سرچینه: USA Today
ژباړه: لیمه غفوری
د امریکا په کانګریس کی د جمهوری غوښتنکو او دموکراتانو یوه ګډ ایتلاف په افغانستان کی د ولسمشر اوباما دتګلاری څخه خپله ناخوښی او غوسه ښودلې ده، او ددغه هیواد څخه یې د امریکایی پوځیانو د چټک ایستلو لپاره تر ۲۰۰ ډیری رایی ورکړی دی.
د په کانګریس کی د افغانستان څخه د پوځیانو د ژر ایستلو په پلوی( ۲۰۴) رایی ورکول سوی وې چی د مخالف لوری رایی (۲۱۵) په ډیر کم شمیر ورڅخه زیاتی وې.
د نن ورځی عمل په کانګریس کی د افغانستان په اړه د ولسمشر اوباما د پالیسۍ لومړنۍ ازموینه وه چی د القاعدې د مشر اسامه بن لادین تر وژنی وروسته تر سره کیږی.
اوباما په پام کی لری چی په راتلونکې جولای میاشت کی د افغانستان څخه د خپلو سل زره پوځونو څخه یی د ځینو ایستل پیل کړی، خو د امریکا قانون جوړونکی په بې ساری ډول بی صبره سوی دی، او په افغانستان کی د امریکا د بریالیتوب لپاره د یوې کره ستراتیژۍ غوښتنه کوی.
اوس چی اسامه هم ووژل سو خلک غواړی د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ومومی. د (یو اس ټوډې- ورځپاڼی) لخوا د یوې ترسره سوی نظر پوښتنی له مخی، نږدې شپیته سلنه ۶۰٪ امریکایان د هغی نظریی سره همږغی لری چی وایی، (امریکا د اسامه په وژلو سره نور په افغانستان کی خپل هدف ته رسیدلې ده، او پوځیان باید بیرته کورته راستانه سی.)
د امریکا د کانګریس پخوانی غړی سناتور جورج مک ګورن وای چی (امریکا په افغانستان یو څرګند هدف او دنده نه لری، د کرزی اداره فاسده او بې باوره ده، او پوښتنه کوی: موږ به تر څو له نورو څخه پیسې پوروو تر څو جګړه پر مخ بیایو؟) نموړی زیاتوی: (موږ باید له سره غور وکړو چی په افغانستان کی څه کوو)
د کانګریس غړی مایک کوفین، آر-کولو، د افغانستان څخه د پوځیانو د ژر ایستلو سره مخالفت ښودلې دی، نموړی وای چی دا کار به د امریکا د هغی ټولی ستراتیژۍ لپاره خطرناکه وی چی له مخی یې تر ۲۰۱۴ کال پوری افغان دولت ته په بشپړه توګه واک سپارل کیږی.
د پوځیانو د ژر ایستلو په اړه د کانګریس مشر نانسی پیلوسی وای: (په افغانستان کی زموږ دخلیتیا زموږ پوځ نه غښتلی کوی. امریکایان ددغی جګړې لپاره ډیره لویه بیه ورکوی،) او زیاتوی: ( موږ باید له دې څخه ځانونه مطمین کړو چی ددغی بیه ورکوونی عوض هم ترلاسه کوو، وخت ډیر مهم دی او دا وخت دی چی امریکایی پوځیان بیرته کورونه ته راستانه سی.)
په یوه بیل پروپوزل کی چی د کانګریس د استازو جیسن چپیټز، او پیټر ویلچ لخوا ترسره سوی و، د دفاع وزارت څخه غوښتل سوی دی چی په افغانستان کی هغه پوځیان پریږدی چی د تورریزم ضد عملیاتو کی دخیل دی او پاته هغه یی را وباسی، چی د قانون جوړونکو لخوا یی په ۱۲۳ رایو چی ۱۸ یی د جمهوری غوښتنوکو وې ملاتړ سوی دی.