فتو ی نمبر(۱۸۰) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : حقمل _
له هرڅه نه مخکښی سلامونه اواحترامات ومحترم مولوی صاحب اودبينوا ويب سايټ کارکونکو ته وړانديکوم
پس له سلامه محترم مولوی صاحب ستاسومحترم حضورته یو څومختلفی پوښتنی وړاندیکوم اواحترامانه هیله کوم چه ځوابونه یی راته راکړی:
(۱): محترم مولوی صاحب داسلام دمبارک دین له نظره دترجمانی وظیفه څرنګه ده یعنی دکفاروسره ترجمانی کول اوهغه یواځی اویواځی دخپلی کورنی لپاره دنفقی دبرابرولو په نیت.لکه څرنګه چه اوس زموږپه ګران هیواد افغانستان ګی زیات شمیرځوانان چه اکثره یی دمجبوری په خاطرکوی اوبله چاره نلری؟
(۲): که یوښځه په خوب کی دیوچاسره جماع وکړی نوچه کله راویښه شي او کومه نښه خپل پربدن ونه ویني ځکه دي خو خوب لیدی نوآیاغسل کول پری سته او که نه ؟
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! موږ او تاسي مسلمانان يو او هر مسلمان پدې مکلف دئ چي دَئ چي کومه روزي برابروي نو له حلالي او پاکي لاري څخه بط برابروي ، الله پاک د روزي د برابريدو دپاره روا او جائزي لاري هم ډيري پيدا کړيدي ، په افغانستان کښي د أمريکايانو په ترجماني کښي که څه هم ظاهره يو قسم عزت موجود دئ ، او له دې لاري څخه پيسې هم په سهلت او په زياته اندازه سړئ تر لاسه کولائ سي ، خو مسلمان ته پکار ده چي ددغه کار وسور او اوږده ته وګوري ، ديني او دينوي خطرات يې وسنجوي ، انجام او عاقبت ته بايد ددې کار وګوري ،د کافر د ناستي ، ولاړي او صحبت بد اثرات بايد سړئ لحاظ کړي .
هغه خلګ چي د بې دینه خلګو په حضور کښي د خپل ځان عزت غواړي د هغوۍ په باره کښي الله پاک فرمايلي دي : «ايطلبونَ عندهمُ العزة ، فان العزة لله جميعًا» يعني ايا دوۍ ددغو بې دينه او کافرانو په حضور کښي او ددوۍ له نزده څخه طلب د عزت کوي ؟ !! (يعني دا ډير د ناپوهي او بې لاري کار کوي) ځکه چي عزت ټول الله (جل جلاله) لره دئ .
د تُهمت په ځائ کښي چي انسان کوم کار کوي اسلام له هغه څخه خلګ رامنع کوي ، د انسان د ځان د خطر په ځائ کښي چي انسان کار کوي اسلام له هغه څخه مسلمانان راګرځوي ، الله پاک فرمايي : «ولاتلقوا بأيديکم الی التهلکة» .
او سره له دې چي په اسلامي شريعت کښي دا قاطعه فيصله ده چي هغه کافر چي پر مسلمانانو باندي تيرئ او تجاوز وکړي نو د تجاوز په دوران کښي د همدغه کافر مزدوري کول جواز نلري .
تا اسلامي معلومات غوښتئ ؤ په مختصر ډول مي درته بيان کړ ، نور نو ځما دغه شعر هم وګوره :
حق ويل خو به خود کاندي أبوالفضل هسي نه دئ چي ويل بې د عناد وي .
ځموږ او ستاسي رازق ، مالک ، خالق او عزت ورکونکئ يواځي الله (جل جلاله) دئ وبس .
او ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي پدغه ډول ذکر سوي صورت کښي پر ښځه باندي هيڅ غسل نسته ، او که پر نارينه باندي دغه ډول حال راسي پر هغه باندي هم غسل نسته .
والسلام .