فتوی نمبر (۱۲۹) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتیه فاطمه لښکرګاه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
د علامه أبوالفضل صاحب د روغ او ښه صحت په هيله ، دایمان مي ستاسي له درانه حضور څخه داده چي د ايمان د وسوسې ددفع لپاره که د يو ذکر لارښونه راته وکړۍ نو احسان به مو وي . مننه
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
ګراني خورې ! په ايمان کي دوسوسې لپاره دغه لاندي ذکر وایه
« هوالاول والآخروالظاهر والباطن وهوبکل شيء عليم الله اکبر الله اکبر الله اکبر آمنت بالله ورسله »
ويقال عندالوسوسة في الأيمان « هوالاول والآخروالظاهر والباطن وهوبکل شيء عليم الله اکبر الله اکبر الله اکبر آمنت بالله ورسله » قطب الارشاد ، ص ، ۴۴۲ ـ دغه ذکرپه دثواب په نیت اوپه نیت ددفعِ دوسوسوپه ایمان کي له هرلمانځه څخه وروسته په طاق عددسره هرڅونه چي وي وایه اوبیائې پرځان باندی چوف کوه،والسلام ومن الله التوفیق