په اسلام کي اول شهيدڅوک وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43814
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-04-30


فتو ی نمبر(۱۱۸)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مسفتي :  ملاعبدالقيوم مجاهد  .

و علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول ګران خالد هادي حيدري صاحب ته  السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !!.
خما پوښتنه داده چی په اسلام کښی چي اول د الله جل جلاله د رضا پخاطر د جهاد او د جنګ په ډګر کښي په شهادت رسيدلئ دئ څوک ؤ  ؟

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
قدرمنه وروره ! د الله (جل جلاله) په لار کښي اول قرباني سوئ او شهيد سوئ څوک چي د الله پاک د رضا پخاطر ددين له دُښمنانو سره دبدرپه غزاکي  په لوړ همت سره  وجنګيدئ او بيا يې د شهادت په وينو ځان رنګين کړ ، او د شهادت په شرافت سره په محمدي أمت کښي تر ټولو ړومبئ مشرف کړ سو ، او د شهادت د دفتر او کتاب اول نقش دده مبارک نوم وګرځيدئ  :  حضرت «مهــــــــــــجَــــــــــــع» رضي الله تعالی عنه ؤ ،  کوم چي د حضرت عُمر فاروق (رضي الله عنه) ازاد شده مريئ ؤ  .

ددې خبري د تصديق دپاره د أحمد زيني دحلان د سيرت نبويه ج۱ ص ۴۱۷ ، او دارنګه سيرة حلبية ج۲ ص ۱۶۱  وګورۍ   !  .
والسلام ومنَ الله التوفيق  .