فتو ی نمبر (۱۶۵ )
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه زرغونه ،مزارشریف
ومشفق اومخلص عالم مولانا ابوالفضل صاحب ته ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
محترمه که دعبادت اوبندګۍ اصل راته بيان کړي چي دالله جل جلاله دعبادت اوبندګۍ حقيقت څه دۍ ؟
مننه
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
دهغه دقدم خاوره لاخورده ده ـــ چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
هرقدم په رهبري دعلم اخله ـــ ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ
حق ويل خو به خود کاندي ابوالفضل ـــ داسي نه ده چي ويل بې دعناد وي ـ
زندګي آمد برائي بندګي ـــ زندګي بي بندګي شرمندګی ـ
محترمي خوري دبندګي حقيقت په دې ډول دۍ چۍ انسان دالحمدلله شریفي په دې جمله عمل وکړۍ چي (ایاک نعبد وایاک نستعین) یعني خاص تالره اي خدایه عبادت کووموږچي له شرک خفي اوجلي څخه پاک عبادت دۍ اوخاص له تاځخه مدداوکومک غواړوپه بل تعبیردبندګۍ حقیقت دادۍ چي له انسان سره دځان اومال اواولادوغیره په باره کي همیشه دافکروي چي الله پاک زموږمالک اوموږئې مملوک یو اوبیاددغه فکرپه مقتضا عمل کوي په دې ډول چي په ځان اومال وغیره کي دخپلي خوښي تصرف نکوي بلکه همدغه حقیقي مالک الله جل جلاله چي څه ورته ویلي وي دهغه مطابق تصرف کوۍ امام غزالي رحمه الله په رساله دایها الولدکي داسي ویلي دي چي
دعبوديت يابندګي درې درجې دي ، اوله دشريعت داحکامو حفاظت اوساتنه کول، دوهم دالله تعالي په مقرر سوي فيصلې اوقضاراضي کيدل ، دريم دخپلو خواهشاتو اواختياراتو پرېښودل اودالله په اختياراوخواهش باندي خوشحاله کېدل ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ