د فرض قطعي ،فرض عَملي او د واجب فرق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44179
دارالافتاء ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-16

فتو ی نمبر(۱۵۶)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  انجنیر سیدرحيم اغا / دوبۍ ـ

د قدروړ  ، اسلام پوه علامه محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي ټولو کارکونکو ته نيکي پيرزويني او سلامونه وړاندي کوم هيله ده چي قبول سي  ، ځما سوال له تاسي محترم څخه دادئ چي دفرض قطعي  اوفرض عملي اودواجب په منځ څه فرق دۍ  ... 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین

د فرض قطعي ،اودفرض  عَملي او د واجب فرق  :
فرض قطعي هغه ته ويل کيږي چي هم د عمل په اعتبار او هم د عقيدې او علم په اعتبار فرض وي ، يعني په پريښوولو سره يې فساد دعمل راځي او منکر يې کافر ګرځي  .
او فرض عَملي هغه  دئ چي جواز او روايښت يې په فوت او قضا کيدو سره ختميږي ، لکه مسح د څلرمي د سر ، دا د واجب په دوو قسمو کښي هغه قوي قسم دئ او  دعَمل په لحاظ فرض دئ  خو نه د علم او اعتقادپه اعتبار  ، يعني د فرض عملي په پريښوولو سره فساد د عمل راځي خو منکر او غير معتقد يې کافر نه بلل کيږي .
او واجب  هغه دئ چي نه د عمل په اعتبار فرض وي  او نه د علم او اعتقاد په لحاظ ، لکه  ويل د سورت فاتحې په لمانځه کښي   چي په ترک سره ئې پرمخ باطل والَي دعمل نه راځي
(الشامي ج۱ ص ۷ ۲۵ ) .
والسلام ومن الله التوفیق