فتو ی نمبر (۱۱۰) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي ، مولوي عبدالحي وردګ غزني
دهيوادو لامثاله عالم محي السنة قامع البدعة علامه ابوالفضل صاحب اودبېنواوکارکنانوته سلامونه وايم ـ
زماسوال دادئ چي په عبادت کي وکمال ته درسېدوڅو مرتبې دي اوپه څه نوموسره ياديږي ، اود اکمال مرتبه په کي کومه يوه ده؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
پوه سه! چي کله د انسان نفس ودې ته متوجه سي چي دالله پاک په دین کي وکمال ته ورسيږي ، او تکميل مرتبه پیدا کړي ،نو دغسي چا ته دا ضرور ده چي پنځه قسمه مرتبې به طئ کوي :
(۱) اوله مرتبه مقام دتوبې او د مُجاهدې ده ،ځکه اول وارچي انسان والله جل جلاله ته متوجه کېږي نوپه دغه وخت کي پرده باندي نفسي خواهشات اودنیوي بې ځایه تعلق پالني غالبه وي اودالله له عبادت سره يي هم عادت نه وي نيولَی نوپه دغه وخت کي چي دغه سړئ عبادت اوبندګي کوي او خپلو مالوفاتو ته شاکوي نوسخت تکلیف به ګالي اومجاهده اومشقت به کوي
و همدغه مرتبې اومقام ته پدې آیت کریمه کښي اشاره سوېده چي الله پاک فرمايي : «والنازعات غرقا» يعني قسم کوم په هغوجماعتواوډلوسره چي راکشوونکي دي د خپلو ځانو په کارو کښي ددین په راکشولو سختو سره .
(۲) مرتبه د شوق او د ذوق ده ، دامرتبه وروسته له دې وانسان ته حاصلېږي چی دَّّّّّّّّّّّّّی د عبادت اوطاعت د شغل مشق او تمرين وکړي نو بيا په عبادت کي وده ته تازګي او خوشحالي حاصليږي ، او هغه کار په رغبت او مينه سره کوي ، حتي کچیري د عبادت له کولو څخه دکوم عارض په وجه څه موده په غفلت کښي سي نو بې اختیاره و هغه ته شوقمند ګرځي ، او هغه خطرات او موانع چي وده ته به خنډ واقع کيدل له منځه ولاړ سي ، او دده فکر او طبيعت يواځي وخپل کار ته دعبادت متوجه سي ، خو دغه حالت هلته منځته راځي چي دَئ اوله مرتبه طئ کړي او بېله هغه څخه ددې حاصلول ممکن نه دئ .
له دغه حالت څخه په آیت کريمه کښي په «نشاط» سره تعبير سوئ دئ چي الله پاک فرمايي : «والناشطات نشطا» یعني قسم کوم په هغه جماعت چي دوۍ نشاط او شوق پيدا کوي په کار دعبادت کښي شوق پيدا کول .
(۳) مرتبه د سلوک ، یا د «سيرُ الاحوال والمقامات» ده ، کله چي انسان دخپل عبادت شغل په شوق او مينه سره کوي نو اخير ده ته پخپله وظیفه کښي کامل مهارت حاصل سي ، او بې تکليفه او ستړيا هغه کار انجاموي ، او د ډير ورزش او مشق په وجه دعبادت کار دده ملَکه وګرځي ، ودغه حالت ته نو مرتبه د سيرالاحوال والمقامات وايي ، او حصول د مطلب هم له همدې مرتبې څخه شروع کيږي .
له دغي مرتبې څخه الله پاک په «سبح» تعبير کړئ دئ لکه چي فرمايي :«والسابحات سبحًا» یعني او قسم کوم په هغه جماعت چي اوبازي کوي دوۍ په کار دعبادت خپل کښي اوبازي کول .
(۴) مرتبه د «طيران او د عروج» ده ، دغه مرتبه هلته شروع کيږي کله چي په سړي کي داسي عبادي غیرت پیداسي چي دَی دالوی پېغورمحسوسه وي چي بل څوک ترده دالله پاک په لارکي ترده له مخه سي او دَئ په خپل کار او کسب کښي تر خپلو أقرانو او هم چشمانو سبقت او ړومبئ والئ پيدا کړي ، او په هغه کسب کښي له ده څخه داسي شيان صادريږي کوم چي په دغه صنعت کښي نور هغه ډول کارونه نسي کولاۍ .
دغه نو أعلی درجه د کمال ده په خپل مطلب او مقصد کښي ، او له دغي مرتبې څخه په آيت کریمه کښي په «سبْق» سره تعبیر سوئ دئ ، لکه چي الله پاک فرمايي :«فالسابقات سبقا» يعني بيا قسم کوم زه په سبقت کونکو باندي (په کار کښي دعبادت تر خپلو أقران) په سبقت کولو سره .
(۵) مرتبه د «تجمیل والارشاد ، يا مرتبه د «دعوة الخلق الی الحق» يا مرتبه د «رجوع او نزول» ده ، کله چي انسان ټول حدود او مرتبې د کمال طئ کړي نو درجې د تکميل ته ورسيږي ، او ددین په کار کښي مقتدا او عقده کشا وګرځي ، او نور خلګ وده ته په خپلو مشکلاتو کښي رجوع کوي ، او له ده څخه په مشکلاتوددین کي مشورې او تدابير لاس ته راوړي .
و دغي مرتبې ته په دغه ايت کښي اشاره سوېده چي الله پاک فرمايي :«فالمدبراتِ أمرًا» يعني بيا قسم کوم زه په تدبير کونکو په یو کار کښي له کارو (چي مذکوره ډلي و همده ته د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رجوع کوي او له ده څخه د تدابیرو او حکمتو زده کړه کوي) .
مأخذه ماقال الشاه عبدالعزیزرحمه الله فی التفسیرالعزیزي
والسلام ومن الله التوفیق
کاتب : ب ا ق ي