فتو ی نمبر(۱۴۸)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : حلیمه،کورمه ایجنسي
ووتلي نامتوعالم ابوالفضل ته اودبېنوا وکار کونکوته السلام عليکم
زما پوښتنه داده چي يوڅوک چي يونېک عمل کوي نودالله تعالي درضا سره يې بل دنيوی مطلب هم په زړه کي نيولي وي نو دده داعمل قبليږي اوکه يا
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي خورې نن صبا دي الله پاک فضل وکړي نیتونه دمسلمانانوپه عمومي ډول په نیکوکاروکي بېخي خراب دي ، عالم اوبې علمه پیر اوفقيرنراوښځه په دې باره کي بې تفاوته دي سره له دې چي دنیت دسموالي مساله په اسلام کي ډېره مهمه ده هیڅ نیک عمل دنیت له سموالي پرته دخدای پاک په در کي اعتبارنلري کوم عمل اوکار چي دخدائ درضا ماسوا بل دنيوی نيت هم ورسره وي نوودې ته عمل مخلوط ويل کيږي اوعلماوو داډول کار ودرو ډولوته وېشلئ دئ :
اول داچي دنيوي باعث اواخروي باعث سره برابر وي ، داعمل دخداي جل جلاله په دربارکي مردود اونامقبول دئ که څه هم عذاب نلري .
دوهم داچي دنياوي باعث غالب وي پراخروي باندي ، دغه رازعمل هم باطل دئ اوهم سبب دعذاب دئ خوعذاب يې ترعذاب دهغه نېک عمل کم دئ چي هغه خالص ددنیوي غرض له پاره سوَی وي
دريم داچي باعث ديني غالب وي پرباعث اخروي باندي دغه ډول عمل ثواب لري خوڅومره نیت چي يې ددنیوي شي پکښي کړَیوي نوهغومره يې په ثواب کي کمبود راځي .
ددې خبري دثبوت دپاره دامام غزالي رحمه الله دغه لاندي عربي عبارت وګورۍ :
اعلم أن العمل إذا لم يكن خالصا لوجه الله تعالى، بل امتزج به شوب من الرياء أو حظوظ النفس، فقد اختلف الناس في أن ذلك هل يقتضي ثوابا، أم يقتضي عقابا، أم لا يقتضي شيئا أصلا، فلا يكون له ولا عليه؟
وأما الذي لم يرد به إلا الرياء فهو عليه قطعا، وهو سبب المقت والعقاب.
وأما الخالص لوجه الله تعالى فهو سبب الثواب.
وإنما النظر في المشوب، وظاهر الأخبار تدل على أنه لا ثواب له، وليس تخلو الأخبار عن تعارض فيه.
والذي ينقدح لنا فيه، والعلم عند الله، أن ينظر إلى قدر قوة الباعث.
فإن كان الباعث الديني مساويا للباعث النفسي تقاوما وتساقطا، وصار العمل لا له ولا عليه.
وإن كان باعث الرياء أغلب وأقوى فهو ليس بنافع، وهو مع ذلك مضر ومفض للعقاب، نعم العقاب الذي فيه أخف من عقاب العمل الذي تجرد للرياء، ولم يمتزج به شائبة التقرب.
وإن كان قصد التقرب أغلب بالإضافة إلى الباعث الآخر ـ فله ثواب بقدر ما فضل من قوة الباعث الديني، وهذا لقوله تعالى: (فمن يعمل مثقال ذرة خيرا يره، ومن يعمل مثقال ذرة شرا يره)، ولقوله تعالى: (إن الله لا يظلم مثقال ذرة، وإن تك حسنة يضاعفها). فلا ينبغي أن يضيع قصد الخير، بل إن كان غالبا على قصد الرياء حبط منه القدر الذي يساويه وبقيت الزيادة، وإن كان مغلوبا سقط بسببه شيء من عقوبة القصد الفاسد. احیاءالعلوم ج۴ص۴۰۵
والسلام ومن الله التوفیق