جنسي تېری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43925
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2011-05-05

د امريکا د B52  الوتکوو د بېرحمه  بمباريو او د ډالرو په   بې خرته  لوټونو د طالبانو اسلامي  امارت  ړنګ  او په  هېواد کې د ديموکراسۍ  نوی  دور پيل  شو، په  هر ځای کې  د ازادۍ او ديموکراسۍ  نعرې  سورې  شوې او هر چا ته  د خپل  ترټل شوي  حق  د غوښتلو جرات او فرصت  په لاس  ورغی ٠ پدې  کې يوه  تن د بشري حقوقو ددفتر په  واسطه  په يوه لوی  او زوروره   قومندان  دعوه  وکړه  چې ګواکې  افرادو يې  پر  نوموړي  د نور ظلم او تعدی  برسېره  جنسي  تېری  هم  کړی دی ٠ قومندان  صيب که  څه هم  بې سواده  او نالوستی  و خو  د مبارک جهاد له  برکته  څښتن  تعلی  دومره  شهرت  ورکړی و  چې  کابو هرچا  پېژنده ٠
دردېدلې عارض  خپله  دا کيسه د ديموکراسۍ  د اصولو له برکته  دومره  ګرمه کړه  چې  ان خبره  له چاپي رسنيو  نړۍ والو  راډيوګانو  ته  ورسېده ،  يوه ورځ  مو چې څنګه  راډيو بله  او ستن مو په  خبرونو برابره کړه ، نو د يوه خبريال پوښتنې ته  غوږ  شوو چې  له قومندان  صيب نه  يې  وپوښتل  :  فلاني په تاسې دعوه  کړې چې   ګوندې ستاسې ملګرو  پرې  جنسي  تېری  کړی  ايا دا رښتيا  دي   ؟
قومندان صيب چې په پښتو هم سم  نه پوهېده او بې تعليمه  هم   و، فکر يې  وکړ چې  جنسي  تېری  ښايي ظلم ، زور او ناروا  ته  وايي ، نو  له  لږې  چپتيا  وروسته  يې خبريال  ته  په ځواب  کې  وويل :  زما  مجاهدينو په هيچا جنسي تېری  ندی  کړی ، بلکې خلکو په  موږ  جنسي تېري  کړي  دي ٠ د ټولو ، نه  اول  په  ما  خلکيانو بيا پرچميانو  او بيا طالبانو جنسي تېری  کړی  دی ، نو ځکه د خپل حق  پخاطر  غره  ته  وختم  او مقاومت  مې وکړ٠ 
 

کامه