پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٩٣برخه ( عمر خېل)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44279
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2011-05-21


دپښتني قبيلو دپيژندلو په لړ کې داځل يوه بله قبېله درپېژنو چې عمر خېل نو ميږي او دغلجيو پښتنو په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري٠

دعمر خيلو دقبيلې خلک دلغمان ولايت دمرکز پورې اړونده چهاردهي او همداراز دميدان ولايت دنرخ په ولسوالۍ، دکندز ولايت دعلي اباد په ولسوالۍ او دبلخ ولايت دشولګرې او بلخ په ولسواليو کې هم استو ګنه لري٠

عمر خېل زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي،خو څرنګه چې ددغې قبيلې خلک دعلم او پو هې سره زياته مېنه لري نو زياتره يې دولتي دندې هم لري٠ (١)

عمر خېل دنورو پښتنو قبيلو په څېر ميلمه پا لونکي ، په هېواد مين اوپه پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠دعمر خېلوقبيلې ډېرپوهان،ډاکټران ،انجنيران ،ليکوال او د علم اوپو هې د دګر نا متو کسان ټو لنې ته وړاندې کړي دي ٠

دعمر خېلو دقبيلې نامتو کسان دادي :

١- ارواښاد عبدالکريم عمر خېل چې دلغمان ولايت دچهاردهي دسيمې دعمر خيلونه و او داعليحضرت محمد ظا هرشاه دواکمنۍپه وخت کې يې دحکمرانۍ او ولايت دندې تر سره کړي دي٠

٢- دکتور عبدالکبير رنجبر چې دارواښاد عبدالکريم عمر خېل په کورنۍ پورې اړه لري٠ نوموړی مورخ ،ليکوال او دډېرو علمي مقالو خاوند دی٠ د دکتور نجيب الله دحکومت په وخت کې دافغانستان دعلو مو د اکيډيمۍ رئيس او په تېره دوره کې دولسي جر ګه کې غړی هم و ٠

٣- دکتور عبدالبصير رنجبر چې دافغا نستان بانک رئيس و٠

٤- عبد الصمد ازهر چې په هند کې دافغا نستان ددولت سفير و.(٢)

د١٣٥٤ کال دمرکزي احصا ئيې دسر شميرنې پر بنسټ دلغمان ولايت دعمر خېلو دقبيلې دخلکو شمېر٢١٨٨ تنه ښودل شوی و چې ښايې اوس به يې په شمېر کې ډېروالی راغلی وي ٠ (٣)
----------------------------------------------------------------
منابع اوسر چينې :
١-دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې، ١٩٢ مخ،دپېښور چاپ٠
٢- دمقالې دليکوال( لطيف ياد) شخصي يادښتونه٠
٣-معلومات مختصر درباره اقوام وقبائل سر حدي کشور، ٤٢٥ مخ، دکابل چاپ٠