(۱۳۴)
دا هم د وائل له پاره (۳)
دمحمد النبيص له اړخه دحضر موت د شهزاد وائل بن حجر په نوم :
اې وائله ! ته مسلمان شوې یی ، ستا په ټولو کلاګانو اوزمکو ستا قبضه منل کیږي ، له تا څخه لسو (؟) کې یواځې یو عدد صدقه اخستل کیږي، چې دا عدد به دوه عادل وګړی ټاکي .
تر هغو چې ته په دین ولاړ یی نو زه به ستا په حقوقو کې نور دمداخلې څخه منه کوم ،که چیرې چا داسې ارتکاب وکړ نو نبيص او مؤمینین به ستا کومک کونکي اوسي.
(۱۳۵)
د مسعود بن وائل حضرمی له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۳۶)
د ربیعه بن لهیعدحضرمی له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۳۷)
دمهره د قبیلي مهري بن ابیض له پاره :
بسم الله الرحمن الرحیم
داد محمدرسول الله له اړخه دمهري بن ابیض په نوم فرمان دې : چې په لاندې مضمون مشتمل دی.
د مهره د قبیلې څخه چې هر څوک ایمان راوړي نو هغه به نه د غیر مسلمانانو رحم وکرم ته پریښول شي، نه به یی په مال او شتمنۍ حمله وکړل شی ، اونه به غارت کړل شي .
خو په مهره باندې دا لاندې شراېط واجب دي :
1- دشریعت پابندي .
2- دشریعت بدلونکې د خداې تعالې محارب دې .
3- د شریعت پابند دالله او رسول په پناه کې دې .
4- لقطه دهغه مالک ته اداء کړئ .
5- اواره ( خپل سري ) حیوانات اعلان کړئ .
6- خیرن بدن ساتل ګناه ده .
7- ځاې او بې ځایه هسې خبرې کول (کړپیدل ) فسق دې .
محرر : محمد بن مسلمه انصاری .
(۱۳۸)
د مهره د قبیلي ذهبن ابن قرضم له پاره :
دا لیکل شوې فرمان دهغه سره خوندی پاته و . خو مضمون یی تر لاسه نه شو .
(۱۳۹)
دبکر بن وائل د قبیلي له پاره :
د محمد رسول الله له اړخه د بکر بن وائل په نامه :
اسلام و منئ او په سلامتئ سره و اوسئ .
(۱۴۰)
دبکر بن وائل عدي بن شرحیل بن ذهل د قبیلې له پاره :
خو فرمان مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۴۱)
دتمیم وکیل ، احمر بن معاویه له پاره :
لیکوال : «کله چې احمر بن معاویه د نبي حضور ته د تمیم سره یو ځاې دهغه د وکالت له پاره وړاندې شو نو انحضرت صلې الله علیه وسلم احمر اودهغه زوې شعبل له پاره دا وثیقه ورکړه» :
دا لیکل شوې فرمان د احمر بن معاویه او شعبل بن احمر دسفر او پړاو دواړو له پاره دۍ.
هر څوک چې دوې ته تکلیف ورسوي نو هغه به دخداې د ذمې څخه وتلې وي ،په دې شرط چې په داسې خبر کې ریښتونوالې وي .
محرر : علی ابن ابي طالب
(۱۴۲)
د مخرمه تمیمیه دلور قیلي۱ ته :
د قیلې د روایت له مخې :
دحریث بن حسان شیباني هیئت د بنې بکر بن وائل سره یو ځاې د وکیل په توګه درسول الله په خدمت کې حاضر شو. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د قوم سره یوځاې دهغه بیعت و مانه ، نو بیا حریث ورته عرض وکړ چې : « زمونږ او د بني تمیم دواړو له پاره د دهنا د سیمې په اړه یو فرمان ولیکئ چې د سفر او یاد لیدوکتو له پاره د تګ راتګ پرته به دهغوې کوم وګړې هلته په دهنا کې پړاو نه کوي!»
رسول الله غلام ته په دې اړه د لیکنې حکم وکړ ، په دې وخت کې ممدوحې ( قیلې) عرض وکړ چې « حریث خو په دې ټوټې (زمکې ) باندې دخپلې ولکې له پاره عرض و نه کړ. دهنا د اوښانو باړه او د اوزو د څړځاې دواړو له پاره په کار راځي . چې دهغې په یوې خوا کې د تمیم ښځې او کوچنیان تل اوړي را اوړي .
ددې خبرې په اوریدو سره د اللهج رسولص غلام د لیکنې څخه منه کړ او ورته یی وفرمایل : دې غریبې نجلۍ په وخت دا خبره وکړه ، مسلمان د مسلمان ورور دې ، دواړه ورونه په اوبو او سیورې کې شریک دي او دستونزو په وخت کې یو دبل معاون دی .
ددې نه وروسته رسول الله په یوې سرې رنګه څرمنیزه ټوټه باندې د قیلې له پاره دا لاندې فرمان ولیکه :
دا د قیلې اودهغې د لوڼو له پاره لیکل شوې فرمان دې :
په دوې به نه څوک ظلم کوي او نه دې یی د نکاح له پاره مجبوروي ،هر مؤمن مسلمان دې دهغوې سره بسپنه وکړي او نیک سلوک دې ورسره وکړي . ددې نجونو سره په زوره نکاح ۲ و نه کړئ ، هسې نه چې دهغوې سره بدۍ ته مخه کړئ !
(1) (قیله د حبیب بن ازهر په نکاح کې وه ، چې دهغې څخه یی څو لوڼی پیدا شوې وې ،بیا حبیب وفات شو ، د حبیب ورور اثوب بن ازهر دقیلې څخه دهغې څو لوڼی په زور یوړې ، د قیلې له اړخه د اثوب د کړچار په اړه د شکایت کولو وروسته رسول الله ص اثوب متنبه کړ . «اصابة د قیله به تذکره کې ۸۸۷ نمبر »)
(2) (حال داچې اثوب دهغو نجونو کاکا اود هغوې دپلار د وفات وروسته دنکاح ولي و )
(۱۴۳)
داقرع بن حابس تمیمي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۴۴)
د سریع بن حاکم سعدي تمیمی له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې.
(۱۴۵)
د قتادة بن اعور تمیمی له پاره :
هغه ته رسول الله ص ددهنا د لمنې دشبکې سیمه په وثیقه کې ولیکله .
(۱۴۶)
د مسلم بن حارث تمیمي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې
(۱۴۷)
د ایاس بن قتادة عنبري التمیمي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې
(۱۴۸)
د ساعدة تمیمي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې
(۱۴۹)
د حصین بن مشمت تمیمې له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې
(۱۵۰)
د خراش بن جحش بن عمرو عیسې له پاره :
خراش د رسول الله دغه فرمان څیرې کړ .
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې
(۱۵۱)
د امان بني زرعه او بني ربعه دواړو له پاره :
ددوې د ځان او مال له پاره امن او پر دوې ظلم کونکې او ددوې سره دجنګیدونکې دواړو په مقابله کې ورسره د کومک اوبسپنې ژمنه کیږي . خو د دین او د دین دخلکو په معامله کې به ددوې مداخله کول و نه زغمل شي . زمونږ له اړخه ټاکل شوې مراعات ، ښارې اوکلیوالو ، ددواړو له پاره د تقوې او نیک کړچار په کولو سره یو ډول دې .
(۱۵۲)
دجهینه دقبیلې د لاندې خلکو او شاخونو له پاره امن لیک :
1- عمرو بن سعید د جهني د قبیلې څخه
2- بني حرقه د جهنې دقبیلې څخه
3- بني جرمز،
ددوې څخه به هغه ډله دالله ج او رسول محمد ( صلی الله علیه وسلم) په امان کې وي چې :
الف - داسلام دمنلوسره یوځاې لمونځ ادا کړي او د زکات د ورکولو پابند اوسي .
ب – دالله اودهغه درسول داطاعت پابند اوسي .
ج- دغنیمت څخه پنځمه برخه ( خمس ) ورکړي
د- د خپلو مالونو څخه د رسول الله په خدمت کې دهغه د خوښې د شې په وړاندې کولوکې ځند ونه کړي .
ه - دمشرکینو سره ددوستۍ د اړیکو د پریکولو پابند اوسي .
و- په مسلمانانو باندې د قرض د( بیرته ترلاسه کولو ) په وخت کې (راس المال ) اخستل دي او سود باطل ګرځول شوې دې.
ز – دهغوې دمیوو څخه یو په لسمه برخه د بیت المال حق دې .
دهغوې سره په لمړیو درې( ۱-۲-۳) شراېطو کې د هغوې حلیفان هم شامل دي .
(۱۵۳)
د بني جرمز له پاره امن لیک ( په ۱۵۲ نمبر کې ) :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا دمحمد رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) له اړخه دجهینه د قبیلې د بني جرمز بن ربیعه له پاره امن لیک دې .
الف - هغوې به په خپلو کلیو کې په امن سره وي .
ب- داسلام د منلو په وخت کې چې په کومو منقوله او غیر منقوله شیانو ددوې ولکه ده په هغې کې به هیڅ ډول مداخله و نه کړل شي .
(۱۵۴)
دعوسجه برن حرمله جنهي له پاره د زمکې د ورکولو وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم
د (ذوالمرره د شاخ ) عوسجه بن حرمله جهنی ته د جاګیر دورکړې لیک دې :
ددې زمکې حدود په لاندې توګه دي : یولورې ته !دبلکثه نه تر مصنعه پورې اوبلې لورې ته دجغلان نه تر «جد جبل القبله » پورې .
اګاه اوسئ ! چې څوک په دې جاګیر کې مداخله ونه کړي ، که چیرې څوک په داسې زمکې باندې ولکه وکړي نو دهغه حق به تسلیم نه کړل شي او دعوسجه ولکه به پرې په خپل ځاې و ساتل شي.
محرر : علا بن عقیه .