ته زما مينه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43701
زرلښته حفيظ
دخبریدو نیټه : 2011-04-25

کله چې د خپل خيالونو دونيا کې ډوبه شمه سترګې مې د شينکې اسمان په لوری وي د شنه اسمان په لمن کې  د ګڼوستور مينځ  کې ته راته د سهار سترګه شی  او کله چې  د راکي د غرو لمونو ته سترګې واړومه نو هلته هم ته د شپونکی د شپلۍ اواز او د کوچيانې پيغلې انداز کې د دنګو غرونو تر شا مې سترګوته د لمر په وړانګو کې  اشارې کوی


هره شيبه ته را په ياد  يي لکه چې د کوډګر کوډوکې  زما ټول خيالونه دی ماصره کړيدي کله چې د پسرلي په ننداره کې د طبعيت  ښکلا ګانو  ته ځيرشمه   هلته هم ستا د ښايست جلوې په اشارو وي  ستا د ښايست د رنګينونه ښايسته ګلونه مې  خپل ننداری ته را بولي د سر ګردان ژوند په هنداره کې  تل ستا تصوير ګورمه يو داسی تصوير چې  د مات شوي چوکاټ د شيشی تر شاه زما د ژوند په  هندارې کې   بيا هم ته د نړۍ  په ډير ښايستونو کې  ښايسته ښکاری اوستا ښکلا بی ساری  ښکاري
  هو ته مې روح يي
ته مې د زړه ارمان يي
ما پرتا زړه بايللې
  او ته زما مينه
زما ګران افغانستان يي!!!