دلاس موچولوپه وخت پرلاس باندي تندي ايښوول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43912

دخبریدو نیټه : 2011-05-05

فتو ی نمبر(۱۲۶)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   : زین العابدین سمنګان

و عاليقدر علامه أبوالفضل أفغاني صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترمه ځما پوښتنه داده چي ځيني خلګ چي د استاد ، مور ، پلار يا کوم بل مشر سره ستړي مشي کوي نو له لاس مچولو سره سره تندئ هم پر ورکښيږدي نو دا کار د شریعت له نظره څنګه دئ  ؟

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه وروره ! د مور ، پلار ، استاد او داسي نورو شرعي حقدارانو لاس مچول خو ښه کار دئ ، ليکن له مچولو وروسته پر لاس باندي تندئ ايښوول بايد نه وسي ؛ ځکه چي دا ډول عمل له هغي سجدې سره مشابهت لري کومه چي و غير الله ته وسي .
او علماوو ته پکار دئ چي مسلمانان پدې پوه کړي او له داسي کولو څخه يې منع کړي   .

په دې اړه د فتاوی کامليه ص ۲۶۶  عربي عبارت دادئ   :
اعتاد بعض الناس تقبيل أيدي العلمآء والابآء والأمهات ووضع الجبهة علی اليد بعدَ تقبيلها و هذالوضع شبيه بالسجود لغيرالله تعالی فینبغي لأهل العلم تحذير الناس عنه و تنبيههم ؛ لما فيه من مشابهة السجود .  والسلام ومن الله التوفيق