دپنځوکلولمونځونه بايدڅنګه راوګرځول سي ـ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43856
دارالافتاء ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-05-02

فتو ی نمبر(۱۲۳)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


 مستفتي : محمد رفیق خان
دامت مسلمه ولوۍ عالم اوداسلام اومسلمانانوسترخادم علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم
ما پښتنه دادا چي مانه منزونه کزا شوي دي ډیرو کالو۔ ما حساب کړې دہ پنځھ کالا جوړیګي. آیا دا منزونه به راګرزوم او که نه. او راګرزهولو طریقه س‫ھ دہ۔
وسلام
 کنړ افغانستان

 الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ستادلمونځو دراګرځولو اسانه طريقه داده  چي اول به  ودې ته حساب وکړې چي پنځه کاله چي دسهارلمونځ قضا سي نو ټول څولمونځونه ورڅخه جوړيږي نوڅونه شمېرچي دسهار دلمانځه سو نوهغونه دشباروز دنورولمونځودهريوه شمېرهم دۍ اودوتروشمېرهم هغونه راځي ،  نوته چي قضايي راګرځوې  نواول به دسهارله لمانځه قضايي شروع کړې اوپه نيت کي به داسي ووايي چي : نيت مي کړيدۍ  دسهاردهغه قضايي لمانځه چي اول واردسهار په لمونځوکي له ماڅخه قضاسويدۍ ، بيابه هغه دسهارقضايي راوګرځوي کوم چي دوهم واردرڅخه قضاسويوي بيابه هغه قضايي راګر ځوې چي دريم واردرڅخه قضاسوۍوۍ مطلب داچي په نيت کي به اول ، دوهم ،دريم مثلا ذکرکوي ،  کله چي دي دپنځوکلودسهار قضايي لمونځونه پوره کړل  نوبيابه دماښپين دقضايي لمونځوپه راګرځولوشروع وکړې هغه هم په مخکي ترتيب سره ، چي دپنځوکلود ماښپين لمونځونه پوره سوه بيابه دپنځوکالو دماځيکر دقضايي لمونځوپه راګرځولوشروع وکړې اودارنکه به پسي ځې ماخستن ترلمانځه پوري اوداخبره دي ستا په يادوي چي وتر به هم دپنځو کلوراګرځوې کوم چي درڅخه قضاسويوي ـ
فقيه ابوالليث سمرقندي  د« فتاوي النوازل ، ص۱۰۰» کي داسي ويلي دي :
 « فاذاسقط الترتيب بکثرة الفوائت يسقط الترتيب في نفس الصلوة ايضاکمن فاتته صلاة شهر ، ان شاء قضي صلاة يوم وليلة ، وان شاء قضي ثلاثين فجرا ، ثم ثلاثين ظهرا ثم ثلاثين عصرا ، ثم ثلاثين مغربا ، ثم ثلاثين   عشاء کذالک وينوي في القضاء اول ظهرعلي » انتهی ـ
قال الحنفية : يسقط الترتيب بثلاثة امور الاول : ان تصيرالفوائت ستا ـ الثاني : ضيق الوقت عن ان يسع الوقتية والفائتة ، الثالث : نسيان الفائتة وقت الاداء لان الظهرانما يجيء من حلول وقتهاقبل الوقتية والفائتة عندنسيانهالم يوجدوقتهالعدم تذکرها فلاتزاحم الوقتية ، وقدقال صلي الله تعالي عليه وسلم « رفع عن امتي الخطاء والنسيان ، ومااستکرهوا عليه » الفقه ، ج ، ۱ ، ص ۴۰۵ ـ
والسلام ومن الله التوفيق