي چي الله دعمل سزا ورکړي ـ
 دقیامت په ورځ دخدای دمغفرت  اودشفاعت کوونکودشفاعت دروازه تنها اويوازي دکافرانو پر مخ باندي بنده ده او دګناهګارو مومنانو پرمخ باندي دغه دواړي دروازې خلاصي دي ، لکه الله پاک چي فرمايلي دي « ان الله لايغفر ان يشرک به ويغفرمادون ذالک لمن يشاء » اولکه چي په يوبل آيت کښي يې فرمايلي دي « فلاتنفعه شفاعة الشافعين »  اولکه په يومشهور حديث کښي چي راغلي دي چي رسول عليه السلام فرمايلي دي « چي شفاعت زما (يعني دقيامت په ورځ)  خاوندانودلويوګناوو لره دئ  له امت زما څخه ».
 هو ! دوې ګمراه ډلي سته چي ويوې ډلي ته خوارج ويل کيږي اوبلي ډلي ته معتزله دهغوئ مسلک دادئ چي يو سړي مړ سي اولويه ګنا يې کړېوي اوتوبه يې نه وي ورڅخه کښلې نو پر الله پاک باندي لازم  دئ چي وده ته به عذاب ورکوي اودئ به هميشه په دوزخ کښي وي ، خوداباطل اوله اسلام څخه مخالف مسلک دئ ، په پښتو کي يو متل دئ چي پړ هم يوه وراسه لري  نو دغه دوې فاسدي ډلي هم په ځني اياتو اوحديثو دليل نيسي ،  لکه مثلا داقول دخدائ پاک چي « فمن يعمل مثقال ذرة خيرا يره ، ومن يعمل مثقال ذرة شرا يره » .
 خوعلماوو په کتابو کي ددوۍ ددلائلو قطعي جوابونه ورکړي دي ـ
 دآخرت په ورځ  دګناګارانو دپاره نبيان هم شفاعت کوي علماء يې هم کوي کوچني ماشومان اواوليا‌ء دخدائ پاک اوشهيدان هم دګناګارانو شفاعت کوي ، اوداخبري په اياتو اوصحيحو احاديثو سره ثابتي دي ـ
 همدارنګه علماوو ذکر کړيدي چي په آخرت کښي زموږ دنبي صلي الله عليه وسلم شفاعت پر پنځه قسمه دئ :
اول   قسم شفاعت ځموږ د نبي حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) دادئ  ، چي ددې دپاره بې کوي چي دده مبارک په شفاعت سره  د قيامت د ورځي او د حشرګاه د ميدان له هول ، ويري او دبدبې څخه  وخلګوته راحت او ارامي حاصله سي ، او دارنګه په حساب کښي چټکي او تلوار وسي ، وهمدغه قسم شفاعت ته :شفاعت عُظمی او تر ټولو په لوړه درجه شفاعت ويل کيږي ، دغه قسم شفاعت زموږ ترنبي پوري خاص دئ بل څوک يې نسي کولاۍ  .
دوهم قسم شفاعت يې چي هغه هم ځموږ تر نبي (صلی الله عليه وسلم) پوري خاص دئ دادئ چي دده په شفاعت سره به يوه ډله او قوم بې حسابه وجنت ته داخل سي  .
 دريم قسم شفاعت يې دداسي قوم په باره کښي دئ چي هغوۍ د عذاب مستحقين وي ، او د سزا د ورکولو فيصله يې سويوي ، نو ددوۍ په باره کښي به ځموږ نبي او هغه څوک چي د الله خوښه وي شفاعت وکړي  .
څلرم قسم شفاعت د هغو ګنهګارانو مسلمانانو په باره کښي دئ چي دوۍ و اور ته داخل سویوي ، نو دوۍ به ځموږ د نبي اوملائکه وو او د الله تعالی د نورو نيکو بندګانو په شفاعت سره  له جهنم څخه  راووزي او جنت ته به داخل سي   . 
پنځم قسم شفاعت د جنتيانو په حقله دئ ، چي په هغه شفاعت سره به ددوۍ درجې او مرتبې په جنت کښي زياتي او لوړي سي  .
(روضة الطالبين ۷/ ۱۱۳ ، سنن المطالب ۳ / ۱۰۴، الشرقاوي علی شرح التحرير ۲ / ۳۲۰، شرح مسلم للنووي ۳ / ۳۵ )  .
په دې حقله دغه لاندي عربي عبارت وګورئ :
قال العلمآء : الشفاعة في الاخرة علی خمسة أقسام :
اولها : مختصة بنبينا (صلی الله عليه وسلم) وهي : الاراحة من هَولِ الموقف ، وتعجيل الحساب ، وهي الشفاعة العظمی  . ثانيها : في ادخال قوم الجنة بغير حساب ، وهذه ايضا خاصة بنبينا (صلی الله عليه وسلم) . ثالثها : الشفاعة لقوم استوجبوا النار فيشفع فيهم نبینا ، ومن شآء الله تعالی . رابعها  : فيمن دخل النار منَ المذنبين ، فقد جآءت الاحاديث باخراجهم من النار بشفاعة نبینا (صلی الله عليه وسلم) والملائکة ، واخوانهم منَ المؤمنين .  خامسها : في زيادة الدرجات في الجنة لأهلها  .
(الموسوعة الفقهية ج ۲۶ ص ۱۳۲) .

والسلام ومن الله التوفيق .