فتو ی نمبر(۱۳۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : heena
aslam alikum zma sawal da dee chie zma pa zra kiee da waswasa chie khodai (j) ba sanga yee za chie harsa wakam zma da zra sakha da sawwal na wazee da da sawal da lasa zma zwand deer mushkiell sawee dee za zwand nasam ka walali ka ta siee mata 1 lara ra washa yast deer mhrabani ba moo yee
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
ګراني خورې په صحیحوحدیثوکي لکه چي لاندي مادرته ذکرکړي دي راغلي دي چي کله کله دمسلمانانوپه زړوکي دالله پاک په شان کي اوددین په باره کي دغه ډول دوسوسومشکل لکه تاچي ذکرکړَیدۍ پیداکېږي خوعلاج ئې هم اسلام ښوولَي دۍ ته به داسي وکړې اوه ورځي به له هرلمانځه وروسته دغه دوې دعاوي اوه اوه واره په ښه توجه اوحضورسره وايه اوله دعاچي دي وويله نوبيایې دزړه په برابر پرځان چوپ کوه اودوهمه دعا چي دي وويله نوبه اعوذبالله ووايې اودرې واره به پرچپه طرف باندي توف کوې ، ګواکي پرشیطان باندي ناړي توکې ، بيابه ماته حال راکړې ـ اوله دعاداده : اللهم اَبْصِرْنِيْ بِکَ وَاسْمِعْنِيْ مِنْکَ ـ دوهمه دعاداده : { الله أحد الله الصمد لم يلد ولم يولد ولم يكن له كفوا أحد } دموضوع په اړه دغه لاندي مبارک حديثونه دي :
تفکروا في کل شيء ولاتفکروا في ذات الله ـ ذکره الملاعلي القاري في شرح الفقه الاکبر ، صفحه ، ۲۱۳ ـ
« تفکروا في خلق اللهِ ولا تفکروا في الله » مسندالديلمي ۲ / ۵۶ ، ( ۲۳۱۸ ) ـ
عن أبي هريرة قال
قال رسول الله صلى الله عليه و سلم " لا يزال الناس يتساءلون حتى يقال هذا خَلَقَ الله الخلق فمن خلق الله ؟
فإذا قالوا ذلك فقولوا { الله أحد الله الصمد لم يلد ولم يولد ولم يكن له كفوا أحد } ثم ليتفل عن يساره ثلاثا وليستعذ [ بالله ] من الشيطان . حسن
قال قال رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم قال الله عزوجل ان امتک لايزالون يقولون ماکذا ماکذا حتي يقولون هذاللهُ خلق الخلق فمن خلق اللهَ عزوجل ـ رواه مسلم ـ
عن ابن عباس ان النبي صلي الله تعالي عليه وسلم جاءه رجل فقال اِ نِِّي اُحَدِّثُ نفسي بالشيء لَاَنْ اکون حُمَمَةً اَجِبْ الَيَّ مِنْ اَنْ اتَکَلَّمُ به ، قال الحمدلِلهِ الذي ردامره الی الوَسْوَسَة ـ رواه ابوداود ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ