فتو ی نمبر(۱۴۱)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : تراب خان مقبل .
علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته أبوالفضل ، افغاني ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پروردگار عالم دی نور توفیق او هم ورسره ډیر ژوند درکړی چه داسلام په لاره کي هغه خلک د اسلام او دین نه خبر کړی کوم چه داسلام معلومات نه لری او په توره شپه کی ژوند کوی حدمت وکری
زما سوال دادی چه که چیری په کوم کور کی زنانه سرلوڅې گرزی ایا پدی کور کښي عبادت کیږی او کنه لکه لمونځ یا نفل ، او د همدی زنانه سزا به سه وی د قیامت په ورځ او هم پدی دونیا کی به کوم مشکل سره محامح وی
او هم په کور کی کوم عکس یا بوت شکل شیان وی عبادت کیزی او کنه ؟
او دا مشکل نن صبا په تول کابل کی پیدا شوی دی .
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه ! ښځه له ککرۍ ترپښو پوري اسلام په سترسره امرکړې ده ، کومه ښځه چي بې عذره په کورکښي یا دباندي لوڅ سر ګرځي نو یوه ګناه خويي داده چي شرعي حجاب اوستر يې (چي باندي فرض دئ) ترک کړ ، دوهمه ګناه يې داده چي له نارینه سره يې ځان مشابه کړ ، اودبخاری شریف حدیث دئ چي رسول علیه السلام فرمایلي دي : «لعن الله المتشبهین من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال» .
یعني لعنت دخدائ دي وي پر هغو نارینه و چي دښځوچمونه کوي او پرهغوښځوباندي چي دنارینه و چمونه کوي .
نوله دې اضافه به بله کومه سخته سزاوي چي دخدائ رسول په یوچا باندي لعنت ووايي .
دریمه ګناه يې داده چي په لوڅ سرګرځیدل دکافرو ښځوشعاردئ ، نودغه مسلمانه ښځه چي لوڅ سرګرځي له کافري ښځي سره مشابه سوه ، اوددغي ښځي کورنۍ شرعا ګناهګاره ده چي سره له طاقته دا له دغه کاره نه راګرځوي .
او عبادت په ځای دګناه کښي خوصحیح دئ ، ليکن فیض اوبرکت يې په هغه صورت کښي نسته چي عذر او مجبوریت نوي .
اوپه کوم ځای کښي چي عکسونه وي دژوندو شیانوپه دې ډول لکه اوس چي په اکثرو کوروکښي دي چي کامل وي او بیخي کوچني نه وي چي سړئ ولاړوي او دَئ په زمکه وي نواجزاوي ئي هریو له ابله جلا جلا صحیح کولاۍ سي نو هلته لمونځ کول مکروه دئ ، اودعکسو راځړول او استعمالول حرام اوکبیره ګناه ده او فرشتې درحمت له هغه ځای څخه بندي دي .
والسلام ومن الله التوفیق
کاتب : ب ا ق ي .