له نفس دجهادکولوقسمونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43744
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-04-26

 

فتو ی نمبر  (۱۰۹)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي ، ډاکټرفضل الله ]کناډا

علامه ابوالفضل صاحب ته دي زماسلامونه ورسيږي

بيشکه چي ستاسوخدمات دستايني وړدي الله پاک دي درته بيحده اجرونه درکړي

زه يوسوال لرم هغه داچي په اسلام کي له خپل نفسه سره جهادکول څوقسمه دئ ؛   په احترام
ډاکټرفضل الله ]کناډا

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .

محترمه جهاداول وار پرڅلورقسمه د‎ئ : اول جهاد له نفسه سره دئ اودوهم جهاد له شيطان سره دۍ اودريم جهادله کافرانوسره دۍ اوڅلورم جهاد له منافقينوسره دۍ ـ
بياله نفسه سره جهاد په خپل ذات کي څلورقسمونه اومرتبې لري :
اول قسم اومرتبه دجهاددنفس داده  چي انسان له خپل نفس سره په دې ډول جهادوکړي چي دهدايت اودسمي لاري اودديني علم زدکړه وکړي ځکه چي ددين په زدکړه سره دانسان ونفس ته  ددنيا اوآخرت سعادت حاصليږي اوکه يوسړي له دين څخه ناخبره وي نوبيايې ددنيااوآخرت شقاوت اوبدبختي نصيب کيږي ـ
څرنګه چي دانسان نفس په عمومي ډول  ددين له زدکړي څخه سرکښي کوي نوپه دې سبب چي يوڅوک ددين زدکړه کوي  نودي دخپل نفس  په مخالفت کي دريږي اوله خپل نفس سره په دې باره کي دي جهادکونکۍ بلل کيږي ـ
 اودوهم قسم اومرتبه دجهاد له نفسه سره داده چي انسان وروسته له دې چي ددين احکام زده کړي ديني علم ورته حاصل سي  نو بيا به دي خپل نفس په دې سره مجبورګرځوي چي په دغه خپل حاصل سوي علم عمل وکوي ځکه ترڅوپوري چي يوانسان دعلم په مقتضا عمل نه وي کړۍ نودغه علم يې عبث اولکه نه علم داسي دۍ مثلاً يوسړي په دې باندي علم حاصل کړي چي غيبت کول مثلا کبېره ګناه ده اودونه تاوانونه لري نوده ته په کار دۍ چي ددغه علم په مقتضا عمل وکوي اوله غيبت کولوڅخه ځان وساتي ـ
دريمه مرتبه دجهاد له نفسه سره داده چي انسان خپل  ځان اونفس په دې سره مجبور کړي چي ونوروخلګوته دين ورزده کړي اووخلګوته حق ویل په ډاګه  بيان کړي ځکه که داډول ونکړي نوبيابه دغه انسان دهغوعذابومستحق وګرځي کوم چي دعلم دپټونکودپاره الله پاک  مقررکړيدي ـ
اوڅلرمه مرتبه دجهاددنفس داده  چي انسان دحق دبيانولو اووحق ته دخلګودرادعوتولوپه لارکي  خپل نفس په صبر اوزغم باندي مجبور کړي ، په دې ډول چي هر څه مشکلات اوتکليفونه چي په دغه لار کي چي دي ورسره مخامخ کيږي نوهغه ټول دالله جل جلاله درضاپه خاطربرداشت کړي اوصبرورباندي وکړي ـ
کله چي يوانسان دغه څلورسره جهاده له خپل نفس سره وسرته ورسوي نوبياودغه انسان ته رباني عالم ويل کيږي ؛ ځکه چي دسلفوصالحينو پردې خبره باندي اجماع راغلې ده چي يو عالم ترهغه پوري  رباني عالم نسي بلل کېدلاۍ ترڅوچي دغه څلورقسمه جهاديې له خپله نفسه سره نه وي کړۍ ـ
دزيات تفصيل دپاره دابن قیم الجوزيه دزادالمعاد ددوهم جلدله ۴۴ صفحې څخه تفصېلات وګورۍ ـ
اوپه يوه مبارک حديث کي چي امام سيوطي رحمه الله تعالي يې په جامع صغيرکي روايت کړۍ دۍ داسي راغلي دي چي جهاديعني  جهادله نفسه سره څلورمرتبې لري : امربالمعروف ، يعني اوله مرتبه يې داده چي سړي به وخپل ځان او وخلګوته په نېکوکاروسره امرکوي ، اودوهمه مرتبه يې نهي عن المنکرده چي سړي به خپل ځان اونورخلګ له بدوکاروڅخه رامنعه کوي ، اودريمه مرتبه يې صدق دۍ په ځايوکي دصبر ، يعني چي په لار کي ددين هرځاۍ له تکليف اومصيبت سره مخامخ کيږي اووصبرته ضرورت پيداکيږي  نودي به په ټينګ عزم اوپوره صداقت سره صبرکوي ، اوڅلورمه مرتبه يې داده چي له فاسق سړي سره به بغض کوي هرڅوک چي دالله پاک نافرمانه وي نو دهغه دفسق په وجه به له هغه سره بغض کوي اومحبت اودوستي اواشنايي به نه ور سره کوي ـ
دحديث الفاظ دادي :
« الجهاداربع ، الامربالمعروف والنهي عن المنکر والصدق في مواطن الصبر وشنآن الفاسق » حل عن علي ، ح ـ
فيض القدير،ج ،۳ ، ص، ۴۴۳ ـ

والسلام ومن الله التوفيق ـ