فتو ی نمبر (108) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : دکتور زرغونه / افغانستان ــ بدخشان .
دافغان اولس متدين اومشفق اوحق پرست اووتلۍ عالم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنواسترمشرته اووټولوکارکونکوته دي زما سلامونه ورسيږي ، دهيوادله پياوړي عالم ابوالفضل څخه زماپوښتنه داده چي چهل خانه په کومو شرعي دلائلوثابته ده اوپه چهل خانه کي کوم اسرار او ګټي دي
.............................................................................. په مينه
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمي خور! چهل خانه او په چهل خانه کښي خلوت د قرآنکريم له اياتو اود نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) له أحاديثو څخه ، دارنګه دده مبارک له عمل څخه رامستنبط سوئ مُثبت عمل دئ ، چهل خانه او په چهل خانه کښي خلوت په اسلام کښي د انسان د ظاهري او باطني اصلاحاتو دپاره يوه ډيره قوي او مُحکمه لار ده ، د الله (جل جلاله) انبياوو خلوتونه کړیدي : حضرت موسی (عليه السلام) څلويښت شباروزه په کوه طور کښي اعتکاف وکړ ، چي له هغه څخه وروسته الله پاک پر ده باندي تورات نازل کړ .
ځموږ او ستاسي پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) هم خلوتونه کړيدي ، په مکه شريفه په غار حراء کښي دَئ مبارک په خلوت کښي ؤ چي د الله پاک له طرفه د قرآنکريم نازليدل پر ده مبارک باندي پيل سو .
په څلويښت ورځو کښي که انسان دغه څلويښت ورځي د خدائ له حکمه سره مطابق په خلوت کښي تيري کړي نو د انسان په باطن کښي يو نوئ تحَوّل او بدلون منځ ته راځي ، د څلويښتو په عدد کښي الله پاک ځانته یو پټ راز او سِر ايښئ دئ ، دمور په رحم کښي نطفه په څلويښتو ورځو کښي تحول قبلوي او يوه ټوټه د ويني ګرځي ، بيا دغه ټوټه د ويني د مور په رحم کښي په څلويښتو ورځو کښي تغير خوري او يوه ټوټه د غوښي ورڅخه جوړيږي ، بيا په دغه يوه ټوټه غوښه کښي څلويښت ورځي وروسته بل قبل قسم بدلون پيدا کيږي .
دارنګه په يوه حديث شريف کښي راغلي دي کوم چي په «درمنثور» کښی يې ذکر سوئ دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي ندئ کړئ یوچاڅلويښت ورځي یو عمل خالص د خدائ (جل جلاله) دپاره مګر جاري کړيدي الله پاک چينې د حکمَت له زړه دده څخه پر ژبه دده باندي .
په يوه بل مبارک حديث کښي راغلي دي چي چا که په ياد کړل څلويښت حديثونه ځما لپاره د أمت ځما په شان اوکارکي ددین دامت زمانو راپورته به کړي دَئ الله پاک (يعني د قيامت په ورځ) فقيه (يعني د فقهاوو او علماوو په ډله کښي بې شمار کړي) او سم به زه ده لره د قيامت په ورځ شفاعت کونکئ او شاهد او ګواه .
د چهل خانې او خلوت فائدې :
پوسه ! چي خلوت خوراډېري غټي فائدې لري چي ځيني له هغوڅخه په دې شرحه دي :
(۱) : په خلوت سره دانسان زړه فراغت پيداکوي دانسان زړه له نوروشغلوڅخه وذکراوفکراووعبادت ته بېغمه کيږي .
(۲) : په خلوت کي انسان ذکر اوفکراوعبادت په اساني سره کولاۍ سي .
(۳) : دخلوت په سبب انسان له ډېرومنکراتوڅخه نجات پيداکوي .
(۴) : دخلوت په وجه دانسان په زړه کي خشوع اوکمېنګي پيداکيږي ځکه انسان چي کله يوازي وي نوخپله ناتواني اوانساني بې بسي اوعجز ورته حاضرېږي .
(۵) : په خلوت کي انسان له بشري مألوفاتو اومرغوباتو څخه جلاکېږي .
لاندي مي قرآني اياتونه او نبوي حديثونه چي د چهل خانې مأخذونه دي درته ذکر کړيدي :
وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (البقرة : 51 ) .
من حفظ علی أمتيْ أربعينَ حديثا في أمر دينها بعثه الله فقيهًا ، وکنتُ له يومَ القيامة شافعًا وشهيدًا (رواه البيهقي فی شعب الايمان / والحديث قال أحمد فيه : هذا متنٌ مشهور بينَ الناس وليس له اسناد صحيح . وقال ابن حجر رويَ هذا الحديث من ثلاثة عشر صحابة ، ولکن لايخلو سندٌ منها من العلة القادحة : تلخيص الحبير : کتاب الوصايا . وقال النووي اتفق الحفاظ علی أنه حديث ضعيفٌ وانْ کثُر طرقه أنظر : الاربعين النووي بشرح ابن دقيق العيد/ وکشف الظنون ج ۱ ص ۵۲ / ولکن الامام السیوطي صححه في الجامع الصغير بشرح فيض القدير ج ۶ ص ۱۱۹ ) .
ماأخلصَ عبدٌ لله أربعين صباحًا الا ظهرتْ ینابيع الحکمة منْ قلبه علی لسانه (الدرالمنثور ج ۲ ص ۲۳۷ تحت تفسير قوله تعالی : «واخلصوا دينهم لله » ) .
عن أنس بن مالک قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) منْ صلی لله أربعين یوما في جماعة يدرکُ التکبيرة الأولی کُتِبَ له برآءتان : برآءة منَ النار و برآءة منَ النفاق (ترمذي : ۱۵۹) .
[ 372 ] أخبرنا أبو عاصم قال زعم لي سفيان قال كان الرجل لا يطلب العلم حتى يتعبد قبل ذلك أربعين سنة (سنن دارمی) .
[ 2091 ] حدثنا محمد بن يوسف عن الأوزاعي قال حدثني ربيعة بن يزيد عن عبد الله بن الديلمي قال دخلت على عبد الله بن عمرو بن العاص في حائط له بالطائف يقال له الوهط فإذا هو مخاصر فتى من قريش يزن ذلك الفتى بشرب الخمر فقلت خصال بلغتني عنك انك تحدث بها عن رسول الله صلى الله عليه وسلم انه قال من شرب الخمر شربة لم تقبل له صلاة أربعين صباحا فلما ان سمع الفتى بذكر الخمر اختلج يده من يد عبد الله ثم ولى فقال عبد الله الله اني لا أحل لأحد أن يقول علي ما لم أقل فإني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من شرب الخمر شربة لم تقبل له صلاة أربعين صباحا فإن تاب تاب الله عليه فلا أدري في الثالثة أم الرابعة كان حقا على الله ان يسقيه من ردغة الخبال يوم القيامة (سنن دارمي) .
4708 - حدثنا حفص بن عمر النمري ثنا شعبة ح وثنا محمد بن كثير أخبرنا سفيان المعنى واحد والإخبار في حديث سفيان عن الأعمش قال ثنا زيد بن وهب ثنا عبد الله بن مسعود قال حدثنا رسول الله صلى الله عليه و سلم وهو الصادق المصدوق " إن خلق أحدكم يجمع في بطن أمه أربعين يوما ثم يكون علقة مثل ذلك ثم يكون مضغة مثل ذلك ثم يبعث الله إليه ملكا ويؤمر بأربع كلمات فيكتب رزقه وأجله وعمله ثم يكتب شقي أو سعيد ثم ينفخ فيه الروح فإن أحدكم ليعمل بعمل أهل الجنة حتى ما يكون بينه وبينها إلا ذراع أو قيد ذراع فيسبق عليه الكتاب فيعمل بعمل أهل النار فيدخلها وإن أحدكم ليعمل بعمل أهل النار حتى ما يكون بينه وبينها إلا ذراع أو قيد ذراع فيسبق عليه الكتاب فيعمل بعمل أهل الجنة فيدخلها " . صحيح (أبوداؤد) .
4324 ( ويهلك المسيح الدجال فيمكث في الأرض أربعين سنة ثم يتوفى فيصلي عليه المسلمون " . صحيح (أبوداؤد).
والسلام ومن الله التوفيق ـ