اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - یولسمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44171
ژباړه : قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2011-05-15

 
(۱۱۰)
په  یمن   کې   د عریب  بن عبد کلال  په نامه :
(ددې فرمان  نقل  نه دې تر  لاسه  شوې   )
(۱۱۱)
د همدان د شیخ عمیر په  نامه   :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  له اړخه د عمیر ذی مران  او د همدان  د نورو مسلمانانو په  نامه  :
سلامت  اوسئ ! زه  ستاسې په وړاندې د  لاشریک او  واحد  خداې  ثنا او  حمد  بیانوم .
ددې  نه بعد!  مونږ  ته د  روم (تبوک ) څخه  د راستنیدو نه وروسته   ستاسې د مسلمانیدو  خبر راغې ، بې له شکه  چې کله  چې تاسې   ( اشهد  ان  الا اله الا الله   و اشهدان محمدا  عبده  ورسوله )  سره یو ځاې  لمونځ   ادا کړئ ، زکات   ورکړئ  نو مونږ هم  ستاسو د ځانو او  مالونو   مسؤلیت   و مانه ، د( آس)  په ټوله  ځمکه  ستاسې   قبضه   منل کیږي  په کوم کې  چې تاسې  اباد   او  اسلام  مو منلې  دې  ، په دې  کې دهغه ځاې  غرونه ، چینې ، او  ویالې  هم شاملې دي . په  دې اړه به هیڅوک  په تاسې   ظلم و نه شی کړاې  او نه  به په تاسو کوم  بار  بارکړل  شي .
او  مالک  بن  مراره  رهاوی  ستاسې په  لټه کې و ، ماته دا خبر همغه  راوړې  دې ، دمالک سره  ښیګنه وکړئ ، ځکه دا  خبره دهغه  سره ښائې.
(محرر : علی بن ابې  طالب )

(۱۱۲)
ددقوم دوکیل ، قیس همدانې   په نوم د  رسول الله ص   لیکلې  وثیقه  :
په مکې کې د  اوسیدو(۱) په وخت کې  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   په  خدمت کې  قیس  ( بن مالک  بن سعد بن لائی الهمدانې ) حاضر شو ، رسول الله صلی الله علیه  وسلم هغه  ته  یوه  وثیقه  و لیکله  چې په   هغې کې یی  قیس د همدان دقبیلې د لاندې  شاخونو   مشر  ومانه   : (۱) «  په مکې کې د اوسیدو  څخه  دمکې د فتحې  یا حجة الوداع  وخت دې  ).
الف-  د احمورصها د نسل  څخه  :   ۱-  قُدَم ،  ۲- آل ذی مران ،  ۳- ال ذی لعوه  ،  ۴ – اذواء
ب -  د غرب  د غه  نسل  :
ارحب  ، نُهم  ، شاکر ،  وداعه  ، یام  ، مُرهبه  ، دالان ، خارف  ، عُذر و  حجور (  د هغوې دحلیفانو او دوستانو په ګډون  ) .
 دې  وثیقې  لرونکوته   د (رسول الله ص  ) د احکامو د اوریدو سره سم   ددې  اطاعت  کول  اړین دي .
د الله او رسول  له  اړخه د  هغوې د خوندي ساتنې  ذمه واري  د هغوې  د لمانځه د اداء کولو او د زکات  د ورکولو پورې  تړلې  ده .  
او دبخشش  په توګه  به  په  استمراري  توګه   تاسې  ته   د خیوان  دسیمې  څخه  دوه سوه  فرق ( دتول  یو ډل  دې  چې صاع هم ورته ویل کیږي  ) منقې، سل  فرق  جوار  ---(همدا راز)  د عمران د الجوایف  د سیمې څخه  سل  فرق  غنم   به  هم  د الله دمال څخه هر کال درکول  کیږي .
بله  نسخه  :  د حافظ  ابن  احجر  له اړخه  : د ابن اثیر د  روایت  له مخې :
د ابن  منذه  په  حوالې سره  :
1- زه  تا دغرب د قبیلې  او د احمورا په  دواړو  شاخونو  او دهغوې په اموالو باندې  امیر ټاکم .
2- ستاسو او ستاسو  د وارثانو له پاره  به  د نسار د سیمې د جوارو څخه دوه سوه ( صاع)  او دخیوان  دمنقې څخه  دوه  سوه  (صاع)   « همیشه ، همیشه ،همیشه  »   د بیت المال  څخه درکول  کیږي .
(۱۱۳)
دمالک ابن  نمط همداني   او یک جدیان مالک   له پاره  وثیقه   :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا  د محمد رسول الله  ص  له اړخه  د همدان  د قبیلې د  اوسني  مشر  ، مالک   ابن نمط   اودهغې یک جدي  له پاره  لیکل  شوې  وثیقه ده :د لاندې ځایو   له پاره  چې نومونه  یی   دادي :
جناب الهضب  ، حقاف الرمل  او ذی المشعار :  دوې او ددوې  نور قوم دمسلمانیدو  په صورت کې  په دې وثیقه کې  شاملیداې  شی .  هغه مراعات  په  دې توګه دي :
1- ددرې  واړو  سیمو په  ټیټو  ، هموارو  ،  تیږلوړه  زمکو  او غونډیو   ټولوباندې دهغوې   قبضه منل کیږي .
2-  هغوې ددې سیمو  د وچو او لمدو په ګډون   هر ډول  واښه   استعمالولې  شي .
3-  بیت المال  ته به د  تړون  په اساس، او دخوندي ساتنې  او امانت  په توګه  به   ټول  وثیقه   لرونکې  ددې لاندې اجناسو د( بیرته ) تحویلولو  مسؤلیت لري .
1- د ګرمۍ او یخنۍ  څخه د خوندي کیدو  په خاطر، لوې څادرونه،  څرمنې  او وړۍ  او ....نور شیان  اخستلاې شي .
2-   په صدقاتو کې  زوړ او ځوان  اوښ  ،دواړه  ډوله  ،  او ځوان  حیوانات  او ځوانې   غواګانې ، او سپین  رنګه   میږې  او شپږ  کلنې او بالغې  اوزې  اخستل کیږی .
(۱۱۴)
د ضمام بن زید الهمدانې  له پاره  :
خو ددې لیک نقل  نه دې تر لاسه شوې :
(۱۱۵)
د قیس بن نمط  الهمدانې  الارحبی  له پاره  :
ددې  لیک  نقل  نه دې تر لاسه شوې .
(۱۱۶)
د یمن د عک رئیس خیوان  له پاره  وثیقه  :
بسم الله الرحمن الرحیم
د عک رئیس خیوان  له پاره دا  لیکلې  فرمان دې   چې  که چیرې  هغه دخپلې  زمکې ،  شتمنئ  او غلامانو دملکیت  څخه  په ریښتونې توګه ګټه اخستل غواړي ، نو هغه  د الله او  محمد رسول الله  په امن  کې   دې .
محرر : خالد  بن سعید بن العاص
(۱۱۷)
د  داران رهاوي د قبیلي له پاره د رسول الله ص  لیکلې  فرمان  :
 درهاوي   قبیلې  ګڼ شمیر  کورنۍ در لودې  چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هغوې ته  لیکلي امن لیک ورکړې و،خو هغه لیکلې فرمان هغوې د  معاویه رض  په  وخت  کې  و پلوره  ( لیکوال ).
 (  خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې.)
(۱۱۸)
د خولان د معدی کرب  بن  ابرهه  له پاره  وثیقه  :
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  معدي کرب  بن ابرهه  ته دا   لیکلې  وثیقه  ورکړه :  او هغه  دا چې:  په خولان  دهغوې قبضه  منل کیږي .
(۱۱۹)
د ابومکنف عبدرضا الخولاني  له پاره لیکل شوې  وثیقه  :
محرر  :  معاذ  دې  ، خو  ددې وثیقې  نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۰)
د خالد بن ضماد  ازدي  له پاره  وثیقه  :
دهغوې  زمکې دهمغوې  له پاره دې  په دې  شرط  چې  هغوې :
1-  په واحد او لاشریک خداې  ایمان راوړي ،
2- دمحمدص   په  بندګۍ   او رسالت  باندې   اقرار وکړي .
3- دلمانځه قیام ، د ذکات  ورکړه   او د  روژې  دمیاشتې  روژې نیول  او دکعبې کولو په  حج  باندې عمل وکړي .
4-  محدْث ( ددین باغې)  ته پناه  ورنه کړي .  
5- د اسلام په اړه  په شک و شبې  کې  و نه لویږي .
6- دخداې ج او رسول  ص  دتعلیماتو  پابند اوسي .
7- دالله ج سره  دمحبت کونکو  سره محبت  او دهغه د دښمن  سره دښمني وکړي .

او په محمد نبيص   باندې  دهغوې  حق  دا دې  چې د هغوې  د(قبیلې  دمشر)  ، خالد ، ځان ، مال ، کورنۍ او اولاد   د  خطر  څخه خوندي وساتي  .
که چیرې  خالد  ازدي  هم دغه  شراېط  پوره کړي  نو هغه به د محمد نبیص  په پناه کې وي .
محرر : آبي . 
(۱۲۱)
د  جناده  ازدي  او  دهغه دقبیلې  له پاره  :
بسم الله الرحمن الرحیم
د ا  دمحمد رسول الله صله اړخه   امن لیک  دې :
د جناده  ازدي  ، د هغه د قبیلې  او حلیفانو  له پاره : او هغه دا چې :  دوې د اللهج  او محمدص بن عبدالله   په پناه کې دي   په دې شرط  چې  په لاندې  احکامو عمل وکړي :
د لمانځه  قیام ، د زکاة  ورکړه  ، د روژی نیول   او دالله ج  اودرسول ص  اطاعت  ، په غنیمت  کې  دخداېج  او دنبي  ص له پاره  خمس   او دمشرکینو  سره  د اړیکو پرې کول .
محرر :  آبي .  
(۱۲۲)
د ابوظبیان  ازدي  ( غامدي)  له پاره  :
رسول  الله صلی الله علیه وسلم ، ابوظبیان  عمیر بن حارث  ازدي  ته دا  امن لیک  ورکړ :
د غامد  د قبیلې  څخه  چې هر څوک مسلمان  شي ، دهغه حقوق د نورو مسلمانانو سره برابردي ، دهغه مال او ځان پر مونږ حرام دې ،هغوې د عسکری خدمت  څخه  مستثنې دي  اود پخپله  دخپلې مملوکه  زمکې  خاوندان  دي.
 (۱۲۳)
د عمرو بن عبدالله ازدي  ( غامدي  ) له پاره  :
خو ددې لیک  نقل  نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۴)
د مسمّې بارق  د قبیلي  له پاره   :
دا د محمدرسو الله   له اړخه  د بارق   له پاره  لیکلې  وثیقه ده  :
1- مسلمانان دې  د ګرمۍ او یخنۍ  په  دواړو   موسمونو  کې د بارق  د اجازې  پرته خپل  څاروی دهغوې  په ځنګلونو کې نه  څروي .
2- د قحط او وچ کالۍ په وختو کې  پر هغوې دمسلمانانوله پاره تردرې  ورځو اخوا   میلمستیا نه شته . دهغوې د باغاتو نه  په تیریدو سره  یو تیریدونکې   د یوه  وږي د مړښت   په اندازه  خوړلې  شي  خو میوه  له ځانه سره نه شي وړلې  .
ګواهان  :  ۱-  ابو عبیده  الجراح ،  ۲- حذیفه بن الیمان
محرر  : آبي .
(۱۲۵)
دمازن بن عمرو بن تمیم د قبیلې د قیس بن حصین   له پاره  :
خو ددې لیک مضمون  نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۶)
د   اعشې شاعر (عبدالله ) دښځې   په اړه  د مُطّرف بن مازني  په  نوم :
(دلیکوال له اړخه) : دا  عبدالله بن  اعور حرمازی المازني ته، چې په  اعشې شاعر باندې  مشهور و ،د ورپښې شوې  پیښې په اړه  لیک دې.  هغه د هجر(سیمې ) ته د غلې د پیریدو  له  پاره  ورغلې و  ، دهغې وروسته دهغې  ښځې(  معاذه )  دکوره ووتله  او د مُطَُّرف ( بن نهضل  بن کعب  بن قشع بن دلف  ابن امیم  بن عبدالله ) په کور کې یی پناه واخسته ، کله چې عبدالله بیرته  را ستون  شو نو ښځه یی په کور کې نه وه ، ورته وویل  شول  چې هغه تښتیدلې او د مطر ابن نهضل په کور کې   پرته ده . عبدالله  نهضل ته وویل :  « اې  زما د کاکا زویه ! زما ښځه  ستا کورته  راغلې ده  هغه ماته  را وسپاره ؟ » نهضل ورته وویل : « اول خو زما په کور کې نه شته ، او که  وی  هم  نو ورځه او خپله لاره و نیسه  ! » ( مطرف د عبدالله په مقابل کې  ډیر  معزز و ).  عبدالله د رسول الله  صلی علیه وسلم  خدمت کې  حاضر شو او دا شعر یی  ورته  ووایه  :
یاسید الناس  و یا دیان العرب    ینمي الې ذروة عبد المطلب
(اې دعالمیانو سرداره  ! اې د عربو شارعه   اې د عبدالمطلب نوم  روښانه کونکیه !
تلک  قروم سادة  قد ما نجب     الیک  اشکو ذربة  من الذرب
(هغه چې دغوره  او د نجیبې کورنۍ غړې دې            ما تاته  د هغه داوږدې ژبې څخه شکایت راوړی)
کالذئبة  الغبساء فی ظل السرب    خرجت  بغیها الطعام  فی رجب
( د  لیوه  په  څیر  په  خپل سنګر کې ناست  دي . اوزه په رجب  کې دهغه څخه د ځان  له پاره  خوراک  غواړم)
و خلقتني  بنزاع  و هرب       اخلفت  العهد ولطت الدنب
(  خو هغه زه په نزاع  او جنګ  کې  اخته کړم  اوپه خپله یی لکۍ  د ځان لاندې کړه او کیناست)
و ترکتني  وسط  عیص  ذی الشب    اکمه لا ابصر عقدة الکرب
(اه :  هغه زه په  اغزن  ځنګل کې  پریښودم      زه ړوند  یم  نودا  سخته  لاره  به څنګه ووینم  .)
تکدر جلی مسامیر  الخشب     وهن شر غالب  لمن غلب
(اه : زما پښې هم د لرګیو د زخو په واسطه  زخمې  شوی دی     او داډول  حال  هر سړې مغلوبولې شی .)
اوس نو هغه د مطرب کورته   دخپلې ښځې  د ورتللو په اړه   شکایت  وړاندې کړ . دهغه په دې شکایت  رسول الله صلی الله علیه وسلم  عبدالله  ته یولیک  ولیکه  ( چې د مطرف  په نامه و )
( ورته یی  لیکلي و  چې : ) «د دې لیک ددروړنکې  ښځه همدې ته  په لاس  کړه  . »
مطرب د رسول الله صلی الله علیه وسلم مکتوب  ولوست  نو هغه ښځې ته یی وویل : « اې معاذې ! ماته رسول الله صلې الله علیه وسلم  حکم کړې دې  چې زه تا خپل خاوند ته بیرته ورحواله کړم . » معاذه ورته وویل :«  د عبدالله څخه  ژمنه واخله  چې هغه به ماته  په دې اړه  سزا  نه راکوي » مطر ف د عبدالله څخه  ژمنه واخسته  او ښځه  یی بیرته  عبدالله ته  وروسپارله .
(۱۲۷)
د ارطاة ابن کعب  بن شراحیل نخعي  له پاره  :
ددې لیک مضمون  نه دې  تر لاسه شوې .
(۱۲۸)
د ارقم  بن کعب  نخعي له پاره  :
ددې   لیک  مضمون   نه دې ترلاسه شوې .
(۱۲۹)
د زراره ابن قیس  نخعي  له پاره   :
ددې لیک مضمون  نه  دې تر لاسه شوې .
(۱۳۰)
د قیس بن عمرو  نخعی  له پاره   :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۳۱)
د (حضرموت)  ربیعه بن  ذومرحب  په نامه  :
رسول الله صلی الله علیه وسلم  ربیعه  (بن ذومرحب حضرمي ، دهغه ورور  او کاکا  درې واړو  له پاره  دا لاندې وثیقه  عنایت کړه :
په حضرموت  کې دهغوې د منقوله او غیر منقوله   ټولې شتمنۍ ، کوهیانو ، د اوبو ټولې سر چینو ، چینو، ونو   ، خوراک  ،څښاک   او  هر څه  باندې  ددوې  قبضه  منل کیږی .
دهغوې دزمکو په حاصلاتو کې  به  دمیوو او  بیرو  د ونو  نه اخوا ،  په  نور هر شې  دهغوې  ولکه  وي. هر هغه څوک  چې په دغو شیانو  کې ، چې ددوې په قبضې او تصرف کې ورکړل شوي  ،  مداخله وکړی، خداې اورسول  به ور  څخه  برّي الذمه  وي .
د ذی مرحب  د آل  سره  کومک  په  هرمسلمان ټولګي  باندې واجب  دې . دهغوې په سیمه کې به زمونږ له اړخه  هیڅ ډول  تصرف نه کیږي ، دهغوې د  اموزل ، نفوس  او ملک  نومې   مشهورو باغونو  کانال (ویاله)    چې د  آل  قیس د وادی  څخه   تیریږي ، دهغه څارنه  په الله او دهغه په رسول ده .
(۱۳۲)
دوائل ابن حجر حضرمي  له پاره : (۱)
لیکوال :  کله چې  وائل بن حجر  د(مدینې څخه ) د خپل وطن  په لور د ستنید  په اراده د رسول الله  صلی الله علیه وسلم حضور  ته ورغې  نو ورته یی وویل : « یارسول اللهص  ! زما پر قوم  زما د سیادت  فرمان  ولیکئ»  رسول الله  صلې الله علیه وسلم  معاویه رض   ته  د درې داسې  فرمانونو د لیکلو په اړه  وویل او وائل ته  یی ورکړل ، په دې ډله کې دغه فرمان  د وائل دسردارۍ په  اړه  لیکل شوې و:
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول الله صلی الله  علیه وسلم  له اړخه   د  مهاجر۱   بن  امیه   په نامه !
(1) (دمهاجر اصلي نوم  ولید دې  خورسول الله  هغه په  مهاجر باندې  واړاوه ،دا د ام  المؤمینین  آم سلمه حقیقې ورور دې او  د صنعاء  والي و ) .
واورئ ! وائل صاحب  خدم  او حشم  دې  دهغه سیادت  په  حضرموت کې دحمیر  په شهزادګانوباندې قایمیږي.
 (۱۳۳)
 دا هم د وائل  له پاره  : (۲)
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول اللهص   له اړخه  د حمیر  ملوکو او شهزادګانو ته  !
پر تاسو ټولو دا  احکام  لازم دي
1- د لمانځه  قیام ،
2-  د زکات  ورکړه  ، ددې لاندې  نصاب  په اساس :
الف -  د  نصاب  په لمړنې حد باندې  صدقه  واجب ده .
ب  - دصدقې  څخه د په څنګ کېدو په خاطر خپله رمه د بل  چاپه رمه  کې مه  ور ننه باسئ .
ج-  سرکاری  محصل ( دصدقاتو ترلاسه کونکې )  او  صدقه ورکونکې دې  یو دبل  سره  دبې انصافۍ نه کار نه اخلي .
د- محصل  دې د حیواناتو د خړوبولو ځاې ته نه ورځی او نه دې په ښه  حیوان  باندې  نښه لګوي .
ه -  د حیواناتو مالک دې  خپل  څرونکې  د  صدقې د ورکړې په وخت کې  لرې ځاې ته نه شړي، چې بیا محصل   ستړې ستومانه دهغې پسې  یوځاې بل ځاې ګرځي .
و-  محصل دې  د حیواناتو دشمیرلو  په وخت کې داسې حساب نه  کوي  چې د اصل څخه  زیات  شمیر وصول کړي .
ز-  د مالونو خاوندان دې  دمسلمانو تحصلیدارانو د ډلې سره  کومک کونکي اوسي .
دمشتري په لاسو د قرض شي په پلورلو سره  ، دهغې د رقم د وصول  نه مخته  ، په  کم قیمت  دهغې اخستل    سود  دې.
یادونه :  په  دې فرمان کې  جمله  « وعلې کل  عشرة ما تحمل  العراب (؟)»  په همدې  صورت کې دي .
په بل  روایت سره  :
د (یمن) د حمیر د شهزادګانو  او  زړه ورو پاسبانانو  له پاره  دغه لاندې  احکام دي :
1-  د حیواناتو  د کوم شمیر څخه  چې  نصاب  پیلیږی   په همغه شمیر  پر هغوې  زکات  واجبیږي .د زکات  حیوانات  باید عیبجن  نه وي.
ډیر پیړ ، لوږې وهلې  وچ ، په ټوله رمه کې تر ټولو زیات  غوښن   به نه  اخستل کیږي  بلکه   په منځنې حال   به وي.
2-  په دفینه  کې   یو په  پنځه  ذکات  دې .
جزایی قوانین  :
1-    د  ناواده  شوي  زناکاران   په سرونو  سل سل  دورې  ووهئ  او یوکال  یې بې وطنه  کړئ .
2-  خو د واده  شویو  له پاره دهمداسې  جرم  په کولو  په تیږو  ویشتل (رجم )  دي .
3- په دین کې د تساهل  نه کول ، دالله په فرائضو کې د تصنع  څخه لرې والې  ، اونشه  کونکي شیان حرام ګڼل .
په دې خلکو  باندې  وائل  بن حجر  امیر  ټاکل کیږي .