ډاکټر افغان
اوس مهال په کا بل کې ډیر شمیر زده کونکي په مورنۍ ژبه دزده کړو دشرایطو دنشتوالي له کبله له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، دایوه جدي او مهمه ستونزه ده چې په لاندې ډول یې غواړم تشریح کړم:
-- ګټې ، اړتیاوې او اهمیت .
۱ قانونیت .
۲ دماشوم دیوه اساسي حق په توګه.
۳ سمون دې له کابله پیل شي .
۴ ولې باید اوس پیل شي .
۵ دکار ډول او طریقه چې عملي او اسانه ده .
۶ څه کول په کار دي؟.
خپله ژبه یوه ماشوم ته دزده کړو برابرول هم یوه ماشوم اوهم یوه هیواد ته خورا زیاته ګټه لري
ښونه او پوهنه باید دیوه ماشوم دذهني ، روحي ، اخلاقي ، او فیزیکي سالمې ودې او پراختیا زمینې جوړې کړي ،
اوزده کونکی باید په راتلونکي کې دیوه سالم او فعال انسان په توګه خپلې ټولنې اونړۍ ته وړاندې کړي ، که په خپله ژبه دزده کړو زمینه نه وي مساعده نو ماشوم به په رواني لحاظ له لومړي سره وټکول شي ، کله چې دی دنورو په پرتله په درسونو کې ستونزې ولري دا به یې په ټول ژوند کې دمحرومیت او ناتوانۍ دیوه بدرنګ داغ په توګه په ذهن کې پاتې وي ، خو که چیرې ورته دنورو ښونیزو شرایطو تر څنګ په خپله ژبه دزده کړو زمینه مساعده شي نو په راتلونکي کې به دیوه سالم ، نورمال او مهذب انسان په توګه دهیواد نړۍ او بشریت خدمت وکړي .
په خپله ژبه زده کړه کومه مبهمه مسله نه ده بلکې یوه حقوقي مسله ده ، ځکه چې دافغانستان
داساسي قانون د۱۵ مادې له مخې پښتوژبه دافغانستان رسمي ژبه ګڼل کیږي ، همدارنګه داساسي قانون په ۴۳ ماده کې په مورنۍ ژبه دزده کړو په مسله ټیګار شوې. دماشوم دحقوقو نړیوال کنوانسیون اوټولو نړیوالو منل شویو اصولو دامسله مهمه ګڼلې او په مورنۍ ژبه دزده کړو سپارښتنه یې کړې ده ،
دپوهنې وزارت دتعلیمي نصاب په ۷ ماده کې دا خبره څرګنده ده چې تدریس به په هغه ژبو کیږي چې په
اساسي قانون کې یې ذکر شو ی دی .
په مورنۍ ژبه زده کړه دماشوم حق دی ، حق هغه بنیاد ي اړتیاده چې دنه ورکولو په صورت کې یې دیوه انسان ژوند له ستونزو سره مخ کیږي او حتی کله کله نا ممکن ګرځي . دانساني حقوقو په مسله کې هیڅ راز معامله او دسیسه دبښلو او منلووړ نه ده ، حقونه دټولو انسانانو لپاره عام دي تجزیه نه مني او ورکول یې حتمي دي که په مورنۍ ژبه ماشومانو ته دزده کړې زمینه برابره نه شي نوددوﺉ دسالمې پرمختیا مخه نیول کیږي او داحق ترې لوټل کیږي چی دیوه حاصل خیزه او ګټور ژوندانه خاوندان شي .
راځۍ څو داسې ماشومان ووینو چې ریښتیا هم پرې په مورنۍ ژبې دزده کړو دنشتوالي کار څه اغیز کړې دی:
لومړۍ بېلګه :
دخپل ځان په باب وایم :
زما دوه اولادونه په جلال اباد کې په یوه ښونځي کې وو ، یوه لور مې په لومړۍ درجه او بله یې په منځني حالت کې وه . اوس چې مې دلته کابل ته راتبدیل کړلې نو لومړنۍ مشروطه او دویمه ونه توانیده چې درسونه تعقیب کړي نو مې په موقتي ډول له ښونځي وویسته . په دې توګه به یوه یو اوبله دوه کاله له درسونو پاتې شي ، هغه بدې اغیز ې چې په ذهنونو کې یې تر ابده پاتې کیږی هغه خولایو بیل بحث دی ، ددوﺉ وروسته پاتې والی دهیواد وروسته پاتې والی دی او همدومره ضرر ورته رسولای شي .
دوهمه بېلګه :
له یوه لوړ دولتي چارواکي سره مې دا خبره شریکه کړه ، هغه وویل چې ده هم کله چې خپل کوچنیان له هجرت څخه کابل ته راوړل نو یونیم کال یې ورته ددري ژبې کورس ونیوه او تردې وروسته یې په ښونځي کې شامل کړل خو بیا هم هغې درجې ته ونه رسیدل چې مخکې یې لاس ته را وړې وه ، یو بل تن چې له لودیځ څخه هیواد ته راغلی په همدی ستونزې اخته دی ، نوموړی وايي چې ماشومه لور یې چې په غربي هیواد کې په ښونځي کې وه هلته په جبري توګه اړه وه چې دهغه هیواد ژبه زده کړي او کله چې مې دلته دافغان ترک په ښونځي کې شامله کړه نو ماشومې سخت شکایت کاوه او ویل یی چی دسویډني ژبې تر څنګ اوس نه شي کولای ترکي اودري ژبې یادې کړي ، انجلۍ غوښتنه کوله چې له ښونځي څخه وویستل شي او ویل یې چې زه ددري اوترکي ژبو دزده کړې لپاره نه یم تیاره اوزه باید په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړم .
همدا رنګه زما یوبل دوست چې په کابل ښار کې استوګن دې وايي چې لور یې په ښونځي کې اول نمره ده خو کله چې په کورکې کوم پښتو کتاب وویني نو په غیږ کې یې کلک ونیسي او غوښتنه کوي چې په داسې ښونځي کې شامله شي چې په مورنۍ ژبه درس ووايي ، ددغو ټولو معصومو انسانانو (ماشومانو ) دکړاونو داواري لپاره لازمه ده چې ددوﺉ روا او مسلم حقونه ورکول شي .
دپوهنې وزارت چې دپوهنې په باب لومړۍ مسوله مرجع ده ، باید په دې باب ډیر زر کار پیل کړي.
مونږ هیله لرو چې داکار له کابل پیل شي ځکه چې ډیر شمیر کډوال کابل ته راستنیږي اوراستانه شوي دي او مورنۍ ژبې یې یا پښتو ده او یاهم بله داسې ژبه ده چې دري نه ده ، کابل دهیواد پایتخت دی او باید په ریښتیني ډول دبیلابیلو سیمو، ژبو ،او کلتورونو دتجمع او یوځای کیدلو ځای او دودې مرکز وي .په کابل کې دکار امکانات ،اوسوله ایز شرایط شته دی نو ځکه کیدلای شي چې دلته ددغې پروسې پیل دټول هیواد په کچه یوه مثالي او ازمایشي نتیجه ورکړي .
په اوس وخت کې ددې پروژې ژر پیلول ځکه ډیر ضروري دی چې :
- هیواد ته خلک له مهاجرت څخه را ګرځیدني او دراګرځیدو په حال کې دي.
- په هیواد کې دبیا رغاونې او نوې رغاونې کارونه پیلیږي او که کارونه له همدا اوس څخه سم پیل شي نو همداسې سم به وچلیږي .
- دنوي تعلیمي نصاب ، متوازنې پوهنې او پرا ختیا نورمونه دمنل شویو ارزښتونو په توګه راڅرګند شوي دي .
- دا کار به دملي یوالي ، دمحرومیتونو دله منځه وړلو او دعدالت دټینګولو یو ښه ثبوت وګڼل شي .
دا دهرې ژبې دویونکو ماشومانو حق دی چې په خپله ژبه ورته دزده کړو زمینه مساعده شي ، اساسي قانون او دپوهنې نصاب په دې باب صراحت لري .
مونږ متوازن ، بشپړ او په خپل ځان متکي افغانان غواړو او دا دهیواد دټولو اولادونو حق ګڼو .
په کابل ښار کې په پښتو ژبه دزده کړو دپیلولو عملي امکانات څومره دي ؟
په دې کې هیڅ ستونزه نشته ، دکابل ښار په ډیرو سیمو کې اکثریت اوسیدونکي په پښتو ژبه غږیږي ، په پاتې سیمو کې هم یو دپام وړ شمیره پښتانه تشکیلوي ، دلته پخوانۍ تجربې هم شته ، دروسانو تر تیري دمخه په کابل ښار کې دپښتو لیسې هم وې او ټولګي هم جوړ شوي وو ، دغه وخت دزده کونکو د ښې روزنې شرایط برابریدل او ورو داسیسټم پر مخ روان وو ، خو یومهال په ټپه ودرید.
مګر اوس بیا هم دا ګټور ملي او انساني کار عملی کیدونکی دی او تر پخوازیات امکانات موجود دي .
دپوهنې وزارت دې دکابل په ټولو ښونځیو کې یوه سروې وکړي چې معلومه شي دچا مورنۍ ژبه کومه ده بیا دې یو ټاکلی شمیر (دبیلګې په توګه ۱۵-۱۲ تنه ) دټولګي دمعیار په توګه ونیسي په هر ښونځي او هر ټولګي کې چې دزده کونکو شمیر دغه معیار ته ورسید ورته دې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه پیل شي .
مثلا پنځم ټولګی الف ، ب ، ج، و ،او، د) څانګې لري او ټول زده کونکي یې ۹۰ تنه دي که په سروې کې وښودل شي چې ۴۵ تنه په کې په پښتو ژبه خبرې کوي نو په در ې څانګو کې دې په پښتو تدریس پیل شي داکار څوګټې لري ، لومړی داچې دنورو ژبو ویونکیوته هم په خپلو ژبو دزده کړو حق محفوظ پاتې کیږي دویم داچې دجلاښونځیو دلګښت ، وخت او ستونزو څخه هم خلاصیږو دریمه ګټه یې داده چې په لږ وخت کې عملي کیږي واحد دې ټولګی ونیول شي ، نه ښونځی .
دخلکو رول دکارډول او دندې :
ددې کار دعملي کیدو لپاره دې ښونکي زده کونکي اومیندې پلرونه له دولت اونو رو مسولو مقاماتو څخه جدي غوښتنې وکړي ، چې ماشومانو ته یې په خپلو ژبو دزده کړو زمینې برابرې شي .
دپوهنې وزارت ته به عریضې ورکړي اوداحق به ترې وغواړي .
له ډله ایزورسنیو ( اخبار ، راډیو ، ټیلیوژون ، اونورو وسیلو )څخه به وغواړي چې ددوﺉ داواز په رسولو او دحقوقو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي .
په انفرادي او ټولیز ډول دې له مسولینو سره وګوري او دمتقا بلې همکارۍ په روحیه دې ورسره مسله مطرح او دحل لارې دې ورسره وڅیړي .
داډیره اساسي اړتیاده ، دحل وړ ده ، حل یې عملي اسان اوممکن دی،خو دخلکو او چارواکو جدي تعقیب ، هماهنګي اومرستې ته ډیره اړتیالري . راځۍ همدا اوس یې پیل کړو اوله ځانه یې پیل کړو .
ددې موضوع اړند مالوماتو لپاره ، دا ځای کښېکاږی .