د عيسی عليه السلام د حواريينو علمي تحقيق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43940
دارالافتآء آبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-05-06

فتو ی نمبر(۱۲۷)


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي : مولوي رحيم الله / پاکستان / اسلام اباد .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مولانا أبوالفضل صاحب هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، عاليقدر مولوي صاحب ځما غوښتنه داده چي د حضرت عيسی عليه السلام د حواريينو په باره کی کوم چی په دې ايات کښي يې ذکر راغلی دی چی «  قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ» علمی تحليل او تحقيق راته وکړې ، هم د حورايين د لفظ او د هم د حواريين د لفظ د أصلي مأخذ او د أصلی معنی او دا چي حواريين څوک وو او ولی په حواريين سره نومول سويدی  ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ


نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه وروه ستا د پوښتني جواب ما له خپل تفسیر «تفسير فضل الرحيم» څخه درته رانقل کړ او أصلي مأخذ يې «روح المعاني» وغيره دئ ، بيان پدې ډول دئ    :
بسم الله الرحمن الرحيم ( قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ)  :  يعني وويل حواريينو و عيسی (عليه السلام) ته چي موږ مددګاران يو د الله پاک يعني د رسول د الله پاک .
پوه سه ! چي د «حواريون» لفظ جمع د «حواريٌ» ده ، او د «حواري» لفظ که څه هم توهم د جمع پکښي کېږي خو د محققينو په نزد مفرد لفظ دئ ، په عربو کښي داسي ویل کيږي چي :«فلان حواريّ فلانٍ» يعني فلانئ مددګار او خاص ملګرئ د فلاني دئ  ، دغه لفظ مأخوذ دئ له «تَحْويرٌ» څخه ، تحوير و سپين ګرځولو ته د یو شي ويل کيږي ، په همدې سبب و هغه ډوډۍ ته چي له داسي وړو څخه پخه سوې وي چي هغه باربار غلبيل سويوي حَوَاري ويل کيږي ، او و دوبي ته هم حَوارِي ويل کيږي ؛ ځکه چي دَئ جامه سپینه وي ، له خيرو څخه يې پاکوي  .
پوه سه ! چي پدې کښي د علماوو اختلاف دئ چي دغو کسانو ته چي د عيسی (علیه السلام) ملګري وه حواريين ولي ويل سویدي   ؟ 
اول قول د سعيد بن جبير دئ چي دوۍ ته حواريين ځکه ویل سويدي  چي ددوۍ جامې به سپيني وې . دوهم قول د مقاتل او ديوه جماعت  دئ د علماوو ، چي دوۍ ته حواريين ځکه ويل کیدل چي دوۍ دوبيان وه او د خلګو جامې بې ورسپينولې (صفا کولې) . دريم قول دادئ چي پدې وجه حواريین ورته ويل سويدي چي ددوۍ زړونه صفاوو او أخلاق او خويونه يې پاکيزه وه  ، د قتاده (رحمه الله) کلام و همدغي خبري ته اشاره کوي  .
ددوۍ د ايمان راوړلو په باره کښي علامه آلوسي (رحمه الله) داسي ذکر کړيدي چي ويل سويدي چي دغه حواريين يو داسي قوم ؤ چي د ماهيانو ښکار بې کوئ ، پدوۍ کښي «يعقوب» «شمعون» او «يوحنا» هم وو ، نو عيسی (عليه السلام) پر دوۍ باندي راغلئ ، بيا يې ورته وويل چي تاسي خو د ماهيانو ښکار کوۍ او کچيري تاسي ځما تابعداري وکړۍ  نو تاسي به داسي وګرځۍ چي په ابدي ژوند سره به د انسانانو ښکار کوۍ ، نو دوۍ ورته وويل چي ته څوک يې ؟ ده ورته وويل چي زه عيسی د مريمي ځوۍ يم او بنده د الله او رسول دده يم ، بيا دوۍ له حضرت عيسی څخه د معجزې غوښتنه وکړه ، پدوۍ کښي شمعون پدغه شپه خپله شبکه او جال و اوبو ته ورغورځولئ ؤ خو هيڅ ښکار يې نه ؤ کړئ ، نو عيسی (عليه السلام) ورته وويل چي دا ستا شبکه او جال يو ځل بيا و اوبو ته ورواچوه ! نو شمعون خپل شبکه واوبو ته وروغورځوله او دونه ماهيان يې ونيول چي دوې کشتۍ په ډکيدلې ، پدغه وخت کښي دوۍ ټولو په حضرت عيسی باندي ايمان راوړئ .
او چا داسي ويلي دي چي دوۍ ټول (۱۲) دوولس يا (۱۹) نولس نفره وو چي د عيسی (عليه السلام) تابعداري يې غوره کړه ، او کله چي به دوۍ وږی سول نو و حضرت عيسی ته بې وويل چي اې روحُ الله ! موږ  اوږي سوو ، نو عيسی (عليه السلام) به په لاس سره مځکه ووهله ، نو د سړي پر سر به له ځمکي څخه دوې فطيري راووتلې ، او کله چي به تږي سول نو وعيسی (عليه السلام) ته بې وويل چي موږ  تږي يو ، حضرت عيسی به په خپل لاس مبارک سره مځکه ووهله او اوبه به پيدا سوې او دوۍ به وچښلې  ،  بيا دوۍ وويل چي تر موږ بهتر خلګ به څوک وي ؟ کله چي موږ ډوډۍ وغواړو نو ته ډوډۍ راکوې  او کله چي موږ اوبه وغواړو نو ته هغه راکوې ، پداسي حال کښي چي په تحقيق سره موږ په تا باندي ايمان راوړئ دئ (يعني په ايمان باندي هم مشرف يو) نو عيسی (عليه السلام) ورته وويل چي هغه خلګ له تاسي څخه بهتر دي چي دوۍ پخپل لاس سره کار کوي (يعني روزي پخپل لاس سره برابروي او له خپله کسبه او ګټي څخه خوراک کوي ) نو وروسته له دې څخه بيا دوۍ خپل کسب شروع کړ او د خلګو جامې بې په مزدوري ورپریمنځلې ، او د خپل لاس له کسبه څخه بې خوراک کوئ  .
او ځينو بيا پدې اړه داسي ويلي دي چي يو باچا وخلګو ته ډوډۍ وکړه ، او خلګ يې باندي راجمع کړل ، پدغو خلګو کښي حضرت عيسی هم په يوه کاسه باندي کښينستئ ، د عيسی (عليه السلام) په کاسه کښي ډوډۍ نه کميدله (يعني هر څونه خوراک چي به ورڅخه وکړ سو کاسه به پر هغه ډول ډکه وه) نو و باچا ته يو چا ددې خبري ذکر وکړ ، باچا سره له خپلو خپلوانو و حضرت عيسی ته راغلئ ، بيا ټولو و عيسی ته وويل چي ته څوک يې ؟ عيسی (عليه السلام) ورته وويل چي زه عيسی د مريمي ځوۍ يم ! باچا ورته وويل چي زه دا خپله ټوله باچهي پريږدم او ستا تابعدار ګرځم ، نو باچا سره له خپلو ټولو خپلوانو د حضرت عيسی (عليه السلام) تابعداران وګرځيدل ، نو حواريين عبارت دي له همدغه باچا او دده له قريبانو څخه  .
او چا بيا ويلي دي چي دده مبارک مور «مريمي» دَئ ويوه رنګريز ته وروسپارئ ، يعني ددې دپاره چي د رنګريزۍ کسب ورايزده کړي ، نو کله چي به رنګريز ددې اراده وکړه چي وده ته يو قسم جامه رنګول وروښوي نو هغه به د حضرت عيسی تر ده ښه ايزده وه ، بیا يوه ورځ دغه رنګريز د يوه ضرورت په وجه له کار څخه غايب سو او و عيسی ته يې وويل چي دغه مختلفي جامې دي ، پر هره يوه باندي ما د خاص قسم رنګ علامه کړيده نو هره جامه به هغه رنګ ورنګوې د کوم چي ما پر جامه باندي دهغه علامه کړېده ، عيسی (علیه السلام) ټولي جامی راواخستلې او په يوه لوښي کښي يې واچولې  او وې ويل چي سۍ ! (یعني اې جامو) په حُکم د خدائ سره هغه ډول چي زه يې غواړم ، بيا دغه رنګريز راغلئ ، نو عيسی (عليه السلام) ورته وويل چي جامي ما په يوه لوښي کښي اچولي دي ، رنګريز ورته وويل چي دا خو دي ټولي جامې خرابي کړې (يعني خو هره جامه ما به عليحده رنګ رنګوله) عيسی (عليه السلام) ورته وويل چي ورسه وې ګوره !  رنګريز چي ورغلئ نو چي يوه جامه راوکاږي هغه په سره رنګ رنګ سوې وي او بله چي راوکاږي هغه په شنه رنګ او بله په ژړ رنګ رنګه سوې وي لکه څرنګه چي د رنګريز اراده وه ، نو څه خلګ چي دلته حاضر وه هغه ټول حيران او په تعجب کښي پاته سول او ټولو په حضرت عيسی باندي ايمان راوړئ ، نو حواريين له همدغو خلګو څخه عبارت دي  . 
 اوله قفال څخه ځینوداسي نقل کړئ دئ  چي  دارواده چي په دغوحواریینوکي دي ځینی باچهان اوځیني ښکار کوونکي اوځيني دوبیان اوځیني دي نورخلګ وو ؛ په دې سبب چي دوۍ ټول دعیسي علیه السلام انصار ، مددګاران او دده په محبت کښي مخلصین وو ، نوټول په حواریینو سره نامداره سول ،  اوچاویلي دي چي دحواریین لفظ له«حار» څخه جوړدئ په معني درجع نوپه دې وجه چي دوۍ وخدائ جل جلاله) ته رجوع وکړه نوحواریین ورته وویل سول ، اوځینوبیا دحواریینو تفسیر په مجاهدینوسره کړئ دئ ،  خوداموقوف دئ پردې باندي چي عیسی (علیه السلام)  په جهاد سره مامور ؤ ؟  ځینوعلماووددې ادعا هم کړې ده ، په دې دلیل چي که دَی په جهادسره مامورنه وائ نوبیاده وانصارو ته څه ضرورت درلودئ  چي وې ویل : «من انصاري الی الله» اودارنګه ئې په دې قول دخدای پاک دلیل نیولئ دئ  چي : «فایدنا الذین آمنوعلی عدوهم فاصبحواظاهرین»  .
خوعلامه آلوسي دوهم استدلال په دې سره ردکړئ دئ چي دغه قول نص اوصریح په جهادکي ندئ ؛ ځکه چي دا احتمال سته چي مراددي له تائيدڅخه تائيدپه اعتبار ددلیل اودحجت وي ، اود دوهم استدلال جواب يې په دې سره کړئ دئ  چي طلب دانصارو  عیسی علیه السلام له پاره دحفاظت دخپل ځان کړئ ؤ ؛ ځکه چي یهود دده دقتلولو په لټه کښي وو نه لپاره دجهاد  .

والسلام ومن الله التوفيق

کاتب : ب ا ق ي