دڅلوروامامانو دوفات اوولادت نیټه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43913

دخبریدو نیټه : 2011-05-05

فتو ی نمبر(۱۲۷)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   : انوارالحق حنفی  کنړ
 

محترم مولانا صاحب هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، ځما له تاسو محترم څخه دا پوشتنه ده چي د اسلامي أمت د څلورو امامانو تولد او وفات په کوم وخت کښي سوئ دئ ؟ که معلومات راکړۍ مهرباني به مو وي .

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه وروره ! د څلورو امامانو د ځوکړي ، پيدايښت  او د وفات نيټې مطابق د هغه چي امام سيوطي (رحمه الله) يې په «الکنزالمدفون ص ۳۵۳ / ۳۵۴» ذکر کړئ دئ په دې ډول دي  :
امام أبوحنیفه  (رحمه الله) :
امام أعظم ، فقيه الملة أبوحنيفه النعمان بن ثابت الکوفي (رضي الله عنه) په (۸۰) هجري کال کښي پیدا سوئ دئ ، او په (۱۵۰) هجري کښي يې له دنیا څخه سترګي پټي کړيدي او په شرق کښي د بغداد و خارو ته سپارل سوئ دئ  (الله تعالی دي موږ دده له فيض او علومو څخه مستفيد او برخمند وګرځوي آمین) .
 امام مالک (رحمه الله) :
امام مالک بن أنس الأصبحي په کال (۹۵هــ) کښي ځيږيدلئ دئ ، او په (۱۷۹هــ) کښي يې  وفات کړیدئ اوپه مدینه کي په جنة البقیع کي ښخ سویدئ  ـ

امام شافعي رحمه الله :
 امام شافعي رحمه الله په(۱۵۰)کي زیږېدلي دۍ او په(۲۰۴کي  وفات سویدئ اودمصرپه قرافه کي دفن سویدئ ـ

 امام احمدرحمه الله  :

امام احمد بن حنبل رحمه الله  تعالي په ۱۶۴کي زېږېدلۍدۍ اوپه ۲۴۱کۍ وفات سویدۍ اوپه غرب دبغدادکي په مقبره دباب حرب کي مدفون سویدۍ ـ والسلام ومن الله التوفیق