فتو ی نمبر(۱۳۹)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد رفیق خان
ځائ : کنړ افغانستان
داسلام و سترخادم علامه ابوالفضل اودبینوا کارکنانوته السلام علیکم
له علامه صاحب څخه زماپوښتنه داده چي حرام بارہ کي راغلي دي چي څوک چي حرام ګتھ کوي ھغو اعمال تر څلویښو شپو پوري نھ قبلیږي آیا دا حقیقت ده او که نه د چا پلار رزق حرام ګټي اور ګټه یي حرام وي نو آیا داولاد اعمال به یي قبلیږي اور که نه او حلال رزق لپارہ یو څو دعاګاني اور ذکر ھم راواستھ وي نو ډیرہ مننه بو مو وي۔
وسلام۔
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ! ستا پوښتنه پر درو أجزاؤ مُشتمله ده : د اول جزء جواب دي دادئ چي پدې باره کښي حديثونه راغلي دي چي حرامه غذا چي څوک وخوري نو تر څلويښتو ورځو پوري يې عبادت نه قبليږي .
امام سيوطي (رحمه الله) په «جامع الصغير» کښي (کوم چي د فيض القدير ج۶ص ۸۳ کښي راغلئ دئ) داسي حديث راوړئ دئ : «مَنِ اشتری ثوبًا بعشرة دراهم وفيه درهمٌ حرامٌ لمْ يقبَلِ الله له صلوةً مَا دامَ عليه [ رقم : ۸۴۴۴] .
يعني هر څوک چي رانيسي يوه جامه په لس درهمه ، پداسي حال کښي چي په دغو لسو درهمو روپو کښي يو درهم (يوه روپۍ) حرامه وي نو نه قبلوي الله پاک ده لره لمونځ تر څو چي دغه جامه پر ده باندي وي (یعني ده أغوستې وي) .
پوه سه چي دغه حديث که څه هم امام سيوطي (رحمه الله) ضعيف بللئ دئ خو ودغه ته ورته حديث په مُسند د امام أحمد کښي په روایت د ابن عُمر سره هم راغلئ دئ ، او د شريعت نور أصول هم ددغه مضمون تأييد کوي .
دارنګه په يوه بل حديث کښي داسي راغلي دي : «يا سعد ! أطِبْ مَطعَمَکَ تکُنْ مُستجابَ الدعوَةِ ، والذيْ نفسيْ بيده انّ العبدَ لَيقذفُ اللقمة الحرامَ في جوفه ما يُتَقبّلُ منه عملُ أربعينَ يومًا ، و أیمَا عبدٍ نبَتَ لحمه مِنْ سُحْتٍ فالنارُ أولی به [ددغه حديث روايت طبراني کړئ دئ ، او امام غزالي په «مکاشفة القلوب ص ۳۳۰» هم په حواله د طبراني ذکر کړئ دئ] .
د حديث د مطلب او مضمون پخوړ دادئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) و حضرت سعد (رضي الله عنه) ته وفرمايل چي اې سعده ! حلاله ګرځوه خورکه خپله ، نو به ته مُستجاب الدعوته سې (يعني ستا دُعا به قبليږي) قسم کوم زه په هغه ذات چي ځما نفس موجود او ثابت په قدرت دده سره دئ چي بېشکه يو بنده واچوي يوه ګوله حرامه په نَس خپل کښي پداسي حال کښي چي نه قبليږي له ده څخه (يعني ددغي يوې حرامي ګولې په وجه) عمل د څلويښتو ورځو ، او هر بنده چي راشنه سي غوښه دده له حرامو څخه نو ددوږخ اور ډير لايق دئ په ده سره ( خو د عمل له نه قبليدو څخه مطلب دادئ چي دغه عمل يې تر څلويښتو ورځو پوري د خدائ تعالی د رضا سبب نګرځي ، او هغه فيوضات او برکات چي پر دغه عمل باندي مُرَتب ګرځي نو ددغي حرامي ګولې په وجه هغه برکات او فيوضات له دغه عمل څخه ليري کيږي ، که څه هم نفس ذمه يې خلاصيږي ، مثلا فرض لمونځ يې وکړ نو ذمه يې له لمانځه څخه خلاصه سوه خو دغه لمونځ يې د خدائ د رضا سبب نه ورته ګرځي ، او د فيض او برکت او د نيکو تاثيراتو ذريعه نه ورته جوړيږي) .
دا خو ستا د پوښتني د اول جزء جواب ؤ ، او ددوهم جزء جواب دادئ چي د يو کور مشر چي حرام مال او پيسي وکورته راوړي نو دده ښځه او دده اولاد اول باید پدې کښي کوښښ وکړي چي دَئ له دغي حرام خورۍ څخه راوګرځوي ، او که ده ددوۍ دا خبره نه منله نو بيا که ددوۍ له يوې حلالي لاري څخه چاره کیدله چي خپله غذا برابره کړي نو هغه ډول به کوي ، او دده له دغي مرداري غذا څخه به ځان ګوري ، او که ښځه او اولاد بيخي بې وسه وو ، دده له دغه حرامو پيسو څخه ماسوا يې بله هيڅ چاره نه درلوده نو بيا و دوۍ ته دا روا ده چي ددغه حرام خور ميړه او پلار له مال څخه خوراک وکړي او ګناه يې ټوله دده پر غاړه باندي ده .
هو ! دا خبره ضرور ده چي دوۍ به دده له دغو حرامو پيسو څخه د چلاؤ او د ضرورت په اندازه کار أخلي ، که تر عياشي پوري خبره ورسوي نو بيا دوۍ هم ګنهګار دي .
پدې باره کښي «ردالمحتار ج۶ ص ۱۹۱ / أحکامُ المال الحرام ص ۲۸۹» وګورۍ .
ستا د پوښتني دريم جزء دداسي أذکارو غوښتنه ده چي د حلال رزق د پراخيدو سبب وي نو دا أذکار که دلته دروښيم نور يې هم درڅخه ايزده کوي ، که دي ډيري زارۍ راته وکړې بيا بې په ايميل کښي دروليږم (انشآء الله تعالی) .
والسلام ومن الله التوفيق .
کاتب : ب ا ق ي