دعیسی علیه السلام دنزول علمي تحقیق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44418
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-05-28

فتو ی نمبر  (175)  .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  :   مولوي نورالحق


وعالی قدرعلامه ابوالفضل صاحب ته اودبینواوکارکوونکوته السلام علیکم محترمه په ډیراحتیاج سردرته وایم چي دآل عمران د۵۵آیت تحقیق اودعیسی علیه السلام دنزول په باب علمي ځیړنه اودیهودواونصاری وخرافات اواسلامي عقیده په دې باب راته تشریح کړې  ! !!

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

 

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  :
محترمه وروره ! اول دا عرض درته کوم چي داسي پوښتني مکوۍ چي مکمل د اندړ غزل وي ، خو بيا هم ستا د پوښتني جواب ځموږ د تفسير  : «فضل الرحيم» له دغه لاندي تحقیق او تفسير څخه تر لاسه کړه  :

إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ( ال عمران  : 55)
اول د مذکوره آيت لفظي ترجمه   : 
(إِذْ) هغه وخت ، يعني دریاد کړه اې محمده ! هغه وخت (قَالَ) چي وویل (اللَّهُ) خدائ پاک (يَا عِيسَى) اې عيسی ! (إِنِّي) بېشکه زه  (مُتَوَفِّي) اخستونکئ يم (كَ) ستا ، يعني له مځکي څخه  (وَ) او (رَافِعُ) پورته کونکئ يم (كَ) ستا  (إِلَيَّ) وطرف ځما ته  (وَ)  او (مُطَهِّرُ) پاکونکئ يم (كَ) ستا ، يعني ليري کونکئ يم ستا (مِنَ الَّذِينَ) له هغو کسانو څخه (كَفَرُوا) چي کافران سوي دي دوۍ  (وَ) او (جَاعِلُ) ګرځونکئ يم  (الَّذِينَ) د هغو کسانو (اتَّبَعُو) چي پيروی کړېده دوۍ (كَ) ستا  (فَوْقَ) سربيره  (الَّذِينَ) د هغو کسانو  (كَفَرُوا) چي کافران سویدي دوۍ  (إِلَى) تر  (يَوْمِ) ورځي پوري (الْقِيَامَةِ) د قيامت ، يعني تر قيامته پوري  (ثُمَّ) بيا ، يعني خاص بيا (إِلَيَّ) وماته دئ ، يعني وطرف ځما ته دئ  (مَرْجِعُ) ځائ درجوع  (كُمْ) ستاسي ، يعني راتګ ستاسي (فَ) نو به (أَحْكُمُ) حُکم او فيصله وکړم زه  (بَيْنَ) په منځ کښي (كُمْ) ستاسي  (فِيمَا) په باره کښي د هغه  (كُنْتُمْ) چي واست تاسي  (فِيهِ) چي په هغه کښي  (تَخْتَلِفُونَ) اختلاف مو کوئ تاسي  (55) .
تفصيل او علمي خبري :
(إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ)  :
يعني هغه وخت چي وويل الله پاک (وعيسی عليه السلام ته) اې عيسی ! بېشکه زه قبضونکئ د روح ستا يم (يعني مرګ خو تا لره راتلونکئ دئ خو ته به په خدايي مرګ مړ کيږي ، دا يهودان چي ستا په قتلولو کښي حريص دي نسي کولاۍ چي تا په قتل ورسوي) او راپورته کونکئ ستا يم و ماته  .
پوه سه ! چي د «اذ» د کلمې په متعلق کښي څلور احتماله دي ، خو څلرم احتمال بعيد او ليري احتمال دئ : اول احتمال دادئ چي مُتعلق يې د «مکرَ» لفظ سي ، يعني او مکر وکړ ، پټ تدبير وچلوئ الله پاک (د عيسی په خلاصون کښي له يهودو څخه) هغه وخت چي وويل الله پاک الخ  . دوهم احتمال دادئ چي دلته تر «اذ» له مخه د «وَقَعَ ذلکَ» جُمله مقدره سي ، يعني واقع سو دا مکر د خدائ پاک هغه وخت الخ . دريم احتمال دادئ چي دلته د «اذکُرْ» لفظ ورسره مقدر سي ، يعني دریاد کړه اې محمده ! (صلی الله عليه وسلم) هغه وخت چي وويل الخ . څلرم احتمال چي بعيد احتمال دئ دادئ چي د «الماکرين» تر لفظ پوري تعلق ونيسي ، يعني الله پاک بهتر د هغو خلګو ؤ چي مکر يې وکړ هغه وخت الخ ، او دا احتمال ځکه بعید دئ چي بنا پر دغه احتمال خيريت او غوره والئ د خدائ پاک په مکر کښي يواځي تر هغو ماکرينو راځي کوم چي د عيسی (عليه السلام) د قتل دپاره يې مکر وکړ ، او علامه آلوسي (رحمه الله) يې دا وجه ذکر کړېده چي بنا پر دغه احتمال باندي تقييد د خيريت د خدائ پاک راځي په مکر کښي په هغه وخت سره چي په هغه وخت کښي دوۍ له عيسی (عليه السلام) سره مکر وکړ  ، مطلب ځما د توجيه او د علامه آلوسي ددواړو دادئ چي پر دغه تقدير باندي عبارت دا معنی نه ورکوي چي الله پاک تر ټولو ماکرينو (هر څوک چي وي په هر وخت کښي چي وي ) بهتره او غوره دئ .
البته چي ودېته وکتل سي چي دلته خو مقصود بيان د مکر د يهودو ، دارنګه د مکر د الله پاک له دوۍ سره دئ نو نظر ودې ته که له «الماکرين» څخه ( بنا پر دې باندي چي «الْ» موصولي پکښي د عهدِخارجي دپاره سي، او د «اذ» لفظ تر مَاکرين پوري تعلق ونيسي ) يواځي هغه يهودان مراد سي کوم چي له عيسی سره يې مکر وکړ  بايد دا احتمال بعيد ونه بلل سي  .
پوه سه ! چي د «متوفيک ورافعکَ الي»  د الفاظو ظاهري مفهوم څه اشکال لري ؛ ځکه د «متوفي» لفظ له «توفي» څخه مأخوذ دئ چي و قبض کولو د روح ته ويل کيږي ، نو ظاهري معنی د مذکوره کلماتو پدې ډول کيږي چي زه قبض کونکئ د روح ستا يم او راپورته کونکئ ستا يم و ماته ، نو به حاصل دا سي چي اول دي روح قبض کوم بيا دي و ځانه ته راپورته کوم ، سره له دې چي په واقع کښي خو دا ډول خبره نه ده ، نو پدې وجه مفسرينو پدې باره کښي مختلفي توجيه ګاني کړيدي چي شرح يې پدې ډول ده  : 
(۱)  : ابن أبي حاتم له قتاده (رحمهما الله) څخه نقل کړئ دئ چي پدغه کلام کښي تقديم او تأخير راغلئ دئ ، يعني کوم شئ چي مُقدم بايد ذکر سوئ واۍ هغه مؤخر ذکر سوئ دئ او کوم شئ چي مؤخر بايد ذکر سوئ واۍ هغه مقدم ذکر سوئ دئ ، نو به أصل د عبارت پدې ډول سي  :«اني رافعُکَ الي و مُتوفيْکَ»  .
(۲)  :  مراد له «متوفيکَ» څخه دا ندئ چي زه اول ستا د روح قبض کونکئ یم بيا دي و ځان ته راپورته کونکئ يم ، بلکي مراد دادئ چي يهود تا نسي وژلائ  بلکي ته به په خدايي مرګ مړ کيږې  (يعني کله چي دي أجل راسي ) او اوس دي زه و خپل طرفته (يعني و اسمانو ته ) رابورته کونکئ يم .
(۳)  : مراد له «متوفيکَ» څخه دادئ چي زه ستا له مځکي څخه راقبضونکئ يم ، نو «رافعکَ» بې عطف تفسير سي ، دا ورڅخه مراد نه دئ چي زه ستا د روح قبضونکئ يم  .
(۴)  : «متوفيکَ» دلته په معنی د «منوِّمُکَ» دئ ، يعني زه ستا بيده کونکئ يم ، چي بيده کوم دي او د خوب په حالت کښي دي راپورته کوم   ، لکه چي له رُبَيِّع څخه نقل راغلئ دئ چي بېشکه الله تعالی عيسی (عليه السلام) پداسي حال کښي و اسمانو ته پورته کړ چي دَئ بيده ؤ ؛ له وجي د رِفقه (نرمي کولو) له ده سره ، يعني چي د پورته کيدو په دوران کښي کوم خفګان ، رُعب او هيبت باندي رانسي  ، له حسن بصري څخه هم دغه ډول روايت سوئ دئ  .
(۵) : مراد له «مُتوفيکَ» څخه دلته دادئ چي زه ستا شهواني قواوي درمړې کوم ، کومي چي د عالـَمِ مَلکوت له أصولو څخه مانعي دي  .
(۶)  : چا ويلي دي چي دغه آيت پر خپله ظاهره معنی باندي مَحْمول دئ ؛ ځکه چي الله پاک د ورځي له مخه درې ساعته دده روح قبض کړه (مړ يې کړ) يعني بيا يې راژوندئ کړ او وخپل طرفته يې پورته کړ ، دا روايت ابن جرير له وَهب څخه کړئ دئ  ، او حَاکم بیا له وهب څخه داسي روايت کړئ دئ چي الله پاک (۷) اوه ساعته دده روح قبض کړه او بيا يې بيرته راژوندئ کړ   .
خو صحيح قول لکه قرطبي چي ويلي دي دادئ چي الله پاک دَئ پورته کړ بېله دې چي وفات يې کړي او يا يې بيده کړي  ، د موت خبر يې أصلا له نصاراو څخه رانقل سوې ده  .
پوه سه ! چي کله چي عيسی (عليه السلام) واسمانو ته پورته کيدئ نو عُمر يې (۳۳) دروديرش کاله ؤ ، او دده مور بي بي مریمه (رضي الله تعالی عنها) دده له پورته کيدو څخه وروسته (۶) شپږ کاله ژوندۍ وه او بيا وفات کړه سوه  .
( وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا) : يعني او پاک ګرځونکئ يم ستا له هغو خلګو څخه چي کافران سويدي .
پوه سه ! چي دلته په پاک ګرځولو کښي د عيسی (عليه السلام) دوه احتماله دي : اول دا چي مراد دي له پاک ګرځولو دده څخه ليري کول دده سي له کافرانو څخه  ، نو کافران د نجاست په ډول سوه ، او د عيسی ليري کول له دوۍ څخه داسي سو لکه ليري کول او پاکول د يو شي له نجاست څخه . دوهم احتمال دادئ چي مراد له پاکولو دده څخه نجات ورکول او خلاصول دده سي له قتلولو د کافرانو څخه ، نو پر دغه تقدير به فعل د کافرانو يعني قتل ددوۍ عيسی (عليه السلام) لره په مرتبه کښي د نجاست سي .
علامه آلوسي (رحمه الله) اول قول ظاهر بللئ دئ ، او دوهم قول يې د «جُبايي» مُعْتزلي بللئ دئ ، خو په صحت او جواز کښي دواړه احتماله برابر دي .
له «الذين کفروا» څخه مراد کوم کافران دي ؟  ښکاره دادئ چي مراد ورڅخه يهود سي ، پر دغه تقدير نو دا سوال کيږي چي يهود ورڅخه مراد سي نو خو بايد دلته د اسمِ ضمير پر ځائ اسمِ مَوْصول راوړل سوئ وائ ، پدې ډول چي : «ومُطهرُکَ مِنْهُمْ» ځکه چي د يهودو ذکر له سابق څخه فهميږي ؟ جواب ددې سوال دادئ چي څرنګه چي يهود الله پاک له نجاست او مردارۍ سره مشابه کړیدي (لکه چي مخکي يې ذکر وسو) نو دلته له دوۍ څخه په موصول او صِله سره تعبير وسو ددې دپاره چي پر علت ددغه تشبيه باندي تصريح راسي چي هغه کفر ددوۍ دئ .
او ابنِ جرير او ابن أبي حاتم بيا له حَسَن بصري څخه داسي روايت کړئ دئ چي مراد له «الذينَ کفروا» څخه يهود ، نصارا ، مجوس او کفار د قوم د عيسی (عليه السلام) دي  .
( وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) : يعني او ګرځونکئ يم زه د هغو خلګو چي تابعداري يې کړېده ستا سربیره پر هغو خلګو باندي چي کافران سويدي تر ورځي د قيامته پوري .
مراد له « الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ » څخه څوک دي ؟ قتاده ، حَسَنِ بَصْري ،  جريج او نورو ډیرو علماوو ويلي دي چي مراد ورڅخه أمت د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دئ  .
پوه سه ! چي أمت د محمد (صلی الله عليه وسلم) له درو وجو د عيسی (عليه السلام) پيروان بلل سويدي  : اول له دې وجي چي عيسی (عليه السلام) به د نبي (صلی الله عليه وسلم)  دراتګ زيرئ وخلګو ته کوئ ، او پدې سره بې أمر کول چي که هر وخت دغه رسول راغلئ نو تاسي به پر ده باندي ايمان رواړئ ، لکه چي الله پاک په قرآنکريم کښي د عيسی له قول څخه داسي حکايت کړئ دئ : «ومُبشرًا برسولٍ يأتي مِن بَعْدي اسمُه أحمد» نو د نبي (عليه السلام) أمت چي په نبي (عليه السلام) ایمان راوړئ دئ نو د عيسی ددغه قول تابعداري يې کړېده  .  دوهم له دې وجي چي عيسی (عليه السلام) چي وکومي عقيدې ته خلګ رابلل محمدي أمت د همغي عقيدې پيروي کوي ؛ ځکه چي په عقيدوي أمورو کښي د ټولو نبيانو لار سره يوه ده . دريم له دې وجي چي په أخير وخت کښي چي کله عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي نو د نبي (صلی الله عليه وسلم) أمت به د محمدي شريعت مطابق دعيسی پيروي کوي  .
دلته يوه څلرمه وجه بله هم سته هغه دا چي عيسی (عليه السلام) به و خلګو ته ويل چي زه د الله بنده او د هغه رسول يم ، محمدي أمت هم عيسی (عليه السلام) د الله پاک بنده بولي ، او داسي نه وايي لکه نصارا چي عيسی د الله پاک ځوۍ دئ (العياذ بالله) دارنګه محمدي أمت يې د الله پاک رسول بولي داسي نه لکه يهود چي دده له رسالت څخه انکار کوي . او ابن جرير له ابن زيد څخه روايت کړئ دئ چي مراد ورڅخه نصارا دي ، او مراد له اتباع د نصاراو عيسی لره مجرد دعوه د محبت او د ايمان ده په عيسی (عليه السلام) باندي ، که څه هم دغه ادعا ددوۍ په نفسُ الأمر کښي بېځايه ده  ، خو پدې وجه چي دوۍ دا وايي چي ځموږ رسول عيسی دئ او موږ د هغه په دين يو نو پدغه مذکور قول کښي د عيسی (عليه السلام) تابعداران بلل سويدي ، ګواکي الله پاک وعيسی ته داسي وفرمايل چي هغه څوک چي ستا د تابعدارۍ دعوه کوي که  څه هم په واقع کښي پدغه دعوه کښي دروغجن وي نو هغه به موږ د قيامت تر ورځي پوري پر يهودو باندي غالب وګرځوو ، لکه چي دا ډول پيښه هم سوه ، له قرنو قرنو څخه تاسي ګورۍ چي له شرقه تر غربه چي هر چيري يهود قرار لري عيسايان پر دوۍ باندي حاکمان دي  .
له «فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا» څخه مراد څوک دي ؟  علامه آلوسي (رحمه الله) پدې کښي دوه احتماله ذکر کړيدي : اول دا چي مراد ورڅخه يهود سي ، لکه چي دا ظاهر هم ده ، او ابن جرير له ابنِ زيد څخه هم دا روايت کړئ دئ چي مراد ورڅخه يهود دي  . دوهم احتمال دادئ چي دغه مَوْصول او صله چي څونه عام مَفهوم لري هغه عام مَفهوم ورڅخه مراد دئ ، يعني مطلق هغه خلګ چی په عيسی (عليه السلام) باندي کافران سويدي  .
دلته يو سوال سته چي جواب غواړي ، سوال دادئ چي که له « الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ» څخه محمدي أمت مراد سي نو بيا به د خدائ پاک ددغه کلام معنی څنګه صحيح سي ؟ ځکه چي مسلمانانو ته  خو پر يهودو باندي د قيامت تر ورځي غلبه نه ده ثابته سوې ، پدغه موجوده زمانه کښي مسلمانان د يهودو له شکنجو څخه خلاص نه دي ؟
نو علامه آلوسي (رحمه الله) خو ددغه سوال وجواب ته پدې ډول اشاره کړېده چي مراد له فوقيت څخه د مسلمانانو پر يهودو باندي عام دئ که هغه په دليل سره وي او که په توره ، خو ځما په فکر ددې ښه جواب دادئ چي يهود پخپله په هر ځائ کښي چي دي مسلمانان پر غالب دي او د مسلمانانو د مقابلې توان نلري ، داچي په کومو ځایو کښي چي ودوۍ ته کوم زور او فوقيت حاصل دئ نو هغه ددوۍ د خپل پاور په وجه نه دئ بلکي هغه پدې وجه دوۍ چي دوۍ د نصاراو او عيسايانو په لکۍ پسي موښتي دي او ددوۍ په موټه سره قوت او زور لري  .
(إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ)  :  دغه جار او مَجرور ياد «جاعِل» تر لفظ پوري تعلق نيسي کوم چي په «جاعِلُ الذينَ الخ» کښي دئ ، او يا ظرفِ مُسْتقر دئ تر مُقدره تعلق نيسي  .
پوه سه ! چي له  « إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ» څخه مطلب دا نه دئ چي د قيامت ورځ راسي نو بيا دغه فوقيت د مسلمانانو پر يهودو باندي ختميږي  ؛ ځکه چي د قيامت په ورځ خو فوقيت د أهلِ حق پر أهلِ باطل باندي لازمي دئ  ، خو تر يومُ القيامه پوري په دنيا کښي سره له دې چي کله کله ظاهري فوقيت أهلِ باطل ته هم پلاس ورځي مګر يهود به په دنيا کښي هم له فوقيت څخه محروم او مغلوب به وي .
(ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ)  : يعني وروسته (چي دُنيا تيره سي او د قيامت ورځ راسي ) خاص وماته دئ راتلل ستاسي (يعني د حساب او کتاب دپاره) بيا به زه حُکم وکړم (فيصله به وکړم) په منځ ستاسي کښي په باره کښي د هغه چي واست تاسي (يا) ياست تاسي (يعني په دنيا کښي) چي په هغه کښي اختلاف کونکي واست (يا) اختلاف سره کوۍ ( چي هغه ديني أمور  او حضرت عيسی [عليه السلام] دئ ) .
 يعني د قيامت په ورځ به زه ستاسي په منځ کښي داسي فيصله صادره کړم چي په تاسي کښي څوک پر حق او څوک پر باطل باندي ؤ ،  او بيا به وهري ډلي ته د هغې ډلي له عمل او عقيدې سره موافقه جزا ورکړم  .  (55) .

د عيسی (عليه السلام) د ژوند او د هغه د اسمان ته د پورته کيدو او په اخيره زمانه کښي تر قيامت له مخه د راکښته کيدو په اړه  دأهل اسلام ، يهودو او نصاراوو تر منځ د اختلاف بيان   :
پوه سه ! چي د عيسی (عليه السلام) په باره کښي د يهودو عقيده داده چي عيسی په دار راوزړول سواو ووژل سو  ، او څو ورځي پر دار باندي رازړيدلئ پاته ؤ ، بيا له دار څخه راکښته  او ښخ کړ سو ، نه بيا هغه راژوندئ سوئ او نه په دنیا کښي راژوندئ کيږي ، او نه هغه نبي او رسول ؤ  .
او د نصاراو عقيده د عيسی (علیه السلام) په باره کښي داده چي عيسی پر دار باندي راوزړول سو ، او بيا مړ او دفن کړ سو ، خو بيا يوه يا درې ورځي وروسته له قبره څخه راوايستل سو او ژوندئ سو ، او بيا و اسمانو ته پورته کړ سو  ، او عيسی (عليه السلام) د خدائ تعالی ځوۍ يا دريم د درو خدايانو دئ  .
دغه دواړي عقيدې د کفر عقيدې دي ، يهودو د عيسی (عليه السلام) په باره کښي د تفریط جانب او عيسايانو د افراط جانب نيولئ دئ ، الله (جل جلاله) ددغو دواړو ډلو عقيده د سورت نسآء په (۱۵۷) آيت کښي پدې ډول رَد کړې ده  : «و ماقتلوه و ما صلبوه ...الآية »  يعني او نه قتل کړئ دئ دوۍ عيسی او نه يې پر دار رازړولئ دئ .
او د مسلمانانو عقيده د عيسی (عليه السلام) په اړه پدې حقله داده چي عيسی نه قتل سوئ او نه په دارسوئ دئ ، خو د مرګ په باره کښي يې د اسلامي علماوو تر منځ څه اختلافِ نَظر موجود دئ : حضرت وَهب (رحمه الله) ويلي دي چي عيسی (عليه السلام) درې ساعته مړ او بيا ژوندئ کړ سو (يعني و اسمانو ته پورته کړ سو) او ابن اسحاق ويلي دي چي اوه ساعته مړ او بيا ژوندئ کړ سو (يعني و اسمانو ته پورته کړ سو) او رُبَيع ويلي دي چي الله پاک اول ځل عيسی بيده کړ (يعني د بيده کيدو په حالت کښي يې و اسمانو ته پورته کړ) خو د جمهورو او أکثرو اسلامي علماوو قول دادئ چي عيسی (عليه السلام) نه مړ سوئ دئ او نه بيده کړ سوئ دئ ، بلکي د بيدارۍ په حالت کښي ژوندئ و اسمان ته پورته کړ سو ، او الله پاک وده ته اوږد او دراز ژوند ورکړ ، او تر قيامت له مخه به بيرته و مځکي ته راکښته کيږي  ، خو د نبي په صفت سره به نه وي بلکي په صفت د أمتي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) به په مځکه کښي يو څه زمانه ژوند کوي او بيا به وفات کړ سي .
داچي عيسی (عليه السلام) نه مړ سوئ دئ او نه د بيده کيدو په حالت کښي و اسمان ته پورته کړ سوئ دئ دا قول قرطبي صحيح بللئ دئ ، او دا د حسن بصري ، ابن زيد ، ابن عباس ، ضحاک او طبري قول هم دئ .
ددې خبري چي عيسی ژوندئ دئ او یهودو نه دئ قتل کړئ په قرآنکريم کښي متعدد دليلونه موجود دي  : اول دليل دا قول د خدائ پاک دئ چي : «ومکروا ومکر الله والله خير الماکرين » يعني دوۍ (يهودو) پټ تدبير جوړ کړ د عيسی د قتلولو دپاره ، او الله پاک هم پټ تدبير وکړ د عيسی د نجات دپاره ، او الله پاک بهتر او غوره د پټ تدبير کونکو دئ .  نو کچيري دوۍ عيسی (عليه السلام) قتل کړئ وائ نو بيا د الله پاک د مکر او پټ تدبير څه فائده  سوه ؟  او دا به هم لازم سي چي  العياذ بالله يهود د پټ تدبير په کولو کښي پر الله پاک باندي غالبه سول  . دوهم دليل دا قول د خدائ پاک دئ چي : «ورافعُکَ اليّ » يعني او راپورته کونکئ يم زه ستا وماته (يعني واسمان ته) او په بل ځائ کښي د قرآنکريم داسي راځي : «بل رفعه اللهُ اليه»  نو د«رفع» حقيقي معنی خو په عربي زبان کښي پورته کول د يو شي دي ، او د «الي» او «اليه» له الفاظو څخه مراد اسمان دئ يعني واسمان ته دي راپورته کوم  . دريم دليل دا قول د خدائ پاک دئ چي : «بل رفعه الله اليه» پدې قول د الله پاک کښي کلمه د «بَلْ» پر دې باندي دلالت کوي چي عيسی (عليه السلام) نه قتل سوئ او نه په دار رازړول سوئ دئ بلکي و اسمانو ته پورته کړسوئ دئ  ؛ ځکه چي قاعده داده چي د «بَلْ» کلمه چي له منفي کلام څخه وروسته راسي نو اثبات د هغه کلام فايده کوي کوم چي له مخکي منفي کلام سره ضد وي ، په مخکي کلام کښي الله پاک داسي نفي کړېده چي دوۍ عيسی نه قتل کړئ او نه پانسۍ کړئ دئ ، له دغه وروسته يې داسي فرمايلي دي چي «بل رفعه الله اليه»  .
دلته ځينو مفسرينو و يوه کمزوري سوال ته اشاره کړېده پدې ډول چي قرآنکريم خو صرف پر دې باندي دلالت کوي چي يهودو عيسی نه دئ وژلئ او نه يې پر دار رازړولئ دئ ، او پر دې باندي خو دلالت نکوي چي په الهي مرګ سره هم نه دئ مړ سوئ ، نو بايد ددې خبري نفي هم سوې وائ  ؟  ددې سوال جواب دادئ چي د قرانکريم دغه کلمه چي «رافعُکَ» يا «رفعَه» ددې واضح دليل دئ چي دَئ په خدايي مرګ هم نه دئ مړ سوئ ؛ ځکه که دَئ مړ سوئ وائ نو بيا يې و اسمان ته پورته کيدل د څه دپاره ؤ ؟ او چا يې داسي جواب کړئ دئ چي قرآن پاک ددې خبري نفي چي دَئ په خدايي مرګ هم نه دئ مړ ځکه نه ده کړې چي ددې خبري څوک دعوه کونکي نه وو ؛ ځکه چي يهود او نصارا دواړه پدې عقيده ؤ چي عيسی د يهودو په لاس قتل سوئ او په دار رازړول سوئ دئ ، نو الله پاک هم د همدغي خبري رَد کړئ دئ  .
څلرم دليل دغه مبارک آيت دئ  :« وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا» (النسآء : ۱۵۹) ابن جرير او ابن کثير په تفسير کښی ددغه آيت د تابعينو ډير قولونه نقل کړيدي ، او بيا يې ويلي دي چي ډير صحيح قول دادئ چي معنی ددغه آیت پدې ډول ده چي : «باقي به پاته نسي هيڅوک له أهلِ کتابو څخه (يعني په هغه وخت کښي چي عيسی له اسمان څخه راکښته سي) مګر پده باندي به ايمان راوړي له مخه تر مرګ دده » .  او پر دې خبره باندي متواتر حديثونه هم دلالت کوي ، او ابن کثیر د بخاري د کتابُ الأنبيآء هغه حديث هم ذکر کړئ دئ چي په هغه کښي داسي راغلي دي چي راکښته به سي په تاسي کښي (يعني له اسمان څخه) ځوۍ د مريمي . او بيا ددغه حديث په تأييد کښي أبوهريره وويل چي که ستاسي خوښه وي دغه قول د خدائ پاک وواياست چي :« وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ الخ»  دارنګه ابن کثير دغه حديث سره له دغه مذکوره آيته له مُسْلم او امام أحمد څخه هم نقل کړئ دئ  .
پنځم دليل دا مبارک آيت دئ : « وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ الخ (الزخرف: 61) يعني او بېشکه دَئ (يعني عيسی [عليه السلام] ) خامخا علامه ده غټه (د قيامت د ورځي) . خو دغه آيت د هغو مفسرينو پر قول باندي دليل دئ چي د «انّه» ضمير و نزول ته د حضرت عيسی راجع کوي ، ابن کثير له حضرت عبدالله ابن عباس (رضي الله عنهما) أبوالعاليه ، أبو مالک ، عکرمه ، حسن او ضحاک څخه نقل کړئ دئ چي د «انّه» ضمير پدغه قول د خدائ پاک کښي و نزول ته د عيسی (عليه السلام) راجع دئ ، او چا چي دغه ضمير و قرآن ته راجع کړئ دئ نو دا ډيره بعيده خبره ده ، او ابن جرير له حسن ، قتاده ، مجاهد ، ضحاک ، سدي ، ابن زيد او أبن عباس څخه په مختلفو سندو سره دا قول نقل کړئ دئ  .
شپږم دليل د «کَهْلا» لفظ دئ پدې قول د خدائ پاک کښي چي : «و يکلم الناس في المهد وکهلا» . صاحب د لُباب ذکر کړيدي چي وحسين بنِ الـْفضل ته يو چا وويل چي ايا له اسمان څخه  د عيسی (عليه السلام) د راکښته کيدو ذکر په قرآن کښي سته ؟ نو ده په جواب کښي ورته وويل چي هو !  د «کَهْلا» لفظ دده پر راکښته کيدلو باندي دلالت کوي ، يعني پدغه مذکوره آيت کښي الله پاک فرمايلي دي چي عيسی به خبري کوي له خلګو سره په ځانګو کښي او پداسي حال کښي چي دَئ کَهل سي (یعني د پاخه عُمر سي ) نو په وخت د پورته کيدو کښي و اسمان ته خو عيسی (عليه السلام) د کهولت وسن ته نه ؤ رسيدلئ (لکه چي ددغه لفظ تحقيق پخوا درته تير سوئ دئ) .
اوم دليل هغه حديثونه دي چي پدې باره کښي راغلي دي چي د قيامت تر ورځي له مخه به حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته کيږي ، چي ابن کثير تر لسو زيات د هغو حديثو سندونه ذکر کړيدي ، او امام ترمذي ويلي دي چي  په باره کښي د نزول د عيسی او دارنګه په باره کښي د قتلولو دده دجال لره له عِمْران بن حُسين ، نافع بن عيينه ، أبو برزه أسلمي ، حذيفه بن أسيد ، أبوهريره ، کيسان ، عثمان بن أبي العاص ، جابر ، أبو أمامه ، ابن مسعود ، ابن عَمرو ، سمره بن جُندب ، نواس بن سمعان ، عمرو بن عَوف او حذیفه بن يمان څخه حديث رانقل سوئ دئ  . او ابن کثير ، ابن جرير ،  ابن عطیه ، أبو حيان او نورو ویلي دي چي دا حديث متواتر دئ  . او په «توضيحُ الحُجّة» کښي (۹۰) حديثونه پدې باره کښي ذکر سويدي   .
اتم دليل :  علامه الوسي (رحمه الله) پدې باره کښي دا مرفوع حديث ذکر کړئ دئ چي : «انّ عيسی لّمْ يَمُتْ ، وانه راجعٌ اليکمْ قبْلَ يومِ القيامَة»  .
نهم دليل دادئ چي د سلفو او خلَفو ، ړومبني او وروستني علماوو ، مفسرينو او محدثينو پر دې باندي اجماع کړېده چي عيسی (عليه السلام) ژوندئ دئ ، لکه چي ابن حجر په «تلخيصُ الحبير» کښي او صاحب د جامعُ البيان په «جامعُ البيان» کښي ، او شوکاني په «حججُ الکرامة» کښي ذکر کړيدي  .
تنبــــــــــيه  :
پوه سه ! چي مسئله د نزول د عيسی (عليه السلام) مخکي تر قيامت د ذکر سويو دلائلو په وجه قطعي او يقيني  مسأله ده ، چا چي دا مسئله ظني بللې ده نو هغه په يقيني ډول له شریعت څخه مخالفه خبر کړېده  .


والسلام ومن الله التوفيق  .