العياذ بالله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44333
صابر شینواری
دخبریدو نیټه : 2011-05-24

 افسانه :

مجنون ځكه كامياب و چې ځان يې نه و تقسيم كړى او ټول عمر يې يواځې په يو سكېنډل ګوذاره وكړه. او روايتونه وايي چې ليلٰى هم ډيره ښايسته نه وه بلكې توره وه نو ځكه خو مجنون ته د ډيرې انرجۍ د مصرفولو ضرورت نه و او لكه د زيارت د ډيوې په لږو تېلو هم چلېده. خو ابن خلدون په خپل كتاب تاريخ المفسدين كې يوه عجيبه واقعه راوړې ده چې هغه ددې پورته بيان نفي كوي.
داسې ښكاري چې ابن خلدون دا روايت په غلطه طريقه حمل كړى دى خو چې سړى د ننۍ زمانې د مفسدينو اعمال ګوري چې د اسلام او مجاهد په جامه كې يې ځانونه د الله جل مجده په مخ كې څومره ذليل كړل، څومره يې په خپلو غوړو ږيرو د قرآن پاڼې داغدارې كړې او څومره يې خپلې پګړۍ ددې خاورې د صحرايي غريبو پېغلو په طهارت نجسې كړې... نو د سړي باور شي چې مجنون به هم سم سړى نه و.
ابن خلدون ليكي چې مجنون يوه ښځه هم اغوا كړې وه. هغه دا كار هغه وخت كړى و كله چې هغه د روزګار په تلاش كې بغداد ته تللى و. كله چې هغه د يوې بالاخانې په خوا كې تېرېده نو د ساز و آواز شيرينۍ هغه دې ته مايل كړ چې دننه ورشي. كله چې دننه ورغى نو په قلوپطرا نومې رقاصه يې زړه بايلود او د تورې په زور يې هغه وتښتوله. كله چې ليلٰى ددې خبرې نه خبره شوه نو مجنون ته يې يو خط وليكه چې دا غلط كار دې ولې كړى دى. مجنون په خپله صفايى كې وليكل چې د يو چمن د ګلونو خوشبو چې د چمن د ديوالونو نه هاخوا اوړي نو خامخا به د ګلونو كاروباريان ځان ته متوجه كوي او د خوشبو د تسخير په خاطر به په ګل او ګِل اجاره داري قايموي. خو زه بيا هم افسوس كوم او د خپل ندامت په خولو لوند يم. ته خفه كيږه مه ځكه چې زه اوس هم له تا سره مينه لرم. تاته خـو پته ده چې عراقى بن مانس په يو وخت كې په درې څلورو ښاخونو زانګي او خوند اخلي.
ليلٰى چې د مجنون په لهجه كې د بغداد د متكلمينو او ادبي آواره ګردو عياشي محسوس كړه نو پوه شوه چې مجنون اوس كوهي ته بوكه نه اچوي بلكې راساً كوهي ته كوز شوى دى.
ابن خلدون ليكي چې ليلٰى ددې نه وروسته د ځان نه ښاماره جوړه كړه او روزانه به يې د چندړو په مختلفو ښاخونو رازانګل او د صحت خيال يې ساته.
واسكو ډى ګاما چې د يورپ نه د قسطنطنيې په لاره هند ته راته نو مجنون يې په روم كې ليدلى و. هغه په خپله سفرنامه كې ليكي چې د روم په مضافات كې زما ملاقات د مجنون نومې يو سړي سره وشو چې تازه عيسايي شوى و او د ورځې به درې ځله چرچ ته تلو. ګاما ليكي چې ما د هغه نه پوښتنه وكړه چې ته د عيساييت نه څومره متاثره يې او د مطالعې محور دې څه شى دى؟
هغۀ په جواب كې ووې چې زه د عيساييت نه ډير زيات متاثر يم ځكه چې دلته يو پادري راته كار هم پيدا كړى دى او لور يې هم راكړې ده. اول عراق ته تللى وم هغلته رانه قتل وشو اوس دلته راغلم.
مودې تېريږي او د مجنون د بد كردار وارثين اوس هم د ځمكې په مخ راټوكېږي. اوس هم خلك د پيسو دپاره عيسايان كېږي، كيمونسټان كېږي، وهابيان كيږي او شيعه ګان كېږي او د پښتانه غوندې د مخلص مسلمان او بې ضرره انسان په سينه چاړه ورمنډي.