خلګ په جنت کښي هم و علماوو ته محتاج دي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43717
دارالافتآء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-04-25

فتوی نمبر  (۱۰۶)  .


مفتي   : 
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتيه  :     مريمه محصله د۱۰جماعت  .

 

ومحترم مفتي صاحب ته اودبېنووټولوکارکونکو ته دزړه له کومي سلامونه وايم وروسته له سلامه زماسوال دادئ چي ايا په جنت کي جنتيان وعلماووته حاجت لري او که یا ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمي خور ! ډيره دقيقه  او باريکه پوښتنه دي کړېده  (فلو لمْ یکنْ مُفتیکِ أباالفضلِ مَا صرتِ أختَ الفضلِ) .
حق علمآء  او  باعمله علمآء  د الله پاک داسي ستر بندګان دي چي هر مسلمان له هغه وخته چي دَئ له مور حخه پيدا سي بيا تر هغه وخته پوري چي جنت ته داخليږي ، او بيا په جنت کښي هم ددوۍ وفيض او برکت ته مُحتاج دئ  .

له حضرت مَعاذ (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي جنتيان په جنت کښي هم و علماوو ته محتاج دي ؛ ځکه په جنت کښي به الله پاک وجنتیانو ته الله پاک وفرمايي چي خواهش وکړۍ ، وغواړۍ کوم شئ غواړۍ ؟ نو دوۍ به پدې نه پوهيږي چي کوم شئ وغواړو او څه ووايو ، نو بيا به دوۍ و علماوو ته مراجعه وکړي ، او ددغي غوښتني دُعا به له علماوو څخه ايزده کړي  .

علامه شکارپوري په «قطبُ الارشاد ص ۴۳» کښي داسي ذکر کړيدي  :
(و لذا رُويَ عن معاذ أن العلمآء يحتاج اليهم فی الجنة ؛ اذ یقال لأهل الجنة تمنوا  ! فلا يدرونَ کيف يتمنونَ حتی يتعلموا الدعآء منَ العلمآء ، ولانه صلی الله عليه وسلم لم یترک خصلة حميدة الا طلبها منَ الله تعالی ولا فعلة ردية الا استعاذ به منها اجمالا وتفصيلا  ) .

 والسلام ومن الله التوفيق  .