فتو ی نمبر(۱۳۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه :wagma
محترم مفتی صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
تاسی ته د الله ج اجر عظیم در په برخه کړی چه اسلام او خلکو ته خدمت کوی. تیر ورز می ستاسی فتواویی لوستی او ۱۲۰ نمبر فتوی می هم ولوسته چه د پردی ښځی په شهوت مسه کول په باره کی وه. دلته یو بل سوال هم پیدا کیږی چه که د چا پلار د کومی ښڅی سره زنا کړی وی نو د هغی ښڅی لور سره د زانی سړی د زوی نکاح رواده؟
د ځواب په طمعه
والسلام
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي خورې الله جل جلاله دې وتااووټولومسلمانوخوندوته دخپل دین دخدمت اوزده کړي نورهم توفیق درکړي،ستاسي له علمي مطالعې څخه اوله دې څخه چي وماته دي ډیره ستره دعاکړئې ده ډېره مننه کوم
که یوسړَی له یوې ښځي سره العیاذبالله زناوکړي نوددغه سړي وزوي ته ددغي ښځي لوررواده اوپه شریعت کي ددې خبري هیڅ مخالف قول نسته خوپه دې شرط چي دغه لوربې دهمدغه سړي له زناڅخه نوي پېداسوئې ـ والسلام ومن الله التوفیق