فتو ی نمبر (۱۱۷) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : ملاعبدالرؤف .
و محترم عالیقدر أبوالفضل صاحب او د بينوا ټولو کارکونکو ته سلامونه .
ځما پوشتنه داده چی له علماوو څخه موږ اوريدلی دی چی د قيامت په روځ کښي کله چی جنتيان وجنت او دوږخيان ودوږخ ته ورسي مرګ به د پسه په شکل کښی راوستل سی او ذبح به کړ سی ، نو ځما پوښتنه داده چی ددغه پسه ذبح کونکی به څوک وی ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! دغه پسه به حضرت يحيی بن زکريا (عليهما السلام) حلالوي ، د قيامت په ورځ کښي دحضرت يحيی عليه السلام له خصوصياتو څخه يو خصوصيت دادئ چي دَئ به ذابحُ المَوت وي ، دَئ به مَوت (مرګ) د پسه پډول راچپه کړي پداسي حال کښي چي ټول خلګ به ورته ګوري ، چاړه بې پلاس کښي وي او مرګ به ذبح کړي .
پدې اړه په «سيرت حلبيه ج۲ ص ۱۶۱» کښي داسي راغلي دي :
«وذابحُ الموتِ (يعني يحيی بن زکريا ذابح الموت) يومَ القيامة يضجعه و يذبحه بشفرة في یده ، والناسُ ينظرونَ اليه (انتهی) .
والسلام ومنَ الله التوفيق .