کام علیکم و برکاتو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4411
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2005-11-22

طنز:

     د ګدوډیستان  په ښار کې کام او کام پالنه خپل لوړ ستونځ

 (اوج) ته رسیدلې وه. د کام پوښتنه د سلام پر ځای کاریدله ،

چې دوه  کسه  به سره مخامخ شول نو د لاس ورکولو نه مخکي

 به یې   یو بل ته ویل:

کام علیکم  ،  په هغه کی بیا او    په هغه کی بیا وبرکاتو...

(په کام څوک یې؟ په هغه کې بیا څوک  یې؟ او په هغه کې بیا..)

دوېم به ځواب ورکړ:

(اتل زی  واعلیکم! سوک واهنه  .په هغه کی بیا پزه ماته  و

 برکاتو)

بيا به هغه بل په شک سره ترې وپوښتل:

کام علیکم  ،  په هغه کې بیا ،  په هغه کی بیا وبرکاتو...

هغه بل به ځواب ورکړ:

(وېښتان  واعلیکم! څوڼی  ‎ په هغه بیا، پک  و برکاتو)

که به دواړه د یو کام یا اشنا راوختل نو لا سونه به یې سره

 وکړپوله او غیږ په غیږ به شول. خو که به په کې  توپیرپیدا

 شوی وای نو بې شپېلک ازاده غیږ پیل کېده.

ګلو د یوه اړین کار لپاره ګدوډیستان  ته تۍ نو دوستانو

 یې  ورته وویل:

پام کاوه که چا پوښتنه در نه وکړه چې په کام څوک یې!

 داسي یو څه ورته ووایه چې هغوی پوه نه شی کنه نو

پر بده بلا به واوړې!

ګلو د ګدوډیستان  په لیاره یو دوکان ته د څه اخېستلو

 لپاره تم شو، دوکاندار د سلام پر ځای په مرموز ډول ترې

 وپوښتل:

کام علیکم  ،  په هغه کي بیا په هغه کي وبرکاتو...

ګلو هک پک پاته شو چې څه ووایي تر لږ چرت وروسته

 یې په داسې حال کی چې ژبه یې بنده بنده کیده زړه نا زړه

 وویل:

سیلاوزی علیکم!باران په هغه کی بیا، سرسبزي  و برکاتو

دوکا ندار سر وښوراوه اودڅه غواړی پوښتنه یې ترې وکړه،

 څو تنه چې د دوکان  مخي ته ناست وه او غوږونه یې بوڅ

نیولي وه،د هغو زړونه هم بیغمه شول او بیرته په خپلو

 کارونو لګیا شول. ګلو یوه ژوره سا ویستله سودا یې

واخېستله او رهي شو. یو  څو ګامه لا نه وتلۍ  چې يوکوچی

 چې هلته پروت او په  پټو کی  یې ځان نغښتی وو ناببره لکه

 لیونی  په ببر سر راجګ شو او لکه چې ورکه یې موندلې ویي

 نارې او بوغاري یې کړې:

- ودریږه چیری ځی؟ ودریږه! ودریږه!!!

پروښږکال دی نیکه په لوړه شېله کي زما دوه سوه وزې وړی وې!

 او ته داسی خرامان خرامان  رهي یې، راتاو شه، راوړه تاوان!

د دی خبرو په اوریدو سره  هلته نورو خلکو  هم  بیله څه

 ویلوخپل کارونه پرېښودل له ځایو را جګ شول او د ګلو

خواته لکه کرک چی نېسي کرار کرار رانژدې کېدله، هومره

 چې به پر ګلوکړۍ تنګېده هغومره شور ماشور جګېده

 او ورسره ورسره هوایې ډزی هم ډیرېدې  اود خوشالی پټوان

 پورته پورته غورځول کېدل

خوار ګلو له شرمه په خولو کې ډوب وو نه پوهېده چې کوم

 بد کار یې کړۍ چې دا خلک د ده په نیولو دومره خوشالۍ کوی

او له هرې خوانه سړو او ماشومانوځانونه په منډه منډه دی

کړۍ ته  رارسوله او دوړی یې جوړي کړي وې

.یو سپین ږیری په لوڅو پښو اولوڅ سر د نورو نه مخکی په

منډه منډه  د دوی خواته  راځغاست

ګلود هغه په لیدو خوشاله شو ناړی یې تیري کړې او له

 ځان سره یې ورو وویل:

 هغه دی یو سپین ږیری چی ډیری تودې او سړې یې لیدلي

 دی، راغۍ هغه به هرومرو ما له دی  آدمخورو له شره خلاص

کړي.

 سپین ږیری  وه ګلو ته چې لاسونه او پښې یې ټینګ تړل

 شوی وه ورنژدی شو په ځیر ځیر یې هغه له نظر تیر کړ بیله

 دی چی هغه ته څه ووایي د هغه پر مخ یې ور تو کړل او بیا یې

 په غوسه سره  له مدعی نه وپوښتل:

-                    څه پیښه ده؟

مدعی په سا نیولي ږغ ورته وویل:

دا سیلاوزی علیکم!خړی اوبه ،اوټولی وزې وبرکاتو

سپین ږیری په غتوغټو سترګوپه زیږ ږغ وویل :

ښه!

مدعی کوچی زیاته کړه:

-        داهغه  دی چې نیکه یې پروسږکال په لوړه شېله کې زما

-         دوه سوه وزې یووړې. په یاد دی شول!

سپین ږیری له لږ چرت نه وروسته وویل:

- هو هغه چی زما دوه سوه وزې هم ستا د وزو پسې وې!

سپین ږیری یو وار بیا په نارو سورو شواو شکرونه یې ایستل

 او د ګلو نه په غوسه سره  پوښتل:

  ته دا دومره وخت چیری وی !

په همدی وخت کې ډولونه هم راورسېدل

او ګلو ګرد چاربیره ملی اټن پیل شو.             

طنز: