فتو ی نمبر(۱۴۴)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالصمد صمدي .
ځائ : ماسکو .
محترم علامه ابوالفضل صاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، الله مو د روغ صحت خاوند لره ، او له الله څخه درته د لازيات خدمت کولو توفيق دُعا کوو ، محترمه زه ددې پوښتنه کوم چي له ګنا ځخه دتوبې حکم شرعا څه دئ يعني فرض دئ اوکه څنګه اوکه فرض وي نوله ګناه څخه وروسته في الحاله فرض ده اوکه څه ځنډ پکښي راسي نو هم پروا نلري ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه اول خو هر مسلمان (که نر وي که ښځه) پدې سره مکلف دئ چي نافرماني د الله پاک او دده درسول ونکړي ، په نافرماني د الله پاک او درسول دده سره د انسان و دُنيا او آخرت ته سخت نقصان او تاوان رسيږي ، په مځکه او دريابو کښي فساد او خرابي د انسان د ګناه به وجه پيدا کيږي ، لکه چي الله پاک فرمايي : «ظهرَ الفسادُ في البر والبحر بما کسبت ايدي الناس » يعني ښکاره سو فساد په وچه او دریاب کښي په سبب د هغو بدو عملو چي کسب کړئ دئ د هغو لاسو د خلګو .
خو بيا کچيري له يو مسلمان څخه يوه ګناه (که صغيره وي که کبيره) صادره سي ، نو پر دغه مسلمان باندي له دغي ګناه څخه توبه کول فرض دي ، او دغه فرض والئ د توبې په قرآني اياتو سره ثابت دئ ، چي له جملې د هغو څخه يو دغه مبارک آيت دئ چي الله پاک فرمايي : « وتوبوا الي الله جميعا ايهاالمؤمنون لعلکم تفلحون » يعني او رجوع وکړۍ له ګناوو څخه الله پاک ته ټول اې مومنانو ! ددې دپاره چي کاميابه سۍ تاسي .
پدغه مبارک آيت کښي الله پاک وبندګانو ته أمر په توبه سره کړئ دئ ، او أمر لپاره د وجوب او فرضيت راځي نو معلومه سوه چي توبه کول له ګناه څخه فرض دئ .
امام نووي (رحمه الله) د مسلم په شرح [ج۲ ص ۳۵۴] کښي فرمايلي دي چي ټولو علماوو اتفاق کړئ دئ پر دې باندي چي له ټولو ګناوو څخه توبه واجب (یعني فرض) ده ، او بل دا فرض ده چي في الحاله به سړئ توبه کاږي (يعني څرنګه چي ګناه ورڅخه صادره سوه نو دفعتًا به توبه کاږي ،تاخير او ځنډ په توبه کولو کښي روا نه دئ ) .
مطلب دا چي که توبه وځنډوي نو دا بيا بله ګناه سوه ، عام له دې څخه که دغه ګناه غټه وي او که کوچنۍ .
د امام نووي عربي عبارت : « واتفقوا علي ان توبة من جميع المعاصي واجبة ، وانها واجبة علي الفور ، لايجوزتاخيرها ، سواء کانت المعصية صغيرة ، اوکبيرة ».
دارنګه امام غزالي (رحمه الله) فرمايلي دي چي د ټولو امامانو پر دې باندي اجماع راغلې ده چي توبه فرض ده ، د هر شخص دپاره په هر حال کښي ، او د الله پاک ددغه قول ظاهر چي «وتوبوا الخ» هم پر دې خبره باندي دلالت کوي .
قال الغزالي : والاجماع منعقد من الأئمة علي وجوبها ، وقال : ان وجوب التوبة عام في الاشخاص والاحوال ، فلاينفک عنه احد البتة و ظاهر الکتاب قددل علي هذا اذقال تعالي « وتوبوا الي الله جميعا ايهاالمؤمنون لعلکم تفلحون » فعمم الخطاب ( احياء العلوم : ج ۲ ص ۵ و ۸ ) .
البته پدې خبره کښي څه اختلاف سته چي له ګناه څخه وروسته بالفوره توبه فرض ده ؛ ځکه چي د حنفي علماوو په نزد د علمِ أصول ددې قاعدې له رويه چي أمر مفيد د وجوب دئ مطلق له دې څخه چي في الحاله مفيد دئ او که پر سبيله د تراخي ، يعني پدې ډول چي أمر د خدائ پاک مثلا فرضوالئ د شي ثابتوي خو دا پکښي ضرور نه ده چي في الحاله به وي ، ليکن د توبې په مسئله کښي راجح او بهتره خبره داده چي توبه کول له ګناه څخه في الحاله فرض دئ ، او د توبې ځنډول روا نه دئ ؛ ځکه د امام غزالي او د امام نووي د قول مطابق پر دې خبره باندي ځانته اجماع راغلې ده چي وجوب او فرضيت د توبې عَلیَ الفور دئ ، نو مسلمانان دي له دې څخه خبردار وي چي هر بالغ مسلمان که نَر وي او که ښځه چي کله يوه ګناه له ده څخه صادره سي نو دوه شيان پر ده باندي فرض ګرځي : اول له دغي ګناه څخه توبه کښل ، دوهم دا چي دغه توبه به هم في الحاله کاږي ، او تأخير او ځنډ به نه پکښي کوي .
والسلام ومن الله التوفيق .
کاتب : ب ا ق ي.