دامریکی پلمی او بهانی
دوارساو تړون ړنګیدل دافغانانو په وینه دامریکی واکداران پدی فکرکی شول چه دکمونیزم له ماتی څخه وروسته به جګړه داسلامی نړی په وړاندی شروع کوی .
په پښتو کی متل دی چه وایی (که زه حال نه وایمه ګوډه پښه می حال وایی ) لکه په کوم شکل چه بوش دامریکی تیر ولسمشر به لګیا وه او داسی فکر یی کا وه چه نورڅوک نه پوهیږی نور دصلیبی جګړی اعلان یی وکړ اوباما هم لګیادی چه ما مسلمانان وغولول خبره داسی نه ده نن سباغولول په درد نه خوری اونه دا قومونه غولیږی زموږ لپاره زموږ ملک خلک او ملی ګټی ارزش لری زموږ دوست هغه ده چه لدی بی وزلی قوم سره پدی مشکل وخت کی ددوستی په خالصانه فضا کی داخلاص لاس ورکوی هغه که هریو ملک وی اود لری وی یاقریب خوبی غرضه لاس ورکی اودابی شمیره په میلونو اواره افغانان دهغوی په اخلا ص قانع اوبیرته خپلو کورته راستانه شی زموږ په ملی دینی مذ هبی کلتوری چاروکی لاسوهنه ونه کړی اوددی قوم لدی موجوده احتیاج او بی قرار نا ارام بی سکونه ژوند اوحیات نه غلطه فایده اوچته نه کی لکه دازموږ مسلمان صادق باغیرته ولس چه دنورو ددوستی خیا ل ساتی او دهریو شی احترام یی کوی په دینی او بی دینی کی یی لاس وهنی نه کوی په دغه شان دتقابل احترام او عمل توقعات تری لرو هغه دیموکراسی ازادی او بشر دوستی چه دغرض په بنیاد ولاړه وی او زموږ دکلتور عنعنی دستور مذهب دینی او نورو اساسی برخو اضمحلال او خطره په کی محسوسه کوو هغه ازادی اودیموکراسی او کمک نه غواړو او مردود یی شمیرو (پای فقیر لنګ نیست ملک خدا تنګ نیست ) اوزموږ مشروطه دوستی او مرسته په هرحال کی دمنلو نه ده اوبیا نن سبا خو دامریکی استعمار او استثمار امپریالیستی هری برخی نتایج دی قوم ته معلوم شویدی او هغه داسی چه :
کله هم او چیرته چه داسلا م دبقا لپاره اواز اوچت شی او یا یو مسلما ن غږ وکی ددی ښامار او انسان وژونکی ماشین له لوری په هغه باندی دسیاسی بی مرمی کمیاوی وسلی (د القاعده ملا طالب بنیاد ګرا ټاپی وهل)راپورته کول دملګرو ملتونو په خونه کی دنورو ملګرو په مرسته او کمک راپورته شی او په هغه بیچاره باند ی ډزی پیل کړی او دخپلو استعماری استثماری ملګرو په اوږه ټوپک کیږدی او دتوسعه طلبا نه استثماری استعمار ته ادامه ورکی دملګرو ملتو په خونه کی لدی وجی نه دا اغاز شی چه دجهان له ملامتی نه خلاص او دملکونو لپاره خپل رنګ ته تغیر ورکوی دغه تمساح دزمانی له ایجاب سره رنګ بدل او داسلام دشمنی شمعه پلاس دنورو فریب لپاره دی سازشونو ته قانونی رنګ ورکوی او داکار تل دجاهلانو اوپه نوم مسلمانو په ملګرتیا کوی دهغو په اوږو سپور دمنزل مقصود په لور روانیږی .
په افغانستان او عراق کی یی داچل وکړ بریالی شو اوس دلیبیا وارده سوریه کی یی منګولی خښی کړی ایران ته غاښونه چیچی او دپاکستان لپاره شونډی زبیښی خدای خبردی چه دبل کوم اسلامی هیواد دکور ورانی اوتباهی پلان تیارلری او خپل دی غیر انسانی عمل ته اوهغه جنایات جرمونه مداخلات اومرګونه چه ده پدی پورته ملکونو کی وکړه دیته بیا په ډیره بی شرمانه توګه دیموکراسی وایی ازادی یی بولی اودنورو غلامی او په بل دتحمیلی غله اداری سیستم تحمیلول استقلال بولی دامید واره ښځوشهیدانول دښځو حقوق بولی دماشومانو شهیدانول اوله تنی سره یی افتخاری عکسونه اخستل دما شومانو حقوق بولی فحاشی ته هڅول ازادی بولی چیرته چه خپل مزدور اوتها ڼه دارمستقرکی اوهغه ته دنوروامکاناتوسره سره دمافیا او جاسوسی سیاه باند کی شاملولو ته دقانونی حکومت رنګ ورکوی او بیا په څنګ کی د بی بی سی درواغجنی راډیو له لیار ی افغانان غولوی او هره ورځ دبریتانوی امریکا او ناتو جنایاتو ته پرتوګ وراغوندی .
زه چه نن ورځ ددیمو کراسی تعریف او عمل ته ګورم نفرت می تری راشی داددیموکراسی نوی تعریف او ددی فرهنګ او اصطلاح ایجادبالکل نوی ده اودا تعریف اوتعبیر دامریکا ایجاد ده دا نن سبا داسی ښکاری چه سیاسی مکتبونو تغیر کړی وی هغه پخوانی تعریف او تعبیر پکی نشته دا نوی رنګ ده ددی تعریف اوتعبیر سره هر یوه شی تغیر وکړحتی اخوانیت بنیاد ګرایی ملی ګرایی جهادی مشرانو پرونی تر ټولو متعصب دبنیاد ګرایی سابقه دار ی داعیان اخوانیان دامریکایی رژیم او هریوشی دښمنان چه نن سبا دامریکا په کاسه ناست دی د......په شان په ډیره بی شرمانه توګه په بی حیایی سره او سترګی پټی مړی غوټی لری دهغوی اسلامی دعوت داخوانیت او بنیادګرایی ددروغو دعوی او تر نورو ټولو دخپل پاکی اد عاګانی دخدای او رسول په قانون عمل کولوادعاګانی اوداساختګی ضد امریکایی ضدکفر او الحادی خمار نشه اودا کاذبانه لافی اونور .... دوی چیرته په چاباندی پلورلی دی او په کوم دسترخوان د(حباب اوشراب ) په تماشو اخته دی او هریوددی دسترخوان په صفت سره خپلی ډوډی پریړول غواړی ددوی هغه اخروی منفعت دچا قربانی شو دارګ ارمان چه ویل یا ارګ یا مرګ هم پوره شوی دا ملت نو تر کومه دخپلو شومو ګټو قربانی کوی دا خو هم پوهیږی چه داملت احسان هیرونکی ندی اوغچ هیرونکی هم ندی .
داکومه لوبه وه چه پرون یی مجروح چنیزۍ الفت او داسی نور ی هستی دافغان ملت په تور وژل .
امریکی په ټولو بریدونو کی لمړی په سیاست والو پسی ددروغو ډنډوری جوړی کړی اوبیا یی برید پری کړی اواخر یی دبرید پړه هم پرهمغو هیوادور اچولی دی لکه پخوانۍ یوګوسلاویا افغانستان عراق د سوډان تجزیه او نن هم لیبیا دی سوریه کی هم حالات دبرید لپاره چمتوکو ی امریکه خپل زور پر کمزورو هیوادو معلوموی دشمالی کوریا څخه یی ساړه کیږی دایران لپاره داروپا او عربو اشر ته ضرورت لری .
پای