نارينه ته د سروزرو د ګوتمۍ استعمال حرام دئ :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44291
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-22

فتو ی نمبر(۱۶۶ )


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي  : مينه پال

دهغه دقدم خاوره لاخورده ده       چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
        هرقدم په رهبري دعلم اخله        ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ


له هر څه وړاندی د بینوا کارکونکو او خصوصاً مولوی صاحب ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی ډالئ کوم. مولوی صاحب الله پاک دی تاسوته ډیر اجرونه او جنت الفردوس په نصیب کړی چی تاسو د خلکو په چوپړکی یاست او پښتانه ورونه او خویندی په خپلو دینی ځوابونو سره خوشحاله کوی.
زما پوښتنه داده چی آیا د سروزرو ګوتمی په ګوته کول د نارینه و لپاره په اسلام کی جواز لری؟ بعضی ورونه په دی عقیده دی چی هغوی ددی لپاره په ګوته کوی چی د هغوی توپیر له هغه چاسره وشی هغه کوژدن یا واده نه وی کړی. او یا دوی یی ددی لپاره په لاس کوی چی د نامحرمو جینکو زړه ډاډه شی چی دا هلک کوژدن یا واده کړی ده او ناروا توقعات یی ورڅخه قطعه شی. ددی ډول عقایدو په نظرکی نیولو سره یی حکم راته ولیکی.

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه وروره ! نبي (صلی الله عليه وسلم) د خپل أمت پر نارينه و باندي سره زر او وريښم حرام ګرځولي دي ، سره زر که په هر شکل کښي وي ، که د ګوتمۍ په شکل کښي وي او که د نورو زيوراتو د نارینه و دپاره حرام او ناروا دي، نو ځکه په اسلام کښي د نارينه و دپاره د سروزرو د استعمالولو ګنجايش نسته  .

په هدايه (ج۴ ص ۴۵۷ کتاب الکراهية ) کښي راغلي دي چي که د سروزرو ميخ د غمي په سري کښي ولګول سي نو پروا نلري ؛ ځکه چي دا د غمي تابع ګرځي ، يعني غمئ خو د سروزرو نه دئ نو پدې وجه دَئ هم د غمي حُکم اخلي  ، دسرو زرو د ګوتمۍ کوم غرض چي تا په پوښتنه کښي ذکر کړئ دئ هغه داسي غرض نه دئ چي په شريعت کښي يو صحيح عُذر وګڼل سي  ، د ښځو د غلطو خواهشاتو مخنيوئ پدې سره نکيږي چي د سروزرو ګوتمۍ سړئ پلاس کړي . 

دارنګه د غاښ په اصلاح کولو کښي که دسروزرو وکارولو ته احتياج پيدا سي نو استعمالول يې جائز دي  .

عربي عبارت :
قال في الهندية  : التختم بالذهب حرامٌ في الصحيح کذا في الوجيز للکردري ، وقال العلامة ابن نجيم : التختم بالذهب حرامٌ  ( الهندية ج۵ ص ۳۳۵/ ومثله في البزازية علی هامش الهندية ج۶ ص ۳۶۸) / البحرالرائق ج۸ ص ۱۹۰) [کذا في کفاية المفتي لمولانا کفايت الله (رحمه الله) ج۹ ص ۱۶۰ / و في فتاوی الحقانية ج۲ ص ۴۱۸]  .


والسلام ومن الله التوفيق .