فتو ی نمبر(۱۴۵)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالصمد صمدي .
ځائ : ماسکو .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم علامه أبوالفضل صاحب ستاسو له درانه حضور څخه ځما بله پوښتنه داده چي توبه پر څو قسمه ده ؟ که د توبې د قسمونو تشريح راته وکړۍ مهرباني به مو وي . د جواب په هيله .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! توبه په مختلفو اعتبارو سره مختلف تقسيمونه قبلوي ، په اعتبار د هغه فعل چي مسلمان له هغه څخه توبه کاږي په يوه تعبير يو قسم توبه له قطعي حرام کاره څخه ده ، او دوهم قسم توبه له هغه کاره څخه ده چي په شريعت کښي مکروه تحريمي وي ، او دريم قسم توبه له هغه کار څخه ده چي مکروه تنزيهي وي ، او څلرم قسم توبه له داسي کار څخه ده چي په هغه کښي انسان شکمن سي چي دا به روا کار ؤ او که ناروا ، او پدې ډول نور قسمونه هم لري .
او په بل تعبير توبه پر درې قسمه ده : اول قسم توبه له کبيرې (غټي) ګناه څخه ده او دوهم قسم له صغيرې (کوچنۍ) ګناه څخه ده ، او دريم قسم توبه د بدعت له کار څخه ده .
او که د توبه کونکي انسان د حال رعايت وکړ سي نو بيا بل ډول تقسيم او ويش په توبه کښي کيږي ، ملا علي قاري (رحمه الله) په شرح د فقه أکبر کښي ذکر کړيدي چي خلاصه يې پدې ډول ده چي توبه درې قسمه ده :
اول : د عامو خلګو توبه، دوهم : د خاصو خلګو توبه . دريم : توبه د هغو خلګو چي عارفين د خدائ پاک او مُوَحدين ورته ويل کيږي (عارفين او موحدين د علماوو د شریعت او د طريقت په اصطلاح کښي د الله پاک هغه بندګان دي چي تر عوامو او خواصو په لوړ او اوچت مقام کښي قرار لري) .
د عوامو خلګو توبه داده چي د ګناه له کارو څخه توبه ګار وګرځي ، او د خواصو خلګو توبه عبارت ده له دې څخه چي کله يو قسم غفلت له طاعت ، بندګۍ او د الله پاک له ذکر څخه ورته عارض سي نو له هغه څخه دوۍ توبه وکاږي ، او د عارفينو توبه عبارت ده له دې څخه چي هر څه چي ماسوا له الله (جل جلاله) دي د هغو ټولو له ملاحظې او التفات څخه توبه ګاره سي ، لکه چي «ابن فارض » په يوه شعر کښی ويلي دي :
وَلوْخَطَرَتْ فِيْ سِوَاکَ ارَادَةٌ - - عَلی خاطري ْسَهوًا حَکمْتُ بِردّتيْ .
يعني کچيري تيره سي مالره په ماسوا ستا کښي اې خدايه ! يوه اراده پر زړه ځما باندي (يعني اې خدايه ! که داسي پيښه سي چي پرته له تا مي په زړه کښي د بل شي اراده پيدا سي) نو حُکم کوم زه (يعني په هغه وخت کښي) په ارتداد خپل (ګواکي زه له دين څخه مرتد سوم) .
د ملا علي القاري الحنفي (رحمه الله) عربي عبارت :
ولها مراتب : توبة من المعصیة : وهي توبة العوام ، وتوبة عن الغفلة : وهي للخواص . وتسمي الاوبة ايضا ، ومنه قوله تعالي في حق الانبياء « انه اواب » اي رجاع الي الله بالتوبة . وفي حق الصلحاء : « فانه کان للأوابين غفورا » و توبة عن ملاحظة غيرالله ، وهي للعارفين ، والموحدين کماقال ابن الفارض : شعر : ولوخطرت في سواک ارادة - - علي خاطري سهواحکمت بردتي ( شرح الفقه الأکبر : صـ ۱۹۳ ) .
والسلام ومن الله التوفيق .
کاتب : ب ا ق ي .