فتو ی نمبر (۱۱۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمداکبر
محترم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنواووکارکونکوته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
محترمه په طريقت کي چي کوم لس اصول دي هغه اصول له کوموڅخه عبارت دي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
د طريقت د لسو أصولو ، يا په بل تعبير د سلوک د لسو منازلو بيان پدې شرحه دئ :
علامه شکارپوري ميان فقيرالله (رحمه الله) په «قطبُ الارشاد ص ۵۲۴» کښي ذکر کړيدي چي لار د سائرينو و الله پاک ته او د طائرينو په الله پاک سره (يعني چي د طريقت لار ده) په لسو أصولو کښي محصوره ده : اول د همدغو لسو أصولو توبه ده .
د توبې تفسير ده پدې ډول کړئ دئ چي توبه داده چي سړئ پخپله اراده سره و الله پاک ته رجوع وکړي ، لکه مرګ چي بېله ارادې و الله پاک ته رجوع کول دي ، يعني چي دا مطلب ددې قول د نبي (صلی الله عليه وسلم) هم دئ چي : «موتوا قبلَ أنْ تموتوا» يعني په خپله ارداه سره مړه سۍ ، وخدائ ته راجع سۍ له مخه تر دې چي تاسي مړه کيږۍ او بې اختياره و الله تعالی ته راجع کيږۍ .
بیا ده ذکر کړيدي چي دغه توبه (يعني په ذکر سوې معنی سره) چي د طريقت له لسو أصولو څخه اول أصل دئ په حقیقت کښي عبارت ده له دې څخه چي انسان له درو شيانو څخه اعراض وکړي : اول له ټولو ګناهونو څخه . دوهم له هغه شي څخه چي له الله (جل جلاله) څخه دده حِجاب او مانِع ګرځي ، چي مرتبې د دنيا او آخرت دي . دريم اعراض له وجود خپل څخه ، مطلب دا چي په هر کړه وړه کښي بې صرف د الله رضا او د الله پاک وصول مقصد وي ، د خپل ځان ګټي به (که د دنياوي او که د آخرت) په طاعت او عبادت کښي ملحوظي نه ګرځوي که څه هم له عبادت سره خو دنيوي او أخروي ګټي لازمي دي .
دوهم أصل «زهد» یعني بې رغبتي له دنيا څخه ده ، ده ذکر کړيدي چي حقيقي زهد بيا دادئ چي سړئ د دنیا او آخرت له دواړو څخه بې رغبته سي ؛ ځکه نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي دُنيا حرامه ده پر أهل د آخرت باندي (يعني پر هغو خلګو باندي چي هغه د آخرت د نعمتو وړ او مُستحق دي) او آخرت حرام دئ پر أهل د دُنيا باندي ، او دوۍ دواړه بيا (يعني دنيا او آخرت) حرام دي پر أهلُ الله باندي .
دريم أصل له دغو لسو أصولو څخه د طریقت «توکل» پر الله (جل جلاله) دئ ، او توکل پر الله پاک باندي عبارت دئ له دې څخه چي سړئ له أسبابو او له طلب څخه د أسبابو بالکليه ځان راخارج کړي ؛ له وجي د کامل اعتماده پر الله باندي ، لکه الله پاک چي فرمايي «ومنْ يّتوکل علی الله فهوَ حسبُه» .
تنبيه :
پوه سه ! چي په دغه معنی توکل د هر چا کار ندئ ، بلکي وهر چا ته روا هم نه دئ ، دا ډول توکل د الله پاک د خاصو بندګانو دپاره دئ ، هغه خبره چي په يوه حديث کښي راځي چي يوه صحابي ونبي علیه السلام ته وويل چي زه خپله اوښه وتړم او توکل وکړم او که اوښه نه تړم بيا توکل وکړم ؟ نو نبي (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي اوښه وتړه بیا توکل وکړه (یعني د خپل قدرت مطابق د اسبابو تلاش کوه ، خو حقيقي اعتماد به پر دغو اسبابو نکوي بلکي پر الله پاک بې کوي) .
پدغه معنی توکل هغه توکل دئ چي عام مؤمنان باندي مکلف دي .
څلرم له أصولو د طريقت څخه «قناعت کول» دي ، پدې ډوَل چي هغه نفساني خواهشات پريږدي کوم چي عام خلګ د هغو په لټه کښي دي ، صرف د انساني ضرورت او مجبورتيا په اندازه د خپل نفس خواهش پوره کوي او په جامه ، لباس ، خوراک او څښاک کښي له اسراف څخه ډډه کوي ، مطلب دا چي صرف پر مالابُدّ منه باندي اکتفا کوي .
پنځم له أصولو څخه د طريقت «عَزلـَت» دئ ، پدې ډول چي د خلګو له اختلاط څخه ځان راپرې کړي ، صرف له خپل استاد او شيخ څخه ماسوا (یعني له مجبوریت او ضرورت څخه پرته له چا سره اختلاط نکوي ، او په عزلت کښي بيا کامل او أصل عزلت دادئ چي انسان خپل حواس لکه سترګي ، غوږونه ، شم ، ذوق او لمَس په عزلت او قابو کښي راولي ؛ ځکه چي هره فتنه او فساد چي د انسان و روح نفس ، اوباطن ته ورداخليږي نو عُمده عامل د هغه د انسان د همدغو حواسو احساس دئ .
شپږم أصل د طريقت د الله (جل جلاله) ذکر دئ ، او د الله پاک په ذکر کښي بيا حقيقي ذکر دادئ چي له خدائ پاک څخه ماسوا انسان بل څوک په ياد کښي نه راولي او هير يې کړي ، لکه چي الله فرمايي :«واذکر ربکَ اذا نسيْتَ» يعني او یادوه رب ستا هغه وخت چي هير کړې ته غير له الله څخه نور څوک .
اوم أصل د طريقت و الله پاک ته په کامله توګه متوجه کيدل دي ، پدې ډول چي له خدائ پاک څخه ماسوا بل شئ مطلوب ، محبوب او مقصود نه ګرځوي .
اتم أصل د طریقت «صبر» دئ ، پدې ډول چي انسان د نفس له محبوباتو او مألوفاتو څخه ځان راوباسي او تصفيه د زړه او تجليه د روح حاصله کړي ، او پر حقاني او ډيره غوره لار باندي د الله پاک استقامت وکړي ، الله پاک فرمایلي دي : وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ( السجدة : 24).
نهم أصل د طريقت «مراقبه» ده ، پدې ډول چي سړئ له خپله حوله ، توان او قوت څخه صرف نظر سي ، او صرف د الله پاک د حَول او قوت مُلاحِظ وی ، او د الله تعالی د مواهبو ، بخششونو مراقبه کوي ، او د الله پاک د ميني په درياب کښي غرق سي او د الله پاک د لِقآء مشتاق وګرځي ، زړه يې و الله ته ژړيدونکئ او روح يې و الله ته په فرياد وي ، او خاص له الله پاک څخه کومک غوښتونکئ وي .
لسم أصل له لسو أصولو څخه د طریقت «رضا» ده ، پدې ډول چي انسان له خپلي رضا څخه صرف نظر سي ، خپله رضا د الله و رضا ته وسپاري ، او څنګه چي د الله پاک رضا وي په هغه سره دَئ راضي وي . (انتهی).
صوفي شاعر عبدالرحمن بابا فرمايلي دي : [چي مي مینه خدائ په تا باندي پیدا کړه] [ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه] .
او مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله) فرمایلي دي [نالم وترسم که او باور کند] وز کرم آن ظلم را کمتر کند] .
حاصل دادي چي طريقت عبارت دئ له دې څخه چي په دغه قول د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) کامل عمل وکړي چي فرمايي : «موتوا قبلَ أن تموتوا» .