فتو ی نمبر(۱۲۲)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتیه : ستاره معلمه، ځای هرات
مخورعالم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنواکارکنانوته سلامونه
ماته دتابعینودطبقوپه حقله معلومات نسته چي دوی یوه طبقه دي اوکه مختلفي طبقې لري دځینوعلمي اموروپه وجه ضرورت ورته لرم اودارنګه په تابعینوکي ترټولوافضل کوم تابعي دي احترام
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي خوري تابعین یوه طبقه ندي بلکه
محدثينو لکه امام حاکم وغيره د تابعينو ډله و پنځلسو طبقو ته ويشلې ده :
اوله هغه طبقه ده کوم چي د عشره مبشره صحابه وو سره يو ځائ سوي دي اولیده کاته ئې ورسره کړي دي عشره مبشره هغه لس اصحابان دي چي په دنیاکي دجنت زېرَی باندي سوَیدۍ ،یومثال ئې قيس بن أبي حازم ، دۍده مبارک د ټولو عشره مبشره و څخه سماع کړېده ، په دې فضيلت کښي دَئ بل ثاني نه لري .
دوهمه طبقه د تابعينو هغه اولاد د صحابه و (رضوان الله علیهم) دئ دکومو چي د رسول (صلی الله عليه وسلم) په حيات او ژوند کښي ولادت واقع سوئ دئ . په دې ډول پنځلس طبقې دتابعینودوي جوړي کړئې دۍ
په تابعينو کښي تر ټولو أفضل څوک دئ ؟ پدې باره کښي اختلاف دئ : امام احمدسعیددمسیب زوئ افضل دتابعینوبللئ دۍ امام نووي ویلي دي چي افضل دتابعینواویس قرني رحمه الله دۍ
قال أحمد أفضل التابعین سعيد بن المسیب ، فقيل له علقمة والاسود ؟ فقال سعيد وعلقمة والاسود ، وعنه انه قال لاأعلم فيهم مثل أبي عثمان المهدي و قيس بن أبي حازم ، وعنه أنه قال أفضلهم قيس و أبوعثمان و علقمة و مسروق . قال النووي في تهذيب الأسمآء : ولعله اراد أفضلهم في ظاهر علوم الشرع و الا فأويس خير التابعين ، وفي صحيح مسلم أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال في أويس القرني هو خير التابعين . و قال أبو عبدالله بن خفيف الزاهد أهل المدينة يقولون أفضل التابعين ابن المسيب و أهل الکوفة : أويس ، وأهل البصرة : الحسن البصري . آه که زموږامام اعظم افضل دتابعینووبلل سي نودابه دمنلووړخبره وي ځکه چي سره له دې چې دصحیجینوپه یوه صحیح حدیث سره دده وعظمت ته اشاره راغلي ده دمحمدي دین اشاعت دده په وجه ترټولوتابعینوډېرراغلي دئ ځکه صاحب دداسي مذهب دۍ چي اکثردامت ئې تابع دئ اوامام الائوه دئ اوتابعي دۍ که څه هم زه پوهیږم چي ځني خلګ به زماله دغي خبري بیا یوه میله جوړه کړي خودحق بیانول بایدوسي اوپه عبث ګویانوپرواونکړه سي.
والسلام ومن الله التوفیق