ددنیوي آفاتوددفعياودلوي اجرذکر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43942
دارالافتاءابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-05-06

فتوی نمبر (۱۲۸) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
دارالافتآء أبوالفضل .
:

.

ډاکټرنجيب الله ، لندن

محترم علامه ابوالفضل صاحب الله پاک دي نوم مه ورکوه  ډير انسانان ستاسو د علمي هدايت په وجه و سمي لاري  ته رااوښتي دي اوسمه لاره يې موندلې ده ، محترم مولانا صاحب  زماپوښتنه داده چي يوداسي ذکر راوښيه  چي دلوۍ اجراوثواب اوددنيوي آفاتو د دفعي  اود حلال رزق دپراختياسبب راته وګرځي ؟

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه  وروره  ! درې کارونه کوه نواميدسته چي الله جل جلاله به  لوۍ اجراوثواب هم درکړي اوله آفاتوڅخه به  دي هم محفوظ کړي  اوروزي ، حلال  رزق  به دي هم درفراخ کړي    :
 
   اول : دا چي لاحول ولاقوة الابالله  ډېر وايه  ځکه چي لاحول .ولاقوةالخ. اوياقسمه داسي ضررونه له انسان  څخه دفعه کوي چي  ډېرکم دهغو ضررو مسکنت اوغم دئ ـ
 دوهم داچي په مبارکومبارکو وختوکښي اوله عبادت  څخه وروسته دعاډېره کوه ؛ ځکه  چي په صحيح حديث  کي راغلي دي چي دالله پاک تقديراوقضا بې له دعا بل شي نسي ګرځولاۍ ـ
او دعاله هغه مصېبت څخه هم نفعه وانسان ته رسوي کوم چي نازل سوئ وي اوله هغه مصيبته يې هم رسوی کوم چي نه وي نازل سوۍ ـ
او داسي پېښه سي چي پريوسړي باندي يومصیبت رانازل سي اودغه سړَئ دعاوکړي په داسي وخت کي چي دغه  مصيبت لاورته رسېدلئ نه وي نودغه دعا اودغه مصيبت سره اخته وي دامصيبت دسړي وخواته زور وهي او  دعايې ګرځوي او ترقيامته پوري ددغي دعا اودمصيبت په دغه ډول سره جنګ وي ـ
  دريم  : داچي استغفار ډېر وايه ؛ ځکه چي دابوداود  په يوه حديث کښي راغلي دي  چي رسول عليه الصلاة والسلام  فرمايلي دي چي :  هرهغه څوک چي استغفارهمېشه وايي نوخداۍ پاک به له هره غمه ورته خلاصون پيدا کړي اوله هري تنګۍ څخه به ورته دوتلولارپيداکړي اوبې  حسابه رزق به ورکړي ـدثبوت دپاره لاندي

عربي عبارت   وګوره،:
وصح في ( لا حول ولا قوة إلا بالله أنها تدفع سبعين باباً من الضر أدناها الفقر ) وفي رواية : ( أدناها الهم )  وصح : ( لا يرد القدر إلا الدعاء ) ( الدعاء ينفع مما نزل وما لم ينزل وإن البلاء لينزل فيتلقاه الدعاء فيعتلجان إلى يوم القيامة ) . وأخرج أبو داود وغيره أنه ( صلى الله عليه وسلم ) قال : ( من لزم الاستغفار جعل الله له من كل همّ فرجاً ومن كل ضيق مخرجاً ورزقه من حيث لا يحتسب ) .
کذا في الفتاوی الحديثية ( ص ، ۲۲۳ ) .
      والسلام ومن الله التوفيق